مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اطلاعیه
شنبه، ۱۶ اسد ۱۴۰۰
قرار است سفارت ایالات متحده امریکا مقیم کابل سیستم مدافعه هوایی را از ساعت 11:00 الی 2:00 شب در مقر آن سفارت آزمایش نماید.
بدینوسیله به آگاهی تمام باشندهگان کابل و اهالی نزدیک به سفارت امریکا رسانیده میشود که از قبل در جریان باشند.
✒: نن ماښام مهال پر کندهار هوايي ډګر دوه راکټونه لګیدلي.
دا راکټونه داسې مهال لګیدلي چي د کام ایر د مسافرو یوه الوتکه د ناستې په حال کي وه، خو له ناستي وړاندې بیرته کابل ته ستنه شوې.
ویل کیږي ددغو راکټي بریدونو په نتیجه کې چاته زیان نه دی رسیدلی.
✒: د کابل په چاراسیاب ولسوالۍ کې یو پیلوټ د ماین چاودنه کې وژل شوی.
ویل کیږي، چې د افغان هوایي ځواکونو ددې پیلوټ د وژل کېدو ترڅنګ شپږ نورکسان هم ټپیان شوې دي.
تر اوسه امنیتي ادارو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس دواخان مینه پال پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او د نوموړي له کورنۍ او دوستانو سره یې غمشریکې کړې.
✒: ولسمشر غني له مارشال عبدالرشید دوستم سره په ارګ کې کتلې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې په دې کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو پر امنیت خبرې شوې دي.
دوستم ته نږدې سرچینې وایي چې نوموړي له ولسمشر غني سره یوه امنیتي طرحه هم شریکه کړې ده.
✒: طالبانو تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې دولتي مامورینو او امنیتي سرتیرو ته عمومي عفوه اعلان کړې.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي په نیمروز او جوزجان ولایتونو او همداراز ټولو هغو ولسوالیو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي دولتي مامورین او امنیتي سرتیري کولی شي له کومې ویرې پرته ژوند وکړي.
اما یو شمېر هېوادوال وایي چي په طالبانو هیڅکله باور نشي کولی ځکه تردې وړاندې هم ملا هیبت الله عمومي عفوه اعلان کړې وه خو بیا یې هم دولت اړوند افرادو په وژلو لاس پورې کړی وو آن تردې چي متقاعد نظامیان یې هم څو ځله ترور کړي دي.
✒: د دواخان مینه پال جسد د ملي شورا انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.
د افغانستان د علماوو شورا رییس سردار ځدراڼ د نوموړي د جنازې لمونځ تر ادا کولو وروسته وویل، چې مینه پال وطندوست او د عالمانو همکار و.
✒: کابل ښار کې د چاودنې له امله یو ملکي وګړی ټپي شوی.
کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند، احمدشاه بابا مېنه کې پر یوه هایلکس موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
✒: با افتادن زرنج، مرکز ولایت نیمروز و بندر مرزی این ولایت بدست طالبان، نگرانیهای از کاهش درآمدهای حکومت افزایش یافتهاست.
برخی از آمارها نشان میدهند که با افتادن بندر نیمروز بدست طالبان، حکومت سالانه در حدود ۱۷۵میلیون دالر درآمدهایش را ازدست میدهد.
بندر نیمروز، دهمین گذرگاۀ بازرگانی و تجارتی افغانستان است که در چند ماه اخیر بدست گروه طالبان افتادهاست.
بندر اسلام قلعه و گمرک تورغندی در هرات، بندر ابونصرفراهی در فراه، سپین بولدک کندهار، شیرخان بندر کندز، دندپتان پکتیا، آی خانم تخارو گذرگاه مرزی اشکاشم بدخشان گذرگاههایی استند که در چند ماه اخیر بدست طالبان افتادهاند.
باز محمد ناصر، رییس شورای ولایت نیمروز گفت: «دلیل زیاد بیتوجهی و ناکامی و فساد از حکومت بود که یک ولایت را مثل یک ولسوالی به طالبان بسپارند.»
✒: تاراج داراییهای عامه در برخی از بخشهایی که به دست طالبان افتادهاند با انتقاد تند مردم روبهرو شدهاست.
در تصویرهایی که از شهر زرنج، مرکز ولایت نیمروز، برداشته شدهاند دیده میشود که در این تاراجها مردم بیشتر نقش داشته اند و کسی هم جلو آنان را نمیگیرد.
گفته میشود در بخشهایی جنگی، طرفهای درگیر به حفظ تأسیسات عامه نیز توجهی نکردهاند.
همزمان با این، پس از تصرف زرنج نیمروز و شبرغان جوزجان از سوی طالبان، زندانیان نیز فرار کردند.
شاهحسین مرتضوی، مشاور رییسجمهور گفت: «این نشاندهنده این است که طالبان برنامهیی برای حکومتداری ندارند یا برای ارایه خدمات! این دفعه طالب با سیاست تاراج و غارتگری آمده.»
✒: د شبرغان سټراټېژيک ښار له یوې اوونۍ سختې او درنې جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېد.
شبرغان دویم ښار دی چې په تېرو دوو ورځو کې د دولت له ولکې بهر کېږي او د طالبانو لاس ته ورځي.
په ملي شورا کې د جوزجان د خلکو استازي پر هغه څه چې د جوزجان د امنیت په هکله د مرکزي حکومت بې پروايي ګڼي سخته نیوکه کوي.
دم ګړۍ امنیتي ځواکونه یوازې د مارشال دوستم د زوګړې په ځای د خواجه دکو ولسوالۍ په هوايي دګر کې دي.
په جوزجان کې سرچینې وايی چې د شبرغان ښار له سقوط سره، د ۱۵ تصویري او اورېدونکو رسنیو خپرونې درول شوې دي.
خو ملي دفاع وزارت وايي چې د طالبانو د ځپلو لپاره د دولت هوايي عملیات دوام لري او ډېر ژر به په زیانمنو ښارونو کې وضعیت ښه شي.
✒: عامې روغتیا وزارت وایي، چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه د کورونا له کبله مړه شوي.
د روغتیا وزارت په وینا، تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۱۸ تنه نور پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
✒: ریاست صحت عامه کندهار میگوید که یک پزشک شفاخانه میرویس که چند روز پیش در حمله افراد مسلح در شهر کندهار زخم برداشته بود، امروز در این شفاخانه جان باخت.
✒: د بلخ د دهدادي ولسوالۍ ولسوال سید مصطفی سادات وایي، چې طالبانو نن سهار، د ۲۰۹ شاهین قولاردو ته نژدې ۱۱ هاوانونه ورولي.
ولسوال وایي، د دې هاوانونو له کبله د احتمالي مرګژولې معلومات نهشته، خو د سیمې ځینو خلکو خپلې مېنې پرېښې دي.
✒: ملي دفاع وزارت وایي، چې افغان هوایي ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه کې پر طالبانو بریدونه کړي چې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې ۳۰ پاکستاني غړي پهکې وژل شوي دي.
✒: رییس صحت عامه کندز میگوید که در درگیری های شهر کندز که از ساعت ۹ شب گذشته آغاز شدند و هم اکنون هم ادامه دارند، ۱۱ تن جان باختند و ۳۹ تن دیگر زخم برداشته اند.
✒: شماری از عالمان دین از ولایت های شرق کشور، در شهر جلال آباد برای حمایت از نیروهای افغان، به این نیروها خون اهدا کردند.
✒: هرات کې یو شمېر ښځو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅوونکو څخه ملاتړ اعلان کړ.
دوی دغه راز د طالبانو پر ضد او د امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکړل.
✒: قزاقستان برای اطفای حریق جنگلها در ترکیه بالگرد آتشنشان و تیم ویژه فرستاد.
✒: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا یوه لوړپوړي دیپلومات جیفري ډیلارنټس پر طالبانو غږ کړی، چې بریدونه ودروي، سیاسي هوکړه ومني او له ورانیو او وژلو لاس واخلي. جیفري ډیلارنټس ویلي، طالبان دې پوه شي، چې نړیوال په زوره د افغانستان نیول نه مني.
✒: وروسته تر هغه چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته ورسېد او په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت هم د دغې ډلې لاس ته ولوېد د بریتانیا پارلمان کې د دفاعي کمېټې غړي توبیاس ایلووډ ویلي چې بریتانیا دې خپل ځواکونه بېرته افغانستان ته ولېږي.
✒: د بریتانیا حکومت خپلو ټولو وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
د فرانس پرېس اژانس د راپور پربنسټ، د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې وضعیت مخ په خرابېدو دی او دوی ته د خپلو کارکوونکو خوندیتوب لومړیتوب لري.
✒: د روسیې جیټ الوتکو د افغانستان سرحد ته نږدې پروازونه پیل کړي دي.
د روسیې پوځ له لوري په خپرو شویو تصویریونو کې لیدل کیږي، چې د دې هیواد پوځي جیټ الوتکې د افغانستان سرحد ته نږدې، د ازبیکستان ترمز پوځي اډې پر سر پروازونه کوي.
✒: کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وگړو غوښتي څو ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.
✒: د امریکا ولسمشر پر طالبانو د بي ۵۲ الوتکو په واسطه د بریدونو امر کړی دی.
د طالبانو له خوا د نیمروز او جوزجان ولایتونو د مرکزونو تر نیولو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن امر کړی، څو پر طالب وسله والو د بي۵۲ او نورو الوتکو بریدونه وشي.
ویل کیږي، چې دغو الوتکو تېره شپه دوه ځله کندهار کې پر طالبانو بریدونه هم کړي دي.
