No-IMG

واخان دره، د افغانستان پزه

د  واخان سل کلوميټره دره چي تاريخ ئې [اِشکاشِم/د ورېښمو لار] هم ليکي، د مارکو پولو په مشهوره سفرنامه کي هم ځای لري او اوس د  بدخشان ولايت ختيځ اولسوالي ده چي اوسېدونکي ئې څلوېښت زره نفوس لري او په واخانيانو ياديږي.

تاريخ راته وايي چي ۲۵۰۰ کاله وړاندي واخي/واخيان ټبر د خپلو مالونو په وښو پسي واخان ته ولاړل او هلته له ډېري مودې وروسته پسي واخيان سول.

د اسلام د راتګ سره هغوی اسماعيلي شعيه ګان سول چي وروسته ئې اکثره سنيان سول.

ويل کېږي چي د واخان خلک کله چي د سلجوقيانو قوي وزیر په ایران او سوریه کې په حشاشین (Assassins) یا اسماعيليانو حلقه را تنګه کړه نو دوی هغو درو او غرونو ته وتښتېدل چي د ملکشاه سلجوقي د وزیر نظام الملک لاس ورته نه رسېد. دغه اسماعيليان چي هلته مېشت سول نو په دعوت او تبلیغ يې لاس پوري کړ او د بدخشان ځيني خلکو د اسماعيليانو مذهب قبول کړ. همداسي په بغلان، کابل او نورو سيمو کي میشت سول ...

تل په واوره پوښتلې دغه نرۍ تړانگه؛ ځکه د ساعت تيري د پاره خوندي ده چي په تېر څلوېښت کاله کي ئې د پېچلي جوړښت له امله جګړه نه ده ليدلې.

دلته ښځي کومه پرده نه کوي او نه هم پکښي کومه د عبادت وداني [مساجد] سته بلکي عبادت په هغه وړه کوټه کي کوي چي نارينه ئې پکښي ناسته چای کوي.

واخان دوې پېړۍ وړاندي د انګرېزانو او روسانو د ساړه جنګ مرکز وو او روسانو به تر څار لاندي نيولی وو او هم ئې په يوه پرېکړه ليک [بفر زون/زغره] اعلان کړ چي بايد د دوی سرحدونه سره مښتي وي.

واخان د افغانانو هغه طلايي جغرافيه ده چي د دريو سترو غرونو سلسلې سره مښلوي لکه هندوکش، قراقروم او پامیر...

پامير هم ددې ولايت له مهمو غرونو څخه دى، چي لوړه څوکه يې د دنيا دبام په نامه ياده سوې ده.

د پامير په اړه جالبه ويډيو کامنټ کي...

The Wakhan Corridor:

High in the Pamir and Karakoram mountains, the Wakhan Corridor is a sliver of northeastern Afghan territory that separates Pakistan from Tajikistan and forms Afghanistan's border with China. Glaciers, high mountains, and sub-zero temperatures have so far prevented the remote region from becoming a hub of connectivity and trade between the four nations.

دالان واخان

دالان واخان باریکه ای در شرق افغانستان است که از شرق به چین، شمال به تاجیکستان و جنوب به پاکستان محدود می‌شود. کوهستان پامیر در شمال و کوهستان قراقروم در جنوب آن قرار دارد. واخان در قرن ۱۹ میلادی توسط «بازی بزرگ» به‌عنوان یک منطقهٔ حائل میان دو امپراتوری روسیه و راج بریتانیا ایجاد شد تا دو امپراتوری با یکدیگر هم‌مرز نباشند و از جنگ جلوگیری شود

با وجود آنکه این مسیر بسیار ناهموار است، با این همه از این کریدور در طول تاریخ به عنوان یک مسیر تجاری میان بدخشان و یارکند استفاده می‌شده است. چنین به نظر می‌رسد که مارکوپولو سیاح اروپایی مشهور هم از این مسیر گذر کرده است. کشیش پرتغالی بنتو دو گوز میان سال‌های ۱۶۰۲ تا ۱۶۰۶ نیز از طریق دالان واخان به چین سفر کرده است. دالان واخان برای بیش از یک قرن و به منظور اجرای تردد منظم بسته شده است. در دسامبر سال ۲۰۰۹ گزارش شد که ایالات متحده از چین خواسته است تا دالان واخان را باز نماید.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک