No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: منابع به رسانه ها می گوید که  خالد پاینده سرپرست وزارت مالیه به علت فشارهای ارگ کارش را ترک کرده و به بیرون از کشور رفته است.

منابع تایید می کنند که او دوباره به کشور بر نمی گردد.

وزارت مالیه در این باره چیزی نمی گوید اما در یک مکتوبی که از آدرس این وزارت پخش شده آمده است که خالد پاینده به علت کار به بیرون از کشور رفته است و اکنون به جای وی عالم شاه ابراهیمی معین گمرک های وزارت مالیه از این وزارت سرپرست می کنند.

: ‏د ماليې سرپرست وزير له خپلې دندې لاس په سر شو.

د مالیې سرپرست وزیر خالد پاینده پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي " دځینو شخصي کارونو له امله مې له دندې استعفی ورکړې د وزارت مرستیال عالم شاه ابراهیمي به د نوي وزیر تر ټاکل کیدو پورې  د وزارت چارې سمبالوي.

: ‏طالبانو د فراه ولایت مقام د نیولو ادعا کړې.

طالبانو ویلي چې د فراه ولایت مقام په نیولو سره یې تر اوسه د ۷ ولایتونو مرکزونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

: ‏لښکرګاه کې د بې پولې ډاکټرانو یا MSF روغتون په انګړ کې راکټ لګېدلی دی.

ددې روغتون مسوولان وایي، چې دا راکټ د روغتون عاجلې خونې ته نږدې لګېدلی او ددې روغتون ترڅنګ ایمرجنسۍ روغتون باندې هم راکټ لګېدلی خو په دواړو روغتیايي مرکزونو کې چاته زیان نه دی اوښتی.

‏ام اس اف د جګړې ښکیلو اړخونو ته یادونه کړې چې روغتون د ناروغانو او ټپیانو ژوند ژغورلو لپاره فعالیت لري او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پربنسټ خوندي شوي ځایونه دي او د جګړو پرمهال باید دا خوندي پاتې شي.

: ‏جنگ بیشتر از ۳۰۰۰۰ خانواده را در کندهار آواره کرده‌است.

: ‏یک هیئت جمهوری اسلامی افغانستان به رهبری عبدالله عبدالله در دوحه است و قرار است امور در نشستی به سطح نماینده‌گان ویژه کشورها برای افغانستان، اشتراک کند.

فریدون خوزوون، سخنگوی شورای عالی مصالحه ملی، می‌گوید که این هیئت پیام اش را به کشورهای منطقه و جهان ارایه خواهد کرد.

: ‏در اثر برخورد هاوان در منطقه کلاه سبز در حوزه اول شهر غزنی، سه غیرنظامی جان باختند و ۱۸ تن دیگر زخم برداشته اند.

دفتر والی غزنی طالبان را به پرتاب این هاوان متهم می‌سازد و می‌گوید که این رویداد پیش از چاشت امروز رخ داد.

: ‏ستره محکمه می‌گوید که محمدسالم، سرپرست محکمه ابتدایی ولسوالی چهارآسیاب کابل که در نتیجۀ زخم‌هایی که هفتۀ گذشته هنگام اجرایی وظیفه در حملۀ افراد مسلح ناشناس برداشته بود، امروز در گذشت.

: ‏سره صلیب په ۱۰ ورځو کې د ۴۰۰۰ ټپیانو درملنه کړې.

: ‏د بغلان والي اکبر بارکزی وایي، پر پلخمري ښار د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړای شو. ښاغلی بارکزی وایي، چې طالبانو د تېرو درېیو ورځو راهیسې پر پلخمري ښار بریدونو ته زور ورکړی، خو په وینا یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

خو طالبانو ویلي، د ښار دویمه حوزه کې مخې ته تللي.

: ‏در یک حمله هوایی هواپیمای بی-۵۲ نیروهای امریکایی در ولسوالی نجراب ولایت کاپیسا، ۱۱ طالب کشته شدند.

شایق شورش، سخنگوی پولیس کاپیسا، می‌گوید که این حمله حوالی ساعت ۱۰ امروز سه شنبه در منطقه تپه احمد بیک نجراب طالبان را هدف قرار داد.

: ‏وزارت دفاع در یک خبرنامه می‌گوید که شب گذشته، نیروهای امنیتی و کوماندوها با حمایت نیروهای هوایی عملیات تصفیوی را در ولسوالی دهدادی ولایت بلخ، راه اندازی کردند و در نتیجه پوستۀ بکری از وجود طالبان پاک‌سازی شده‌است.

خبرنامه می‌افزاید که عملیات پاک‌سازی هم‌اکنون نیز، ادامه دارد.

: ‏ذبیح الله مومند د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو قوماندان شو.

ښاغلی مومند یوه ورځ وروسته تر هغې، دې څوکۍ ته راغلی، چې د شاهین قول‌اردو مخکیني قوماندان جنرال خان‌الله شجاع په یوه لیک کې د خپلې درملنې لپاره د رخصتۍ غوښتنه کړې وه او کابل ته راغلی.

: ‏د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان سولې په تړاو جوړه شوې ناسته کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې انساني بحران په تړاو بې تفاوته پاتې نشي او طالبانو لپاره دې د سولې ښکاره پیغام ورکړي.

‏نوموړي دغه راز وویل چې طالبان پر اساسي قضیو خبرو ته نه حاضریږي او یوازې د خپلو بندیانو پر خوشي کېدو ټینګار کوي، خو د بندیانو خوشې کېدو د سولې له بهیر او د جګړې پای ته رسېدو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

: ‏ولسمشر غني نن د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې د کندز د خان اباد برېښنا بند د ډیزاین او جوړولو پروژې په ګډون د امنیت، روغتیا او زېربنا سکتور ۴۰ پروژې منظور کړې.

: ‏د فراه پر ملي امنیت ریاست جګړه روانه ده.

د فراه والي احمد مسعود بختور وایي، ځینو سیمو کې کمربند مات شوی او طالبانو د ښار اړوند ځینې سیمې هم نیولې دي.

هغه دغه راز وایي چې د فراه زندان هم مات شوی او زندانیان خوشې شوي دي.

‏د فراه امنیه قومندانۍ، مرکزي زندان او ولایت مقام د طالبانو لاس ته ولوېد.

فراه کې ځايي خبریالان وایي، طالبانو نن مازیګر امنیتي کمربند مات کړی او ښارته دننه شوي.

دوی وایي، د فراه ملي امنیت ریاست او لوا د حکومتي ځواکونو کنټرول کې ده.

فراه والي هم مني چې ځینو سیمو کې کمربند مات شوی.

: ‏د وروستیو جګړو له امله کابل ته راغلي کډوال وایي چې جګړو ترې هر څه اخیستي دي او یوازې په یوه جوړه جامو کې یې ځانونه تر دې ځایه رارسولي. دوی چې له کندوز،تخار،سرپل او سمنګان ولایتونو کابل ته راکډه شوي زیاتوي چې هلته یې جګړو ژوند تریخ کړی و او دلته یې لوږه او تنده ژوند ګواښي.

: ‏په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو لکونو افغانانو له پرون ورځې راهیسې د (پاکستان تحریم کړئ) تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی دی او پر دغه هېواد نړیوال بندیزونه غواړي د ننګرهار ګمرک د رییس په مشرۍ یو پلاوي په تورخم کې د سوداګریزو ستونزو په اړه د پاکستان له ګمرکي مسوولینو سره لیدلي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۷۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۱۷ تنه مړه شوي او ۳۵۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏بکر پاکدمیرلی، وزیر کشاورزی و جنگلداری ترکیه: آتش سوزی در یونان بسیار جدی بوده و به تهدیدی برای مناطق مسکونی تبدیل شده است. از این رو، قرار است 2 فروند هواپیما به همسایه‌مان اعزام شود.

: ‏اسلام‌آباد: پاکستان مرزهای خود را برای مهاجر بیشتر از افغانستان نمی‌گشاید.

: ‏امریکا وایي ایران ته به یې د خپلو کړنو سزا ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران په نړیوالو اوبو کې سترو تېل او بار وړونکو بېړیو ته امنیتي ستونزې جوړوي او په اسراییلي بېړۍ کې د وروستۍ چاودنې مسوول هم ایران دی.

: ‏پاکستان ویلي چې د دوی له اړخه د چمن دروازې خلاصون په اړه هیڅ ستونزه نشته ده. د چمن مرستیال کمیشنر جمعه داد مندوخیل ویلي چې د چمن دروازه د افغان طالبانو له لوري تړل شوې ده. هغه ټینګار کړی دی چې که چېرته طالبان له هغې خوا دغه دروازه خلاصه کړي نو د دوی له لوري هیڅ خنډ نه شته دی.

: ‏ناټو په افغانستان کې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی غندلی دی او زیاته کړې یې ده، طالبان باید پوه شي چې که اوربند ونه کړي او سیاسي ډیالوګ له لارې ستونزې حل نه کړي نو هیڅکله به د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

: ‏امریکا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی بند او یو سراسري اوربند ته غاړه کېږدي. په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر دغه ډله غږ کړی دی چې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي.

: ‏د امریکا دبهرنو چارو وزارت ویلي، هېواد یې په افغانستان کې دسیاسي جوړجاړي لپاره د سیمې او نړۍ د ښکېلو هېوادونو د اجماع پر جوړولو کار پيل کړی.

پنټاګون بیا د افغانستان اوسنی وضعیت نازک بللی او وایي، د افغان ځواکونو په ملاتړ خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

: د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کُربي پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې له پاکستان سره د اورپکو د پټنځایونو پر څرنګوالي د امریکا خبرې روانې دي.

ښاغلي کُربي ویلي: "موږ د پاکستان له مشرتابه سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې، د اورپکو پر موجودو پټنځایونو خبرې کوو او خبرې مو دوام لري. "  

ښاغلي کُربي زیاته کړې، چې همدغه مرکزونه په افغانستان کې دننه د ناامنۍ یوازینۍ سرچینه ده.

نوموړي زیاته کړې: "موږ له پاکستان سره خبرې کوو. زموږ پام دی، چې پاکستان او د پاکستان خلک هماغو سیمو کې د اورپکو ډلو د فعالیت قرباني دي.

: ‏هندي رسنیو کې راغلي چې هند پلان لري د بلخ مزارشریف کې له خپلې کونسګرې ډېپلوماټان وباسي.

د رپوټ په ویتا دا پرېکړه د افغانستان پر ښارونو تر سختو بریدونو وروسته کېږي.

: ‏د پاري سن ژرمن کلپ به مسي ته د کال ۳۵ مېلیونه یورو حقوق ورکړي چې په دغه مبلغ به مزد هم وراضافه شي.

: ‏د ارجنتاین د فوټبال لوبغاړی لیونل مسي له ۲۱ کاله وروسته بارسلونا پرېږدي، فرانسې ته ځي چې د پاري سن ژرمن سره تړون لاسلیک کړي.

له پاري سن ژرمن سره د ۳۴ کلن مسي تړون د دوه کلونو لپاره منعقد شوی دی چې د درېیم کال د غځېدو امکان هم لري.

: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وایي، نړیواله ټولنه دې پر پاکستان د نیوکو پرځای، د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ماتې عوامل وڅیړي

شاه محمود قریشي ویلي، باید واضح شي چې د افغان ځواکونو تجهیز، روزنه او ظرفیتونه اوس چیرته دي چې په تیرو څو کلونو کې یې په اړه ډاډ ورکول کېده.

‏نوموړي ویلي پاکستان په افغانستان کې د یوې بلې ماتې پړه نشي منلای، ځکه د افغان ځواکونو له شتون سره سره، طالبان پراخې سیمې نیسي او د پرمختګ په حال کې دي.

هغه ویلي، پاکستان د سولې په برخه کې خپل رول ادا کړی دی.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد قطر ته تللی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمی خلیلزاد به افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي او پرطالبانو به فشار راوړي، څو له جګړې لاس واخلي او د سیاسي جوړجاړي لپاره مذاکراتو ته حاضرشي.

‏امریکا وایي، خلیلزاد به دوحه کې د افغان سولې په اړه په جوړېدونکو ناستو کې ټینګار وکړی، چې د زور له لارې واک ته رسېدل ورته د منلو نه دي او باید د اوربند لپاره جدي هڅې وشي.

امریکا وایی، افغانستان کې د سیاسی جوړجاړي له لپاره د سیمې له هیوادونو سره په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک