No-IMG

د ارگ د غلطي اعلاميې تكذيب او تقبيح

بسم الله الرحمٰن الرحيم

د ارگ د مطبوعاتي ټيم له لوري؛ د يك شنبه په ورځ؛ د هغي ناستي په اړه غلط بيان او  له سپكاوي ډك عكس خپور شوى چي د ارگ په غوښتنه د محترم انجنير محمد امين كريم او جمهور رئيس تر منځ تر سره شوه. انجنير كريم يوازي د دې لپاره تللى وو چي له جمهور رئيس واوري؛ ده يا حزب إسلامي ته څه پيغام لري. انتظار ئې دا وو چي ښايي جمهور رئيس به ئې د سولي د هغي طرحي په اړه له خپل توافق خبر كړي چي د حزب اسلامي له لوري وړاندي شوې او يا دې ته ورته كومه بله مهمه وينا يا غوښتنه!! خو متأسفانه هلته له ده غوښتل شوي چي په حكومت كي كومه دنده ومني او همكاري ورسره وكړي، په ځانگړې توګه په مطبوعاتي برخي كي!! هغه منفي ځواب وركړى؛ او د سولي په اړه ئې د حزب اسلامي طرح هغه ته توضيح كړې او ورته ويلي ئې دي: له بحران د وتلو لار دا ده چي لومړى په اوربند، انتقالي حكومت او انتخاباتو توافق وشي، او د سولي له تأمين وروسته او هغه مهال چي نوي حكومت ته قدرت انتقال شوى وي په نورو مهمو ملي مسائلو بحث وشي، د أساسي قانون او راتلونكي نظام په اړه هر بحث او تصميم بايد مستقبل او هغه مهال ته محول شي چي له انتخاباتو وروسته د ټول ملت ممثله مرجع رامنځته شوې وي. په داسي مهمو ملي مسائلو نه اوس او له هېواد بهر بحث كېدى شي او نه په دې اړه د څو اشخاصو او ډلو تر منځ كومه معامله او توافق ملت ته د منلو وړ دئ

كه د اړوند چارواكو له لوري دا غلطه اعلاميه تصحيح نشي نو حزب اسلامي او غړي به ئې له داسي ناستو د تل لپاره ډډه كوي.

حزب اسلامي افغانستان

18 اسد 1400

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک