پر ښار کاملا د چوپتیا او سکوت فضاء خپره وه
اسد الله حليم
ټول ښاریان د ښار پر مرکز د جنک او د طالبانو د متوقع برید وېریدلي منتظر وه.
د جمعې د لمانځه لپاره هغه مسجد جامع ته ولاړم چې عادی حالاتو کې تقریبا دوه زره کسان د جمعې لمونځ اداء کوی ، د معمول مطابق خطیب صیب چې په کاف او لام به یې د جمعې د ورځي ږغ او شور د لوډ سپېکر جالې درنګولې نن مطلق غائب ؤ، دوه درې سوه کسان راغلې وه ، فلا تسمع الا همسا پرته له همس څخه بل څه نه اورېدل کېدل، د خطبې او لمانځه وخت پوره ؤ یو ملا صیب راغی ویل سنتهای خود را بخوانید وروسته یې یو لنډه خطبه وویل او لمونځ وشو فکر مې وکړ چې خلګ د جنګ له ویری د جمعې لمانځه ته لږ راغلي خو ټوله همداسې نه وه
اکثر یې خبر وه چې د طالبانو د راتګ مخکې ځيني آمنیتې حوزې، پوستې او دفاتر کاملاً تخلیه شوي نو ځکه یې د جمعې تر لمانځه د موقع او د قدرت خلاء څخه په استفاده د بیت المال چور او چپاول ته د سر په قیمت ترجیح ورکړې وه .
چې را ووتلم د توبې ددې عظیم فرصت څخه خلګو پر څټ او ګردنونو پنکې، توسان، کټان دروازې ، میزونه او چوکی را بار کړي وې او مخ د کورنو پر خوا یې غنیمتونه په کامل سرعت خوشي کړي وه.
