No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبانو د تخار ولایت د نیولو ادعا کړې.

طالبانو ویلي، چې د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ، ملي امنیت ریاست او ولایت مقام یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

ویل کیږي چې د تخار ولایت مرکزي زندان هم مات کړی او ټول بندیان یې ازاد کړي دي.

: ‏د ملي دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي نن په کابل کې د مارشال دوستم سره د هیواد د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی له نړیوالو څخه په پوره صداقت او جدیت د سولې خبرو د پيل غوښتنه کوي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې سره کتنه کې په هېواد کې د خواشینونکو روانو حالاتو په باب خبرې کړي.

‏حامد کرزي په دې لیدنه کې د نړیوالو له خوا په پوره صداقت او جدیت د سولې د خبرو پر بیا پیل او په دغو خبرو کې د افغانستان د خلکو پر رښتیني ګډون او خاوندتوب ټینگار کړی دی.

: ‏کندهار کې د احمدشاه بابا له هوایي ډګر څخه پروازونه ځنډېدلې دي.

پرون پردې هوایي ډګر راکټونه ولګېدل، خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې.

: ‏د طالبانو یوه غړي د مارشال عبدالرشید دوستم د مارشالۍ دریشي پرتن کړې.

د طالبانو له خوا د جوزجان مرکز شبرغان تر نیولو وروسته دغه ډله د دوستم کور ته داخله شوې او د مارشال دوستم د مارشالۍ دریشي یوه طالب وسله وال پرتن کړې ده.

: ‏پکتیا ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپاړس ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځايي سرچینو ویلي، چې دغه پېښه د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، وژل شوي کسان ټول خپلوان دي او په یوه موټر کې له سیمې تېرېدل چې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه کړې.

: ‏وسله والو طالبانو د کندز او سرپل ولایتو د نیولو ادعا کړې.

طالبان وایي، په یادو ولایتونو کې ټولې دولتي ودانۍ د دوی په کنترول کې دي.

افغان چارواکي په یادو ولایتونو کې جګړه تاییدوي، خو د طالبانو د ادعا په اړه څه نه وایي.

: ‏امین وکیلی کارشناس جنگ و صلح:

وضعیت مشکوک به نظر می رسد، کارکرد ستر درستیز در دو ماه گذشته در میدان های جنگ موثریت نداشته است.

تنها در دو ماه ۱۵۰ ولسوالی و ۴ ولایت سقوط کرده است.

: ‏۱۴۴هزار دوز واکسین استرازنکای کمک‌شده از کشور فرانسه، امروز به کابل رسید.

سفیر فرانسه در کابل می‌گوید، این دومین کمک کشورش برای مبارزه با ویروس کرونا به افغانستان است.

‏معین وزارت صحت عامه می‌گوید که این واکسین‌ها برای کسانی است که دوز اول واکسین استرازنکا را دریافت کرده‌اند.

تاکنون ۱.۷میلیون تن در افغانستان واکسین کرونا دریافت کرده‌اند.

: ‏وزارت صحت عامه اعلام کرده‌است که در ۲۴ ساعت گذشته، ۳۲۰ بیمار تازه کرونایی در کشور شناسایی شده و ۲۸ تن بر اثر این بیماری جان باخته اند.

شمار مجموعی جان باخته‌گان ویروس کرونا به ۶۹۳۶ تن رسیده است.

: محمد علم ایزدیار، معاون نخست مجلس سنا بدین باور است که واشنگتن با به رسمیت شناختن هم زمان طالبان و حکومت در افغانستان، باعث به‌میان آمدن بحران کنونی در کشور شده است.

آقای ایزدیار که امروز در مراسم پشتیبانی از نیروهای امنیتی و دفاعی سخن می‌زد، با اشاره به عمل‌کرد طالبان از امضای پیمان امنیتی میان واشنگتن و کابل و نیز امضای موافقت نامه صلح میان امریکا و طالبان انتقاد کرد.

او در این باره بیان داشت: «حتا اگر طالبان به زور افغانستان را اشغال نظامی بکنند، معنایش حاکمیت نیست! معنایش آوردن ثبات نیست! جنگ ادامه پیدا می‌کند، مقاومت ادامه پیدا می‌کند

: ‏دفاع وزارت وایي، چې کندوز کې د "شهید عبدالرازق واټ" او ملي راډیو ټلوېزیون کې چاڼیز عملیات بشپړ شول.

دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کومانډو ځواکونو نن سهار دغه عملیات کړي دي.

: ‏ولسمشر غني او میرمنې یې نن مازیګر له هغو افغان لوبغاړو سره چې د توکیو المپیک نړیوالو سیالیو کې یې ګډون کړی وو په ارګ کې کتلي.

: ‏د کندهار میرویس روغتون رییس ډاکتر داوود فرهاد وایي چې چین او سره صلیب نړیوالې کمېټې له میرویس روغتون سره د میلیونونو افغانیو په ارزښت د طبي توکو مرسته کړې ده. د هغه په خبره،په دې مرسته کې د جراحي عملیاتو،غوږ،پزي او هډوکو ماشینونه،التراساونډ،ډیجیټل ایکسرې او نور ماشینونه شامل دي.

: ‏د امریکا بي ۵۲ الوتکو په هلمند، کندهار، کندز او جوزجان کې طالبان په نښه کړل.

: ‏له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا "نی" ویلي چې د پکتیا غږ د نشراتو رییس توفان عمري چې د پروان له بګرام ولسوالۍ څخه کابل ته په لار وو، د لارې په اوږدو کې ترور شوی دی.

: ‏بلخ پوهنتون د یوې اونۍ لپاره رخصت شو.

هغه مکتوب چې د بلخ پوهنتون ادارې بلخ ولایت مقام ته استولی او شمشاد یې کاپي تر لاسه کړې، پکې لیکل شوي چې شمالي ولایتونو کې د ناسم امنیتي وضعیت له امله دې دغه پوهنتون رخصت شي.

د ولایت مقام هم د پوهنتون دغه غوښتنه منلې او پوهنتون یې رخصت کړ.

: ‏د ننګرهار له نازیان ولسوالۍ په لومړي ځل ۱۲ نجونې له دولسم ټولګي فارغې شوې.

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست وايي، دغه ۱۲ نجونې د یادې ولسوالۍ له سروبي لیسې څخه فارغې شوي، چې تر دې وړاندې پکې تر دولسم ټولګي پورې نجونو زده کړې نه وې کړې.

: ‏سرپل ښار په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ولوېد.

سرچینې وایي، له درنې جګړې وروسته د سرپل ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست او نورې دولتي ودانۍ طالبانو نیولي دي. د سرچینو په خبره د والي په ګډون د دغه ولایت چارواکي د ښار درې کیلومترۍ کې د ملي اردو لوا کې ځای پر ځای شوي دي.

: ‏توافق ترکیه و روسیه برای تامین آب و برق حسکه در سوریه.

مقامات نظامی ترکیه و روسیه برای حل مشکل آب و برق ساکنان منطقه حسکه سوریه به توافق رسیدند.

: ‏د افغان جګړې د ختمولو لپاره باید جدي ګامونه اوچت کړل شي. د نړیوالو او ستراتيژيکو مطالعاتو مخکښې څېړونکې اني فورژېمر له این پي ار سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان جګړې په تړاو دومره بې پروايي نه ده په کار او جدي اړتیا ده.

: ‏د سعودي عربستان د حج او اوقافو ادارې ویلي چې له شاوخوا اتلسو میاشتو ځنډ وروسته یې دا پرېکړه کړې ده او سر له نن یکشنبې د نړۍ مسلمانان کولی شي غوښتنلیکونه وسپاري او په دې مراسمو کې ګډون وکړي. سرچینې په یوه میاشت کې د دوو میلیونه زیارت کوونکو د منلو خبره مه کړې ده.

: ‏د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوسته د وسله والو کسانو په برید کې پنځو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې،ګړیوم سیمه کې د پوځیانو پر پوسته د وسله والو کسانو د برید په نتیجه کې یې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

: ‏د وایر په نامه هندي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په افغانستان کې جګړې پراخېدو سره سم سیمه ییزو او د منځني ختیځ هېوادونو د طالبانو د سیاسي دفتر او افغان دولت د مذاکراتي پلاوي ترمنځ د خبرو د بیا پیل په موخه جدي هلې ځلې پیل کړې دي. راپور کاږي چې دا ابتکار قطر او ایران کړی دی.

: ‏رییس‌جمهوری امریکا می‌گوید که زمان رهبری برای رویارویی با تجاوز طالبان فرارسیده است.

کاخ سفید به نقل از جو بایدن گفته است که نیروهای امنیتی افغانستان آموزش و تجهیزات کافی در اختیار دارند.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت د ولایتونو په مرکزونو او لویو ښارونو د طالبانو بریدونه غندلي دي.

د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي، د طالبانو بریدونه چې په زور ځانونه حاکمول غواړي، د منلو نه ‌دي او د طالبانو دا اقدامات د دوی له هغې ادعا سره ټکر دي، چې د ستونزې سوله ییز حل غواړي.

: ‏ليونل مېسي په ژړا له  بارسلونا سره مخه ښه وکړه.

مېسي نن یوې خبري غونډې ته له بارسلونا سره د کار د پای ته رسیدو په اړه وويل: “د بارسلونا کلب مشر وايي پر دوی ډېر قرض دی، دوی نشي کولی تړون وغځوي. ما خپله ټوله هڅه وکړه چې له دې کلب سره پاتې شم”.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک