مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د افغانستان بانک پخوانی سرپرست اجمل احمدي چې له هیواده تښتېدلی وایي، د واک د انتقال پلان د نشتوالي او ګډوډوۍ له امله اشرف غني نشي بخښلی.
ویل کیږي، چې اجمل احمدي او اشرف غني دواړو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د پیسو د انتقال هڅه کړې، چې اجمل احمدي په دې کار بریالی شوی هم دي.
✒: په ټولنیزو رسنیو کې د امرالله صالح تازه تصویر خپور شوی.
ویل کيږي چي نوموړی په پنجشیر کي دی او له احمد مسعود سره یې کتلي دې.
✒: د اشرف غني د تیښتې تازه جزیات!
د اشرف غنی له پرواز مخکې د پي پي اس کسان دفاع وزارت ته لیږل شوي وو.
له هیواده د اشرف غني د تیښتې پر مهال د ولسمشر خاص ساتونکی ځواک یا (پی پی اس) زیاته برخه له ارګ څخه اېستل شوې او دفاع وزارت ته لیږل شوې وه.
کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو په اساس اشرف غني تر تیښتی مخکې د پی پی اس افرادو ته امر کړی و چې دفاع وزارت ته ولاړ شي او امنیت ونیسي ځکه چې دی هلته ورځي او وینا اوروي.
په دې توگه د نوموړي ځواک کم کسان په ارگ کې پاتې وو. په دې ترځ کې یې دوې هلیکوپترې را غوښتې وي.
ویل کیږي، چې اشرف غني غوښتل په درېیو موټرو کې ۴۵ میلیون ډالر له ځانه سره بهر ته انتقال کړي، خو په انتقال یې نه دی بریالی شوی او دغه مقدار پیسې د ارگ د هلیکوپترو میدان کې ترې پاتې شوې.
✒: په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له خلکو غوښتي چې هلته له ورتګ ډډه وکړي، ځکه الوتنې بندې شوې دي. سرچینه کاږي چې زرګونه خلک د کابل هوايي ډګر ته راغلي دي او ښايي عامه تاسیساتو ته زیانونه واړوي.
دوی وایي چې هوايي ډګر باید له ستونزو سره مخ نه شي، خلک دې نه ورځي ځکه پروازونه او تګ راتګ بند دی.
✒: هندوستان ټایمز: د هندوستان مشهورې ورځپاڼې هندوستان ټایمز د رویټرز په حواله لیکلي چې پرون یکشنبه اشرف غني په یوې هلیکوپترې او څلورو موټرو کې بار پیسې له ځانه سره هوايي ډګر او بیا بهر ته وړې دي چې آن یوه اندازه پیسې چې په هلیکوپتره کې نه ځائېدې ارګ کې د سړک پر سر ترې پاتې شوې دي.
✒: فرار اشرف غنی و شمار دیگر از مقامهای حکومت پیشین با انتقادهای تند از شهروندان کشور روبهرو شده است.
شهروندان میگویند که اشرف غنی، معاونانش، حمدالله محب، مشاور امنیت ملی او رییس اداره امور بارها بر ماندن در کشور تاکید میکردند اما حتا پیش ازپایان ماموریت نیروهای خارجی و نخست ازهمه آنان بیشرمانه از کشور فرار کردند.
با ا ین حال رویترز از زبان مقامهای سفارت روسیه در کابل گزارش میدهد که اشرف غنی با چهار موتر و یک چرخبال پر از پول از افغانستان بیرون شدهاست.
اشرف غنی باری در سخنرانیاش گفته بود: «امانالله خان به من عزیز است. به شما معلوم است. اما او فرار کرد و ما را تنها گذاشت. من از فرار نیستم.»
محب نیز در هنگام ماموریتش گفته بود: «خوش آمدند. به جنگ بیایند به زور. اما به آنان به بی غیرتی رها نمیکنیم.»
در کنار این رهبران حکومت پیشین، شماری از سیاست گران از جمله عطا محمد نور و مارشال دوستم نیز از مقاومت و دفاع از مردم سخن زده بودند اما بسیاری جاها را بی درگیری به طالبان رها کردند.
عطا محمد نور گفته بود: «مرمی ما خلاص شود، ما را دستگیر بکند در غیر آن اگر دستمدر سلاح باشد و زنده باشم و افراد ما در کنار ما باشد، هیج قدرتی نیست که ما را زنده بگیرد. شهادت افتخار ماست.»
مارشال دوستم گفته بود: «در این راه حتا شهید شویم به خود افتخار میدانیم. و این ملت را تنها نمیگذاریم.»
✒: رویترز به نقل از خبرگزاری "آر آی ای" گزارش می دهد که به گفتۀ یک مقام سفارت روسیه، آقای غنی کشور را با چهار موتر پر از پول ترک کرد و یک مقدار این پول از این که جا نمیشد در میدان هوایی باقی ماند.
رویترز می گوید که تاکنون نتوانسته این گفته ها را مستقلانه تأیید کند.
✒: افراد نزدیک به محمد اسماعیل خان می گویند که آقای اسماعیل خان شام روز یکشنبه به ایران رفته است.
به گفته آنان، محمد اسماعیل خان با هماهنگی طالبان از راه زمین به شهر مشهد ایران رفته است.
آقای اسماعیل خان چهار روز پیش، پس از تسلیم شدن به طالبان در خانه اش در شهر هرات به سر می برد.
✒: منابع میگویند که شب گذشته ۱۸ طیاره مسافربری در تاجیکستان و ۲۷ هواپیما که بیشتر مسافران این طیاره ها کارمندان نیروهای هوایی کشور بودند، از کابل به ازبیکستان، رفتند.
✒: عیني شاهدان وايي چې د کابل په هوايي ډګر کې ځينې خلک د ډزو او د ګڼې ګوڼې له امله وژل شوي او ټپيان شوي دي.
✒: تمام پروازهای ملکی در میدان هوایی بین المللی حامد کرزی در کابل متوقف استند.
در یک اعلامیه از مردم خواسته شده است که از رفتن به این میدان هوایی خودداری کنند.
✒: د کابل سرینا او انترکانتینینتال هوټلونو مسولینو ویلي چې د دواړو هوټلونو د امنیت چارې طالبانو پر غاړه اخیستې او د هوټلونو خدمات د پخوا په څیر نورمال حالت ته را ګرځیدلي دي.
✒: شمال کې د ازبک ملیشو مشهور قومندان نظام الدین قیصاري چې وړمه ورځ طالبانو نیولی وو، تر خوشي کیدو وروسته یې له خپلو وسله والو سره یو ځای خوشی کړی او خپل کور ته یې رسولی دی.
✒: د یونس قانوني په مشرۍ پاکستان ته تللیو سیاستوالو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي. په خپاره شوي انځور کې د قریشي تر څنګ یونس قانوني، د جمعیت او حزب وحدت ګوند مشران لیدل کېږي.
✒: طالبانو د روغتیا وزارت له پخواني سرپرست وزیر وحید مجروح سره لیدلي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، طالبانو په دې لیدنه کې د دغه وزارت ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی دی چې هیڅ ستونزه ورته نشته ده او سر له سبا دې په عادي ډول خپلو دندو ته را وګرځي.
✒: امنیه قومندانۍ کې سرچینې وایي چې پرون راهیسې پر کابل د طالبانو له ولکې ټینګیدو وروسته دغه قومندانۍ ته د طالبانو له خوا د تازه راوړل شویو زندانیانو شمیر دوه سوو تنو ته رسیدلی دی،سرچینه وایي قومندانۍ کې یوازې همدا دوه سوه نوي بندیان دي چې ټول د غلاوو او لوټمارۍ په تور نیول شوي.
✒: کارشناس مسائلافغانستان: طالبان باید سیاستی را اختیار کنند که به نفع افغانستان باشد.
معاون سابق وزارت «امور سرحدات و قبایل» افغانستان با اشاره به تحولات اخیر و تاثیر آن بر سرنوشت مردم این کشور گفت طالبان باید درسی از گذشته بگیرند.
✒: عمران خان: افغانستان زنجیر بردگی را شکست.
عمران خان٬ نخست وزیر پاکستان طی سخنانی پیرامون تحولات افغانستان در اسلامآباد اعلام کرد که مردم افغانستان زنجیر اسارت و بردگی را شکستند.
✒: نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت پر راوستو ټینګار کړی دی. د امریکا، کاناډا، قطر په ګډون د نړۍ شپېتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دې د واک څښتنان ژر تر ژره د خلکو امنیت تامین کړي او ټولو هېوادوالو ته دې د ژوند مصونه فضا برابره کړي.
✒: د بي بي سي د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال مولوي فقیر محمد افغانستان کې له ۷ کلن بند وروسته خوشی شوی او بېرته د کونړ له لارې خپل کلي ته رسېدلی. مولوي فقیر محمد په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان په ختیځ کې د افغان حکومت لخوا نیول شوی و او تر پرونه بندي و.
✒: چین د افغانستان تر نورو ولایتونو وروسته پر کابل ښار د طالبانو ولکې ته په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې ستر بدلون راغلی دی او دوی د افغانانو ارادې او انتخاب ته بشپړ درناوی لري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان حالات له نږدې څاري.
✒: له ترکیې، چین او روسیې وروسته د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سفارت به یې سر له سبا په کابل کې پرانیستی او په نورماله توګه به خپلې چارې پر مخ یوسي.
✒: د قطر د بهرنیو چارو وزیر له خپل اردني سیال ایمن الصفدي سره د دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان او فلسطین پر موضوع هم خبرې اترې کړې دي. د المملکه خبري اژانس په حواله، محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي چې قطر په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپله سیاسي نقشه لري.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هیله څرګنده کړې ده چې طالبان د بشري حقونو اصولو ته ژمنتیا وښیي. هغه زیاته کړې چې هېواد یې له طالبانو سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی خو په رسمیت پېژندلو ته یې بېړه نه لري.
✒: د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي چې سپینې ماڼۍ هیڅ داسې تمه نه لرله چې د افغانستان حکومت د دومره په آسانه و پاشل شي،د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې چې امریکا د افغانستان حالات په جدي توګه څاري او ژر به ولسمشر بایډن د افغانستان په تړاو خپل روښانه دریځ اعلان کړي.
