No-IMG

د کوم ولایت په حال وژاړو ؟؟

زلمی زابلي

 

یا الله (  ج  ) ته نور زموږ افغانانو په حال خپل رحم او کرم وکړی:

هر ولایت مو تر بل په سخت حالت او شرایطو کی قرار لری

دکوم ولایت  په حال ژر وژاړو ؟؟

نه مو حکومت  ږغ اورئ؟

نه مو نړیواله ټولنه  په درد خوری؟

نه خپله د افغانانو مشران او رهبران دومره غیرت   او همت لری چه یا اتفاق وکړی او یا د همیشه لپاره د مشرۍ او رهبرۍ بیا نوم وانخلی

موږ په کومه گناه یاالهی ج ، ستا په دربار کی دومره گنهگار یوو چه زموږ مظلومو افغانانو دعا دقبول وړ نګرزی؟؟؟

دهلمند ولایت  د مظلومو بیگناه  انسانانو سره وحشت یاد کړو که د قندهار  ولایت د مظلومو انسانانو آواره گۍ ، دربدرۍ او شهادت یاده کړو،،

که دزابل  ولایت دهر ساعت جنګ او جګړه ،؟؟

یا د هرات ولایت د غیرتی ولس  د 1358 کال د تاریخ  د حماسی ( الله اکبر ) تکرار  یاد  کړو ؟؟

یا د جوزجان ، تخار او بدخشان او نورو ولایتونو د غمیزی او بدبختۍ او جګړی څخه وژاړو؟؟

په ټول افغانستان کی داسی غمجن حالت راغلی چه د حل لاره یی اوس  یوازی د خدای ج په اراده کی موندلای سوو او بس

یاالله ج نور مو په خپل رحم او کرم ددی جگړی څخه خلاص کړی،

امین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک