No-IMG

دا وطن به جوړ شی ان شاء الله تعالی

دوکتور عمر عماد

 

ځکه چه زمونږ د امت د تخلف اوپس ماندګئ اساسی سبب د صالح او صادق او زړه خوږی قیادت نه شتون دی .

او که دغه قیادت راپیدا شی او بیا نیکو مشورو ته هم غوږ کښیږدی، نو پدی امت کی ( چه اوس صرف د امت دغه خورا مهمه ټوټه ، افغانستان دی ) د هیڅ شی کمی نشته ده ، نه مو عقل له غربیانو کم دی او نه نور مادی او معنوی امکانیات .

زه هیله لرم چه دغه قیادت اوس راپیدا شوی وی .

زه هیله لرم چه څو کاله وروسته به هر افغان په خپل وطن کی ځان بسیا او هوسا اوګوری ، او هغه وخت پدی تاسف وکړی چه ولی یی امریکا ته د تلو په تلوار یو بل د پښو لاندی کول .

او دا هم د قادر او مقتدر ذات - جل ثناؤه - څخه غواړم چه زمونږ هیلی او ارمانونه پر ځای کړی .

( وما ذلک علی الله بعزیز)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک