No-IMG

طالب قیادت ته سر پرانيستی پیغام

دوکتور عمر عماد

 

الحمد لله الذي قال في وصف المسلمين : (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) ، والصلاة والسلام على المبعوث رحمة للعالمين ، وعلى من اهتدى بهداه واقتفى خطاه إلى يوم الدين ، أما بعد :

(إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ)

معلوميږی چه طالب یو ځل بیا د خورا ستر او تاریخی امتحان په درشل کی دی ، او پدی هیله چه دا پاتی ستونزه هم په داسی سوله ایزه توګه هواره شی چه د چا پوزه هم پکی وینه نشی ، نو غواړم چه یو څو ټکو ته یی پام راواړوم :

1) - پام کوه طالبه : نړئ نن سبا د یو کلی څه چه د یوی کوټی په څیر شوی ده ، هیڅ شی پکیپټ نه پاته کیږی، ستا هره وړه او غټه د افغانانو او نړیوالو له لوری په ‍ذره بین څارل کیږی ، او کیدای شی ډیره کوچنئ اشتباه دی ډیره ستره انځور شی، نو باید تر ممکنه بریده په خپل عمل او وینا کی محتاط اوسی او چا ته د حقیقی نیوکی فرصت ورنکړی. بلکه د انسانانو د څارنی او مراقبت نه مخکی باید رب العالمین پر ځان حاضر او ناظر او حسیب او رقیب وګڼی .

2) پام کوه طالبه چه : قدرت تر لاسه کول غنیمت نه بلکه امانت او مسئولیت وګڼی، قدرت او امارت ته د فرصت اوغنیمت په سترګه کتل په دنیا کی رسوایی او په اخرت کی سپکاوی او پښیمانی ده . أبو ذر رضي الله عنه وايي چه ما د رسول الله څخه اوغوښتل چه کوم ځای می امیر کړی، نو رسول الله صلی الله علیه په اوږه اووهلم او راته یی وویل چه : أي اباذره ! ته ضعیف یی ، او هغه ( امارت) امانت دي او هغه د قیامت په ورز سپکاوی او پښیمانی ده ، مګر د هغه چا لپاره چه په حق یی واخلی او د هغی مسئولیت پر ځای کړی .

3) پام کوه طالبه چه : د هغه بل وار په څیر د میم زر ما ټول ځما ناکامه تجربه بیا تکرار نکړی ، ځکه چه  کار اهل کار ته سپارل د اسلامی حکومت ولۍ یو مهم اصل او خپل اهل ته د امانت سپارل دی(إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلى أَهْلِها ) د خالد بن ولید څخه نور ډیر متقی او پخوانی صحابه موجود وو ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قوماندان وټاکه او د سیف الله لقب یی ورکړ. بلکه زه لا ددی نه هم وړاندی ځم او وایم چه که طالب غواړی خپل تاریخ د خپل بیرغ په شان سپین وساتی نو باید حکومتی چاری نورو اهلو کسانو ته پریږدی او خپله د یو مراقب او څارونکی په حیث پاتی شی .

4) پام کوه طالبه چه: د ولس په وړاندی ځان غالب او فاتح او ولس مغلوب او مفتوح ونه ګڼی ، ځکه دغه استعلائی او کبریایی چلند او منطق د هلاکت او بربادئ سبب دی . عظمت او کبریا یواځی د الله تعالی ځانګړتیا ده (الْعَظَمَةُ إِزَارِي وَالْكِبْرِيَاءُ رِدَائِي فَمَنْ نَازَعَنِي وَاحِدًا مِنْهُمَا أَلْقَيْتُهُ فِي جَهَنَّمَ)

5) پام کوه طالبه چه : کوم وطنوال ته بی موجبه ټنډه تروه نه کړی او څوک ونه رټی ، د چا نه د بی ځایه غچ اخیستلو پر ځای د بخښنی اوچت اسلامی خلق خپل کړه ، نرمښت او ښه سلوک ، په رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیرزوینه ، او عفوه او بخښنه یی ورته سپارښتنه وه: (فبِما رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ).د بدئ په مقابل کی نیکی او احسان کول ددښمن څخه مینه ناک دوست جوړوی (وَلا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَداوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ). که غواړئ چه ددنیا بری او د اخرت سعادت مو په برخه شی نو د خلکو په زړنو حکومت وکړئ . او د افغانستان په دی څلویښت کلن ناسور د مرهم پټئ کښیږدئ .

6) پام کوه طالبه چه : ځان له سالم نقد او نیکی مشوری څخه پوره ونه ګڼی ، بلکه سالم نقد په ورین تندی اومنه ،  مشوره وکړه اوګټوره یی اومنه ، الله تعالی هغه چا ته په مشوره کولو امر کړی چه هره شیبه یی د اسمان سره اړیکه وه – صلوات ربی وسلامه علیه – (وَشاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ) او مسلمانان یی په خپل مینځی مشوره کولو ستایلی دی (وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ) .

7) پام کوه طالبه چه: خپل ټول مسئولیت یوازی په امن راوستلو کی راغوټه نه کړی ، که نه په هدیره کی د بل هر ځای نه امن او کراری ډیره وی ، بلکه د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو ته پر هر څه لمړیتوب ورکړه .

 8- پام کوه طالبه چه : علم یوازی شرعی علم ونه ګڼی ، بلکه پدی باید پوه شی چه ددنیوی علومو تر لاسه کول هم فرض کفایی دی ، نن سبا د علم زمانه ده او – د الله تعالی د مرستی نه وروسته - علمی پرمختګ د ټولنی د بقاء ضامن دی ، که غواړئ چه افغانستان د سیالانو سره سیال شی نو ددنیوی علومو پر مختګ ته یی پوره پاملرنه وکړئ

9) پام کوه طالبه چه : تا د اسلام غږ پورته کړی دی ، نو خدای مه کړه ستا د رښتینی اسلام سره هر مخالف قول او دریځ او چلند به د اخروی رسوایی برسیره د اسلام او مسلمانانو پر ټنډه داسی تور داغ وی چه د هر چا کرکه به تری کیږی ، او بیا به اسلامی دعوت د بی باورئ دداسی څپی څخه کړیږی چه رغیدل به یی ډیر ستونزمن وی .

10) او په لنډو ټکو کی چه پورتنی ټول پکی رانغاړل کیږی :

پام کوه طالبه چه: ستا په هکله منفی نظر لرونکی رښتینی او خوښ ، او ستا په هکله مثبت نظر لرونکی دروغجن او ناهیلی نه کړی .

( وما علينا إلا البلاغ )

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک