No-IMG

د امریکا او پاکستان نوې ملګرتیا؛ امریکا د پاکستان هوايي حریم له لارې پر افغان خاوره بمبارۍ کوي

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د هوایي بریدونو لپاره د پاکستان هوايي حریم کاروي. د راپورونو له مخې په وروستیو کې امریکایي بې ۵۲ الوتکو په افغانستان کې هوایي بریدونه کړي، خو دا چې دغه الوتکې د ایران له هوايي حریم نه شي تېرېدلی نو ځکه د پاکستان له هوایي حریم په استفادې په افغانستان کې هوايي بریدونه کوي. سپوتنیک د ځینو سرچینو او نړیوالو پلټنو پر بنسټ ویلي چې وروستیو الوتکو چې په هلمند او بغلان کې هوایي بریدونه کړي د پاکستاني حکومت په اجازه د بلوچستان له لارې افغانستان ته ننوتلې دي. سرچینه کاږي چې امریکا او پاکستان له ۲۰۰۴ کال راهیسې د هوايي حریم د استفادې په تړاو هوکړه لري چې تر نن پورې عملي کېږي. بلخوا ځينو پاکستاني څېړونکو پر پاکستان نیوکه کړې چې له یوې خوا له امریکا سره په جګړه کې د نه مرستې خبره کوي او له بلې خوا په خپل هوایي حریم کې د هوایي بریدونو لپاره د امریکا الوتکو ته د تېرېدو اجازه ورکوي. دوی خبرداری ورکړی چې د عمران خان د حکومت دغه چلند او دوه مخيتوب به نه یوازې په پاکستان کې بلکې په ټوله سیمه کې غبرګونونه له ځان سره ولري. پاکستان داسې مهال دغه الوتکو ته د تېرېدو اجازه ورکوي، چې لا هم د رسنیو په باور طالبان په پاکستان کې امن مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې بریدونه کوي، خو بلخوا یې له امریکا سره د هوايي بریدونو د ترسره کولو په موخه ګوتې خوږې کړې دي.

سپوږمی راډيو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک