د سترې لوبې نیابتي جګړې بل پړاو لوې ناورین را روان دی
سيد احمد شاه سادات
د امریکا B52 بمبارد ته څڼې مه غورځوئ
د سترې لوبې نیابتي جګړې بل پړاو لوې ناورین را روان دې:
امریکا او متحدینو یی افغانستان ته نوره شا کړه. هغوی هیڅکله نه غواړي چه په افغانستان کې د قوي مرکزي حکومت جوړ شي. هغوی نه د طالبانو اسلامي امارت غواړي او نه هم د ولسمشر غني حکومت. امریکایانو چه کله د طالبانو سره مذاکرات کول د ولسمشر غني حکومت یی څنډی ته کړې وو. هغه نقل دې چه له یوه اړخه یی د کور مالک ته ویل چه بیداره اوسه او له بل اړخه یې غل ته د غلا لاره خوده. امریکایانو همدغه غوښتل او ویی کړل.
امریکایانو که غوښتلای چه دغه هیواد ته سوله راولي دا یی په توان کې وه او کولاې یی شول. د طالبانو سره په خپلو ژمنو هم ولاړ پاتې نشول چه موخه یی د خپلو فوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان بی ثباتي وه.
امریکایان اوس د سیمې لپاره بله برنامه لري چه د هغې برنامې د پلي کولو لپاره بیا هم افغانستان او افغانانو ته ضرورت لري. دا ځلي د لیری څخه د اویایمی کلونو پشان به جګړه رهبري کیږي.
امریکایان د چین د اقتصاد چټکتیا په تشویش کې کړي دي او بایدن د ولسمشرۍ د لوړی په مراسمو کی دا خبره په ډاګه کړه چه اوس وخت راغلې چه خپله ټوله انرژي د چین په مقابل کې مصرفه کړو.
د دغی برنامی لپاره امریکا بیا هم سیمه کې پارتنر او د لوبې میدان ته ضرورت لري.
پدی کې شک نشته چه پاکستان د امریکا او د انګلیس ډیر قدیمي پارتنر دې اما پاکستان بیا د چبن په موضوع کې محتاط ګامونه پورته کوي او د هر ګام په مقابل کی به د خپل ضرر سل برابره ګټه له امریکایانو ترلاسه کوي، لکه څنګه چه د اویایمې کلونو کې د افغانستان او روسیی په مقابل کې یی واخیسته. اما دا ځلې د نوې برنامی په پلي کولو کی به د پاکستان رول محدود وي، تر هغه چه چین غښتلې وي پاکستان نه غواړي چه د چین سره اړیکې خرابې کړي اما خپله ونډه به د افغانانو او د افغانستان له طریقه پرمخ وړي.
تندروې ډلې به د افغانستان شمال او شمال شرق خواته سوق کړي.
د برنامي د تطبیق لپاره امریکا د لوبې میدان او د سوند موادو ته ضرورت لري چه د تاریخي مطالعی څخه وروسته امربکا او نړیوال قدرتونه پدی پوهیدلي چه افغانستان د نړیوال کشمکش او د حریف پرځولو لپاره بهترینه ځای دې.
ټرمپ د خپل ولسمشرۍ په دوران کې وویل چه لکه څنګه مونږ غربیان د تفریح لپاره فوټبال یا کریکټ لوبه تر سره کوو او خوند ترې اخلو د افغانانو لوبه جګړه او د یو او بل وژل دي چه ترې خوند اخلي.
نو له هماغه وخته افغانان ورته نا پوهه، جاهل، د جګړو لپاره په اسانه کرایه شوي، او په جګړو کې زړه ور خلک معلوم شوي وو چه استعمارګر د همداشان خلکو په لټه کې وي.
امریکایان به دا ځلي افغانستان تر هغی بی ثباته وساتي چه تر څو د خپلی برنامې د تطبیق لپاره حالات نور هم سازګار کړي. دا ځلي به په افغانستان کې د چین د ایغوریانو چریکي ګروپونه فعاله کړي، د ډالرو په مقابل کې به افغانان کرایه کړي چه د ایغور له ازادي غوښتونکو سره ولاړ شي او د چین په مقابل کې وجنګیږي. چین به په داخلي کشمکشونو کې مصروفه وساتي او د بلې نیابتي جګړې پیل به بیا هم له افغانستان څخه وي. د ایغوریانو په بغاوت به د چین په نورو ایالاتو کې هم ازادی غوښتکې حرکتونه په حرکت راشي چه د چین داخلي کشمکشونه به د چینایانو اقتصاد وځپي.
امریکایانو ددی برنامې لپاره بیلونونه ډالر په نظر کې نیولي او د افغانستان جنګ سالاران او جګړه غوښتونکې ډلی به یو ځل بیا په ډالرو وپړسیږي.
د همدی بی ثباتۍ او موخې لپاره د افغانستان جنګ سالاران یو ځل بیا مسلح شول او د B52 بمبارد يو ځل بیا شروع شو چه طالبان هم ونکړای شي چه قوي حکومت جوړ کړي. د امریکایانو په مداخله او نوې لوبې که د طالبانو حکومت وي یا د موجوده حکومت دوام وي دواړه به د جنګسالارانو سره لاس او ګریوان او ضعیفه حکومت به وي او د افغانستان په جغرافیه به پوره حاکمیت ونه لري، د افغانستان په سرحدونو او سرحدي ولایاتو کی به ګوریلایان فعال او د چین او منځنی اسیا هیوادونو لپاره چه ورته بله برنامه لري افغانان تر کلونو کلونو د جګړو په ګرداب کې راګیر او د اور په لمبو کی به په تدریجي ډول سوځي. د اسلام او د ایغور د مسلمانانو د حمایت په نوم به امریکا خپلي موخی له لیرې واتڼ څخه لکه د اویایمو کلونو په شان تر لاسه کړي. خونه او جونګره به د افغانانو ړنګه وي او موخې به امریکا تر لاسه کړي.
امریکا د افغانانو په غم کې نده مړه او د افغانستان د دیرش ملیونه وګړو د تباهۍ پروا امریکایانو یا متحدینو ته یی نه ورځي.
افغانان که هوښیار وي خپلو ملي ارزښتونو ته د اولیت ورکړي او د نورو بهرنیو برنامو لپاره دی د بل چا جنګ خپل کور ته نه راوړي او په خپلو منځونو کې دی د پخلاینی لاره غوره کړي، افغان ولس د د جنګسالارو تر شا صفونو جوړول پریږدي، د هیواد د نجات په خاطر د ټولو غاړو سیاستوال د خود خواهي څخه تیر شي یو قوي مرکزي حکومت د جوړ کړي چه تر څو د بلې نیابتي جګړې ښکار نشو.
