No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان په اړه سيمه ييزه ناسته کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا څخه وغوښتل چې د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته وکړي، عبدالله وویل د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې له جدي ګواښ سره مخ دي او باید په دغه ناسته کې د افغانستان په تړاو پریکنده پریکړه وشي.

: نبردهای سنگین میان نیروهای امنیتی و طالبان در ولایت‌های کندهار، هلمند و ارزگان ادامه دارند.

طالبان ناوقت دیروز ادارۀ زندان مرکزی کندهار را در حوزه هفتم کندهار گرفتند و ادعا کردند که یک هزارو نه صد زندانی را رها کرده‌اند.

جنگ به حومه‌های شهر کندهار رسیده است و باشنده‌گان این شهر از افزایش جنگ نگران اند.

صدیق الله، یکی از باشنده‌گان کندهار گفت: «یک شب وحشت ناک بود. کودکان ما که جنگ را در تلویزیون دیده بودند، دیشب از نزدیک دیدند

از ساختمان فرماندهی پولیس هلمند هم نیروهای امنیتی عقب نشینی کرده‌اند و به‌علت جنگ در حوزۀ اول امنیتی بیشتر ساختمان‌های تجاری ویران شده‌اند.

: ‏وسله والو طالبانو د هرات ولایت امنیه قومانداني نیولې او په ښار کې سخته جګړه روانه ده.

طالبانو ادعا کړې چې د هرات امنیه قوماندانۍ وداني یې نیولې او افغان ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

‏په ورته مهال کندهار کې جګړه د ښار منځ ته راغلې او ځايي خبریالان وایي ، طالبانو یوشمېر دولتي ودانۍ نیولې او دغه ډله د پرمختګ په حال کې ده.

: ‏تازه

د غزني والي چې له یاده ولایت څخه کابل ته په تېښته و، په وردګو ولایت کې د حکومت له لوري نیول شوي دی.

 کورنیو چارو وزارت وایي، د غزني والي، د هغه مرستیال او د دفتر رییس یې وردګو ولایت ته تر رسېدو وروسته ، د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت ریاست لوري نیول شوی دی.

‏داوود لغمانی نن د غزني ولایت ترسقوط وروسته، په داسې حال کې له ښاره ووت چې لسګونه طالبان یې په شاوخوا راټول وو.

: ‏د غزني ولایت مرکز هم د طالبانو لاس ته ورغی.

وسله والو طالبانو له تیرې ورځې راهیسې پر غزني ښار پراخ بریدونه پیل کړي وو او نن سهار یې د غزني ولایت مرکز نیولی دی.

‏طالبانو ادعا کړې چې پرغزني ښار یې د جګړې پرمهال افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ، خو امنیتي مسوولانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏احمد فهیم قائم د بلخ ولایت د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي.

پدې کتنه کې د پاکستان استازي ویلي جنګ د حل لاره نه ده، د سولې خبرې باید بیرته پیل شي.

: ‏دوحه کې باخبره سرچینې وایي چې عبدالله عبدالله طالبانو ته د حکومت له لوري ډیره مهمه طرحه سپارلې چې په بیړنۍ توګه د جګړې دریدل او د لویې جرګې را بلل پکې شامل دي، سرچینې ددغه طرحې په اړه ډیر جزییات نه دي ورکړي او د طالب مشرانو له قوله یې ویلي چې په طرحه طالب مشرتابه پلاوی غور کوي.

: ‏د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي او د پاسپورت متقاضیان شکایت کوي چې په پاسپورت ریاست کې فساد اوج ته رسېدلی دی. دوی وایي چې یاد ریاست ته د مسلمه اماني په نوم د راغلې رییسې له ګمارل کېدو وروسته یو پاسپورت په درې او ان څلور سوه ډالرو پلورل کېږي.

: ‏وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

: ‏میرویس ستانکزی سخنگوی وزارت داخله تأیید می‌کند که داوود لغمانی، والی غزنی و همکارانش از سوی نیروهای امنیتی در ولایت میدان وردک، بازداشت شده‌است.

بازداشت او و همکارانش پس از آن صورت می‌گیرد که آقای لغمانی صبح امروز شهر غزنی را ترک کرد و طالبان بیشتر بخش های این شهر را تصرف کردند.

: ‏وزارت خارجه در یک خبرنامه می‌گوید که تیم مذاکره‌کنندۀ جمهوری اسلامی افغانستان به ریاست عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی در نشست ترویکا در دوحه، دربارۀ حمله‌های طالبان بر شهرها که "منجر به جرایم جنگی و نقض آشکار حقوق بشری و فاجعۀ انسانی شده،" ابراز نگرانی کرده‌است.

‏در خبرنامه وزارت خارجه آمده‌است که نشست ترویکا با حضور نماینده‌گان کشورهای روسیه، چین و پاکستان، برگزار شد و در این نشست از جامعۀ جهانی خواسته شده‌است تا گام‌های جدی را برای جلوگیری از حمله‌های طالبان بر شهرها، بگیرد.

‏خبرنامه وزارت خارجه می‌افزاید که در نشست ترویکا همچنان گفته شده‌است که حمله‌های طالبان در تبانی با هراس‌افگنان بین‌المللی، "نه‌تنها منجر به فاجعۀ بشری و ادامۀ جنگ در افغانستان، بل سبب تقویت تندروی و تشجیع هراس‌افگنان در منطقه و منطقه و جهان را با تهدید جدی، مواجه خواهد ساخت."

: ‏پخواني طالب مولوي قلم‌الدین، پر طالبانو غږ کړی چې هېواد کې دې د درېیمې جګړې مخنیوی وکړي او پر ملت دې رحم وکړي.

: ‏ولسمشر غني: «پر بین المللي ټولنې د اتکا ورځې پایته رسېدلي او خپله افغانان تصمیم نیسي. الله اکبر په نعره خپل ملي هویت او اسلامي ارزښتونه تمثیلوو، دښمن دې پر دې پوه شي چې موږ شاتګ نه کوو

‏ولسمشر غني: «کاذب روایتونه وېره ایجادوي. دې پروپاګند ته چې ګویا معامله شوې غوږ مه نیسئ، ځکه زه د معاملې سړی نه یم، صادق روایت رامنځته شوی چې تاسې یې مخکښان او له حاشیې متن ته راغلي یاست. زما ځایناستی به افغانان ټاکي، دا حق بل هیچاته نه ورکوو

: ‏طالبانو د کندهار ښار هرات بازار، شهیدانو څلور لارې، هرات دروازه، ښارنو، کابل شاه او د چاوڼۍ ځینې سیمې سقوط کړي او د سردار مدت خان څلورلارې کې یې د جګړې خط جوړ کړ.

: ‏د امنیتي ستونزو له امله، کابل کې د آلمان سفارت یو ځل بیا له خپلو اتباعو غوښتي، چې د سوداګریزو هوایي شرکتونو له لارې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

: ‏اردوغان: د افغانستان  مسلې  حل لپاره طالبانو سره د خبرو هڅې کوو.

: ‏د روسیې، تاجکستان او ازبکستان ګډ نظامي تمرینونه بشپړ شول.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري وایي نړیوال دې په افغانستان کې د بشري ناورین له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي. د یادې کمېشنرۍ مشرې مېشل باچله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغان جګړه کې ملکي تلفات لوړ شوي دي.

: ‏د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغان حکومت سره  هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري.

: ‏د امریکا ددفاع وزارت وایي د افغان ځواکونو مقاومت کولی شي روان وضعیت معکوس کړي. د پنټاګون ځینو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې طالبان د پرمختګ په حال کې دي او د پلازمینه کابل نږدې ښارونو کې حضور لري.

: ‏په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن پر طالبانو غږ کړی چې د دوحې هوکړې ته په پام باید ژر تر ژره روان تاوتریخوالی کم او له زور زیاتي لاس واخیستل شي.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي. د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي.

: ‏وروسته تر هغه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو سره د افغان پوځ پر مبارزه نیوکه وکړه او د پوښتنې په ډول یې وویل، چې چېرته دي د افغان پوځ تجهیز، وړتیا او روزنه، په پاکستان کې د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې پاکستان په دې ډول څرګندونو سره ځان نه شي سپینولی.

: ‏د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان په دې پوهېږي چې د افغانستان تکیه پر نړیوالو مرستو ده او په خبره یې که چېرته طالبان واک ته ورسېږي نو المان به یو سینټ هم دغه هېواد ته ونه لېږي.

: ‏ترکیه وايي، د طالبانو له پرمختګونو سره سره د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت د مسولیت اخیستلو  په اړه زمونږ په موقف کې تغیر نه دی راغلی.

: ‏د پاکستان صدر اعظم عمران خان وایي طالب مشرانو ورته ویلي، ترڅو چې اشرف غني په واک کې وي، د سولې خبرې نتیجه نه ورکوي.

‏نوموړي تیره ورځ په خپل کور کې خبریالانو ته ویلي، څو میاشتې مخکې هغه طالب مشران چې اسلام اباد ته ورغلي وو، ده ته ویلي تر هغو چې محمد اشرف غني په واک کې وي، موږ "طالبان" به له افغان حکومت سره مذاکره ونکړو.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، ترکیه کې افغان کډوالو لپاره ځای نشته، ځکه په وینایې هیواد یې کاروان سرای نه دی.

رجب طیب اردوغان ویلي، دا مهاله ترکیه د ۴ میلیونه سوري کډوالو کوربتوب پرغاړه لري ،خو په وینایې هیواد یې د افغان کډوالو د منلو توان نه لري.

‏هغه وایي،ډیری سوري کډوال د مسلک او هنر خاوندان دي، خو په وینایې د افغان کډوالو په اړه وضعیت او حالات فرق کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک