مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اروزګان ځايي چارواکي وایي, ددغه ولایت د چورې ولسوالۍ اوسیدونکی شاعر او مورخ عبدالله عاطفي تیره شپه وسله والو طالبانو له خپل کور ایستلی او وروسته یې وژلی دی.طالبانو تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
✒: د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، وسله والو طالبانو په هرات ولایت کې د سلما بند او په کابل کې د شاه و عروس بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي،چې په نتیجه کې یې د شاه و عروس بند ، د بدنې پر دېوال مرمۍ لګېدلې او دېوال ته یې نسبي زیان اړولی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒: د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي، طالبانو د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې تېره شپه درې پلچکونه په بمونو الوځولي چې له امله یې سره رود، خوږياڼو، شيرزادو او حصارک ولسواليو ته د ولسي خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی.
✒: ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ایران اسلامي جمهوریت منتخب جمهوررئیس ډاکتر سید ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه، د یاد هیواد پلازمېنې تهران ته ولاړ.
✒: غوثالدین انوری، رییس بیمارستان بلخ تایید میکند که در پی انفجار امروز در شهر مزارشریف، یک تن کشته و ۱۵ تن دیگر زخمی شدهاند.
او میگوید که وضعیت صحی دو تن از این زخمیان وخیم است.
✒: رییس جمهور غنی در جریان سفرش به تهران، امروز با ابراهیم رییسی، رییس جمهور منتخب ایران دیدار کرد.
ریاست جمهوری میگوید، آقای رییسی گفته است که افغانستان در سیاسی خارجی ایران از جایگاه ویژه برخوردار است.
✒: وزارت صحت عامه اعلام کردهاست که در ۲۴ ساعت گذشته، ۴۴۵ بیمار تازه کرونایی در کشور شناسایی شده و ۱۵ تن بر اثر این بیماری جان باخته اند.
شمار مجموعی جان باختهگان ویروس کرونا به ۶۸۷۹ تن رسیده است.
✒: دوستم با عبدالله عبدالله دیدار کرد.
در این دیدار روی اوضاع جاری کشور، روند صلح، پشتیبانی از خیزشهای مردمی و مهار جنگ کنونی گفتگو شدهاست.
✒: ولسمشرغني وایي د افغانستان پخوانی پاچاه، امان الله خان وتښتېده، خو دی له هیواده د تېښتې اراده نه لري.
اشرف غني، چې په ارګ کې د ولایتي شورا غړو ته خبرې کولې وویل، چې امان الله خان وتښتېد خو دی د تېښتې اراده نه لري او بریالی کیږي به.
✒: کورنیو چارو وزارت وایي، د لغمان بادبښ ولسوالي له طالبانو څخه بیرته ونیول شوه.
✒: هیبتالله علیزی، قوماندان قولاردوی عملیاتهای خاص میگوید که عملیات پاکسازی شهر لشکرگاه شب گذشته آغاز شدهاست و از باشندهگان میخواهد که از ساحات زیر تصرف طالبان، بیرون شوند.
✒: د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې د هېواد او افغانانو پر وړاندې یوه دسیسه د پلي کېدو په حال کې ده او ټینګار یې کړی دی چې ټول مشران په خپل یووالي سره باید دا دسیسه له منځه یوسي او له افغانستان څخه په کلکه دفاع وکړي.
✒: په فرانسه کې مېشتو افغانانو په افغان چارو کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد لاریون کړی دی. دغو لاریونوالو د جمهوریت او ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکړي دي او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې له جنګي جنایتونو لاس پر سر شي.
✒: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بریدونو تر پراخېدو وروسته د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له وخت مخکې او پر ځای نه وه. دوی وایي چې امریکا باید د طالبانو پر خبرو باور نه وای کړی او تر وتلو مخکې یې باید پر دغه ډله اوربند منلی وای.
✒: د ننګرهار د رسنیو دفتر وایي: «د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل په مشرۍ د دې ولایت نظامي شورا پرېکړه وکړه چې د ولسي ځواک په عملیاتو کې هغه وسلې، مهمات، وسایط او نور غنیمت چې له ترهګرو تر لاسه شي، همدې ځواک ته سپارل کیږي.»
✒: د هلمند د عامې روغتیا رئیس وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بست ولایتي روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ ملکي ټپیان او دوه جسدونه وروړل شوي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر شیرعلي شاکر زياتوي، په یاده موده کې ایمیرجنسي روغتون ته بیا اووه ملکي ټپیان او د یوه ماشوم جسد وروړل شوي.
✒: اجمل شینواری: په تېرو ۷۲ ساعتونو کې وسله والو طالبانو ته دومره تلفات اوښتي، چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری نه لېدل کیږي.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه: آتشسوزیهای جنگلی مانند بسیاری از نقاط دیگر جهان در کشورمان نیز افزایش چشمگیری داشته است. نباید موضوع آتشسوزی را سیاسی کرد.
✒: پاکستان جامعه جهانی را به واکنش علیه هند درباره جامو و کشمیر فراخواند.
دولت پاکستان از جامعه و سازمانهای بینالمللی خواست تا به "جنایات و قانون شکنیهای هند در جامو و کشمیر" واکنش نشان دهند.
✒: ابراهیم رئیسی: تهران و آنکارا ظرفیتهای بسیار مناسبی برای گسترش همه جانبه روابط دارند.
رئیس جمهور ایران در دیدار با رئیس مجلس ترکیه بر گسترش همه جانبه روابط بین دو کشور تاکید کرد.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له روان وضعیته د وتلو لپاره د داسې یوې لارې وړاندیز کړی دی،چې د یوې سیاسي هوکړې له مخې افغانستان کې ټول منلی حکومت جوړ شي.
خلیل زاد له دې سیاسي جوړ جاړې نه راټوکیدونکی یو دایمي حکومت په انتقالي دورې پورې تړلی دی.
خلیل زاد وايي، دا دوره باید څومره وي، اساسي قانون به یې څه وي، پر لویو مسایلو لکه د اساسي قانون پر جوړونې، بې وسلې کولو، د اړخونو یوځای کولو، د امنیتي ځواکونو اصلاح او بلاخره دا چې څوک باید د انتقالي دولت مشري وکړي، باید پر دې مسایلو بحث او تفاهم وشي.
✒: ډاکټر سید ابراهيم رئیسي د ایران د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
✒: کابل کې د ایران سفارت وايي چې د دې هېواد نوي ولسمشر سید ابراهیم رئیسی د پاکستان د سنا جرګې له رئیس سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان برخلیک باید د سولې له لارې پخپله د افغان په لاس وټاکل شي.
نوموړي دا هم ویلي چې د «نړۍ په هر ځای کې د امریکا حضور ستونزې رامنځته کړې دي.»
✒: د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له لارې د نړۍ شاوخوا ۶۵ بېوزله هېوادونو ته ۱۱۰ میلیونه ډوزه واکسین ورکړي چې د ۲۰ هېوادونو د مجموعي مرستې په پرتله دا شمېره لوړه ده.
✒: پخواني پاکستانی ديپلومات حسین حقاني د امریکا له ان پي ار رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د سیمې ځينې هېوادونه له امریکا سره د سیالۍ او یا د ځينو خطرونو د دفع کولو لپاره طالبانو ته موقته اړتیا لري، خو پاکستان یې دایمي ملګری او ملاتړی دی.
✒: د برېتانیا دوو پخوانیو ددفاع وزیرانو جاني مېرسر او توبیاس ایلووډ په یوه مرکه کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې خونړي بریدونه پیل کړي دي او برېتانیا باید ثابته کړي چې د نړیوال نظم د راوستو لپاره هڅه کوي او ددغه ډلې پر ضد دې اقدام وکړي.
✒: د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې آمر وحید احمد کوهستاني او دوه تنه نور سرتېري تېره شپه له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هرات والي عبدالصبور قانع هم دغه خبر تایید کړی دی. نوموړی وایي، چې تر برید وروسته یې طالبان له یادې سیمې په شا تمبولي دي.
✒: د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت او زیاتېدونکي تاوتریخوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. ددغه سازمان مشر یوسف بن احمد العثیمین پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې د جګړې د وروستیو قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
✒: فایننشل ټایمز ورځپانې په افغانستان کې پر ښارونو او بندرونو د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې دغه ډله د لویو لارو، بندرونو او مهمو ښارونو په نیولو سره هڅه کوي چې ډېرې پیسې تر لاسه کړي او له دې وروسته له اقتصادي اړخه بل هېواد ته لاس اوږد نه کړي.
✒: د راپورونو له مخې، په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان او باجوړ کې د وسله والو په بریدونو کې پنځو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. راپورونه وایي چې په دا بریدونه د پاکستاني پوځیانو پر پوستو شوي دي چې په پایله کې یې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
✒: ترکیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې ده چې ویلي یې و یو شمېر افغانانو ته دې موقتي ځای ورکړي څو امریکا ته د تګ لپاره یې د ویزې پروسه بشپړه شي. بلومبرګ خپرونې د ترکي چارواکو له قوله ویلي چې دوی اوس هم په کافي اندازه کډوال لري او نه غواړي د نورو هېوادونو انتظار خونه واوسي.
✒: وزارت خارجۀ امریکا در یک بیانیه میگوید که انتونی بلینکن وزیر خارجۀ این کشور در یک تماس تلفنی با عبدالله عبدالله، رییس شورای عالی مصالحۀ ملی یک بار دیگر تعهد امریکا را برای دست یابی به یک راه حل سیاسی عادلانه و پایدار که بتواند جنگ را در افغانستان خاتمه دهد، ابراز کردهاست.
