مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دا مهال د دوی جنګیالي په مرکز ایبک ښار کې دي.
په ورته مهال ولسي جرګه کې د سمنګان استازو هم تایید کړې، چې طالبان ایبک ښار ته داخل شوې دي.
✒: وسله والو طالبانو پر مزارشریف ښار بریدونه پیل کړي.
طالبانو ادعا کړې، چې مزار شریف ښار ته داخل شوي او دا مهاله سیمه کې جګړه روانه ده، خو چارواکي وایي د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي.
طالبانو همدا شان ادعا کړې، چې سمنګان ښار ته هم داخل شوي دي.
✒: شاعر، لیکوال او د هېواد فرهنګي شخصیت یاسین خموش د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د یاسین خموش خپلوان وايي چې هغه له یوې مودې راهیسې په ازبیکستان کې په یوه روغتون کې بستري و.
✒: بورد کرکت افغانستان میگوید که شان ویلیام تیت، عضو پیشین تیم ملی کرکت آسترالیا، به حیث مربی تیم ملی کرکت کشور در بخش توپ اندازی، گماشته شد.
✒: په ولسي جرګه کې د سمنګان دوه استازي ابدال الله محمدي او ضیا الدین د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت مرکز، د ایبک ښار ډېری برخې، نن له غرمې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدې.
هغوی زیاتوي چې دولتي ځواکونو له کومې نښتې پرته له ایبک ښار څخه وتلي دي.
✒: د هېواد په شمال په ځانګړې توګه، بغلان، کندوز او تخار ولایتونو کې د تېر ماښام د نښتو په پایله کې په لسګونه کورنۍ له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي او د کابل ښار د سرای شمالي سیمې ته راغلي دي.
دغه بې ځایه شوي کسان په خېمو کې ژوند کوي او حتا لومړنیو توکو ته لاس رسۍ نه لري.
✒: ولسمشر غني په ارګ کې د هېواد له ځينو سیاسي او جهادي مشرانو سره ولیدل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې په دغې لیدنه کې د ولسي پاڅونونو د انسجام، پیاوړتیا او په چټکه توګه د سمبالتیا په هکله پرېکړه وشوه.
✒: دفاع وزارت وایي، چې د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړای شوی او له مرګژوبلې اوښتو وروسته هغوی (طالبان) له سیمې تښتېدلي.
خو طالبان وایي، په "کود برق" سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته دي او دوی (امنیتي ځواکونو) ته تلفات اوښتي.
✒: مارشال عبدالرشید دوستم در یک تماس تیلفنی با هیئت رهبری ولایت، فرماندهان نیروهای امنیتی، رهبران احزاب سیاسی و نیروهای مردمی فاریاب دربارۀ وضعیت کنونی کشور از جمله ولایات شمال گفتگو کرد.
مارشال دوستم گفتهاست که او هیچگاهی مردم فاریاب را تنها نگذاشته و نخواهد گذاشت و همانگونه که فرزندش یارمحمد دوستم درکنار مردمش، ایستادهگی کرد، او نیز در کنار مردم است.
مارشال دوستم از همکاری با نیروهای امنیتی و مردمی اطمینان داده و افزودهاست که امکانات و تجهیزات لازم را در اختیار آنان، قرار خواهد داد.
✒: بغلان کې امنیتي سرچینې وایي، چې د دې ولایت مرکز پلخمري کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
سرچینې دا هم وایي، چې د هاوانونو په لګېدو یو ملکي کس وژل شوی او پینځه نور ټپیان دي.
✒: ریاست صحت عامه هرات میگوید که شب گذشته ۲۰ دزد مسلح وارد شفاخانه کووید نزده شیدایی شهر هرات شدند و پول و موبایلهای پایوازان بیماران را، دزدی کرده، از محل فرار کردهاند.
✒: سمنګان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې پخوانی جهادي قوماندان او د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد اصف عظیمي، له خپلو شاوخوا ۱۵۰ کسانو سره، طالبانو سره یوځای شوی.
طالبانو هم د دې خبر پخلی کړی. بلخوا د سرچینو په وینا، طالبان د سمنګان مرکز ایبک ښار درې کیلومټرۍ ته رسیدلي.
✒: جنرال خانالله شجاع، فرمانده قولاردوی ۲۰۹ شاهین، در یک درخواست به وزارت دفاع ملی که یک نسخۀ آن به طلوعنیوز رسیده، گفتهاست که میخواهد از بهر تداوی به کابل بیاید.
این درخواست که امروز ۱۸ اسد نگاشته شدهاست، فرمانده قولاردوی ۲۰۹ شاهین از معاونش خواسته که تا برگشت وی از کابل، سرپرستی امور را بدست گیرد.
✒: د مزارشریف دویمه ناحیه کې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او ۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل شمشاد ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په یوه بایسکل کې د ایښودل شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
✒: رئیس جمهور غنی امروز با محمد یونس قانونی معاون پیشین ریاست جمهوری، روی وضعیت عمومی امنیتی کشور صحبت نمود.
✒: کندهار کي د نیول شوو خبریالانو کورنۍ او خبریالان له حکومت غواړي، چې نیول شوي خبریالان دې راخوشې کړي.
دغه خبریالان ۱۵ ورځې وړاندې په کندهار کې د ملي امنیت ځواکونو نیولي وو، چې تر دې دمه یې برخلیک ناڅرګند دی.
✒: د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو په موخه د طالبانو د بریدونو له پیل سره هممهاله امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ د دغې ډلې د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي، طالبانو د امریکا دا کار په افغان چارو کې لاسوهنه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
✒: که پاکستان د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړي ښایي له بندیزونو او انزوا سره مخ شي. یوه پاکستاني سناتور مصطفی نواز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ټوله نړۍ په دې پوهېږي چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي. دده په وینا پاکستان باید له طالبانو د ملاتړ پر ځای د سولې له خبرو سره همکاري وکړي.
✒: ډیلي مېل د بریتانوي جنرال ریچارډ بارونز له قوله ویلي چې امریکا له افغانستانه په وتلو ستره ستراتیژیکه تېروتنه کړې ده.هغه څرګنده کړې چې امریکا په دې پرېکړې سره نه یوازې خپل ټول متحدین ډېر ارزانه وپلورل بلکې په دغه ستراتیژیکه سیمه کې یې رقیبانو ته هم ډېر امتیازونه په خیرات کې ورکړل.
✒: ډیپلوماټ خپرونې د افغان جګړې او سولې په اړه د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې ځینې ناسمو باورونو د افغانستان اوسنی بحران وزېږاوه. مقاله کاږي، دا باورونه وروسته تر هغه له منځه لاړل چې طالبانو پراخې جګړې پیل کړې او پخپله یې ثابته کړه چې دوی له خپلو اهدافو په شا کېدونکي نه دي.
✒: یو شمېر امریکایي ډیپلوماټانو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه بېړني او پر ځای اقدامات وکړي، ځکه د دوی په باور تر اوسه پورې لا د دغه هېواد د ژغورنې لپاره ناوخته نه دی. هغوی له بایډن غوښتنه کړې چې د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ دوه برابره کړي.
✒: د خیبرپښنوخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې د ګمرک درې کارکوونکي وژل شوي دي. د یادې سیمې پولیسو ویلي چې دا پېښه نن د ډېره اسماعیل خان په رابن سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې د ګمرک درې کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
✒: امریکا په افغانستان کې د طالبانو پر اهدافو د بریدونو لپاره د پاکستان له فضا کار اخلي.
د سپوټنیک د خبر پر اساس د طالبانو له خوا په پرلپسې توګه د ولایتونو د مرکزونو له نیولو او لویو ښارونو تر محاصرې وروسته امریکا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د پاکستان له هوایي حریم څخه په استفادې افغانستان کې د طالبانو پر اهدافو بریدونه کوي.، چې دې کار اسلام اباد کې هم اندېښنې ډېرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې امریکایي بي ۵۲ الوتکو په تېره اونۍ څو ځو مختلفو ولایتونو کې د طالبانو پر اهدافو بریدونه کړي دي.
✒: یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان صندوق وايي چې د تېرو ۷۲ ساعتونو په تاوتریخوالي کې، په کندهار، خوست او پکتیا کې ۲۷ ماشومان وژل شوي او ۱۳۶ نور ټپيان شوي دي.
✒: د ډیلي مېل د راپور له مخې، بن والاس زیاته کړې چې دوی له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو متحدینو سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبره مطرح کړې ده خو په وینا یې هیڅ هېواد هم زړه نه دی ورته ښه کړی.
✒: ایران وایي طالبان د افغانستان د راتلونکې برخه ده او افغانستان کې باید ټول شموله حکومت جوړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده وايي چې د افغانستان ستونزه سیاسي حل لري، طالبان د افغانستان د راتلونکي برخه ده او ایران د افغان سولې خبرو تسهیل برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي ویلي چې افغانستان کې باید ټول شموله حکومت جوړ شي او ایران دې تیار دی چې د بین الافغاني خبرو په چوکاټ کې د یوه ټول شموله حکومت جوېدو برخه کې همکاري وکړي.
