No-IMG

د دوه ‌ډلو تر منځ د قدرت ترلاسه کولو لپاره د جگړی اور بل دی

1-دحکومت ریس داکتر اشرف غنی، ارگ نشینان، مافیایی کړی.

 د خپل اقتدار او بقا  لپاره سخته جگړه، وژنه، بمباری، او تباهی باندی اخته دی.

بیا د حکومت او هسی په نوم جمهوریت هواداران، طرف داران سخت غمجن په مفت تبلیغات اخته دي حتی خوب نلري (افسوس)

په همدا تبلیغات دی ولسوالی بیرته ونیوله .

خارج کی میشت ځینی د حکومت پلوه افغانان د ډیره غمه لیونیان شو. افسوس، افسوس

2-همدارنگه طالبان هم سخت په جگړیز سیاست او د ټول افغانستان نیولو فکر باندی گرم دی.

 په زرگونه طالبان او هیوادوال د مرگ کومی ته غورځوي تر څو ټول قدرت تر لاسه کړی. وژنه، تباهی روانه ده په زور او جبر غواړي اقتدار د مفسدو کړیو څخه ترلاسه  کړی.

او پدا فکر چي د اسلام دپاره جگړه کوي. حال دا چي پدا افغانی جنگ  کي په زرگونه بې گناه افغانان ووژل کیږي، عجیبه دا ده  بی غمه

د طالبانو پلویان

 د طالبانو په حمایت په داخل او بهر کی ځینی خو یی مفت تبلیغاتو باندی شپه او ورځ بوخت دی.

حتی تر دی چی  ځینو یی فکری حواس د لاسه ورکړی دی(افسوس).

همدا تبریکی گانی ددوی لخوا روانی دی دا ولسوالی اونیوله،،،،،عسکر تسلیم شو،،،، مهمات غنیمت شو.

څومره انسانان ووژل شو؟

دومره د قدرت نیشه کی مست دی چی د چا پروا هم نه ساتي.

د طالب لا څه، چی حتی د مفت طرفدار په وړاندی د حق خبره کول لویه گستاخي ده نو مجبور سکوت اختیار کړی.

 پدا دری میاشتو کي 12 زره طالبان وژل شوی دی.

همداسي حکومتي کسان او بیگناه افغانان.

تر اوسه د جگړی پای او د یو او بل کاملا برلاسی څرک نه لیدل کیږی.

مظلوم هیوادوال تباه شو، بیماری، بیکاری، درپه دری، تیښتی، وژنه، وحشت، زندانونه،،، کاروبار بند دی

سخته ویره، مایوسي خوره ده

3-د هیواد مظلوم اولس او معقول شخصیتونه صلح غواړي د جگړې بندیدل او امن غواړي.

 متأسفانه چی اوس بدحالت روان دی.

د نړی هر با ضمیره انسان دا ناکامه جگړی ته بد وایی.

خو ډیر امید شته چی د اولس طبعی خاموش قهر به د دی ظلمونو او وحشت په وړاندې را اوچت شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک