No-IMG

د نظامی حالت یا مارشال لاء اعلان

داکتر فاروق اعظم

 

تیره ورځ می له رسنیو واوریدل چی ښاغلي رشيد دوستم د جمهور رئيس اشرف غنی سره لیدلی وه او هغه ته یی په هیواد کی د نظامی حالت یا مارشال لاء د اعلانولو ویلی وه. هغه هم څه سر ورسره ښورولی و.

په یو هیواد کی نظامی حالت یا مارشال لاء هغه وخت اعلانیږی چی هلته امنیتی وضع دومره خرابه وي چی نور ملکی حکومت کار نه ورکوي.

په مارشال لاء کی د هیواد د ټولو کارونو د اجراء صلاحیتونه نظامیانو ته انتقالیږي او نظامیان غیرمحدود صلاحیتونه لري.

دا کار په هغو هیوادونو کی کیږي چی عسکري نظام يی دومره قوي، مضبوط او تجربه کار وي چی د دولت په هره برخه کی تکړه فنی او مسلکی پرسونل لري او پخپل مدیریت يی دومره باور وي چی تر ملکی حکومت د هیواد چاری ښه او موثر پرمخ بيولای سي.

 په مارشال لاء کی د هیواد نافذه قوانین، پارلمان، قضاء، مطبوعات، بشري حقوق او د مدنی ټولنو فعالیتونه معطل کیږي او نظامیان دولتی ټول واک پخپل لاس کی اخلي.

د نظامی حالت اعلان په حقیقت کی پر ملکی حکومت یو ډول کودتا ده.

دلته ولسمشر کوم چی د خلکو په رایه راغلی دی، نور د جنرالانو د تصامیمو تابع دی؛ حتی که نظامیان وغواړي هرآن د دولت رئیس لیری کولای شي؛ دا ځکه د مارشال لاء په اعلان سره خپله ولسمشر دا صلاحیت نظامیانو ته ورکوي.

دلته نور نو اساسی قانون او د شلو کالو لاسته راوړني مطرح نه دي.

په عسکري نظام کی د رتبو په تناسب د صلاحیتونو ویش دي.

څرنګه چی افغانستان یو مارشال لري، نو د هیواد باصلاحیت ترین کس به همدغه وي چی جمهور رئیس او نور ټول به یی د امر تابع وي.

هغه کولای شي، جمهور رئیس لیري، پارلمان رخصت، اساسی قانون معطل او عسکری محکمی د ملکی محکمو پر ځای توظیف کړي.

که چيري دا موضوع رشتيا تر بحث لاندي وي، نو بايد ټول مثبت او منفي اړخونه يی ښه وڅيړل سي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک