مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ولسمشر غني وایي له هیواده د تېښتې اراده نه لري.
اشرف غني، چې په ارګ کې د ولایتي شورا غړو ته خبرې کولې وویل، چې امان الله خان وتښتېد خو دی د تېښتې اراده نه لري او بریالی کیږي به.
غني وایي، چې طالبان سوله نه بلکې تسلیمیږي غواړي او اوس چې بهرني ځواکونه وتلي دا هیواد به په توره ساتي.
✒: اشرف غني وايي، د پاکستان صدراعظم عمران خان ورته ویلي طالبان به هم د مجاهدینو په شان پخپلو منځو کې په جنګ شي ، ولسمشر وايي دا د پاکستان وړاندوینه نه ، بلکې دسیسه ده.
✒: دطالبانو ویاند د امریکا سفارت ته: ښاغلی سفیر ،زمونږ سره اړیکې مه خرابوی.
د طالبانو ویاند د امریکا سفارت ته په یو تویت کې لیکلي،
"ښاغلی سفیر!
تاسو شل کاله د کابل له ادارې سره ولاړ وئ، خو ناکام شوئ.
اوس د دې وخت دی چې زموږ سره اړیکې خرابه نه کړئ، موږ تاسو تعهدات لرو، تاسو د ناسم پروپاګند برخه مه ګرځئ."
✒: ننګرهار ولایت کې د خپل تره له لوري تښتول شوې ۵ کلنه ثنا خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی هغه کس نیول شوی دی چې خپله پنځه کلنه ورېره یې تښتولې وه.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د بسم الله محمدي په کور د تېرې شپې برید غندلی او دا عمل یې بشري ضد جنایت بللي.
د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست په کور وسله وال برید، چې له امله یې ملکي خلک وژل شوي بشري ضد جنایت دی.
✒: د کندهار ولایت یوشمېر قومي مشرانو او مخورو د هیواد او په ځانګړي ډول د کندهار د روان وضعیت په اړه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ناسته کړې.
دغه ناسته چې تیره شپه د پخواني ولسمشر په بلنه د نوموړي په کور کې ترسره شوې، د کندهار د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه پکې بحث او خبرې شوې.
ناسته کې پریکړه شوې، چې د دې غونډې ګډونوال به د ګل اغا شیرزي په مشرۍ د کندهار له قومي مشرانو او مخورو سره ناستې ترسره کوي، تر څو هغوي وهڅوي چې د طالب مشرانو سره له نږدې وګوري او د یاد ولايت خوندیتوب او جنګ ختمولو لپاره لاره هواره کړي، تر څو کندهار ولایت وژغورل شي.
✒: طالبانو د بسم الله محمدي په کور د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې برید کې ګڼو نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي سرچینو ویلي، چې په بیګاني برید کې اته کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.
✒: نن سهار د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دوه کسان ټپيان شوي دي.
✒: کورنیو چارو وزارت وایي، د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور د موټربم او وسله وال برید له امله ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
✒: یک خانم هراتی برای خیزش های مردمی ۲۵ جوره بوت تهیه کرده است.
وی گفته است که تمام پول ها پس اندازش را به نیروهای مقاومت مصرف کرده است.
از سویی هم، شماری از دختران هراتی به دفاع از این شهر جنگ افزار برداشته اند.
✒: عصر امروز عبدالرشید دوستم از راه حیرتان وارد کشور شد.
آقای دوستم در حالی وارد کشور شده است که وضعیت امنیتی شبرغان به شدت نگران کننده است؛ منابع نزدیک به آقای دوستم میگوید که فعلا در شهر مزار شریف است و در نظر است که به کابل بیاید.
✒: ستار سعیدی خبرنگار پیشین بی بی سی گزارش داده است که طالبان به جنگ افزار های دست پیدا کرده اند که اردو ایران در اختیار دارد.
✒: تادین خان، قوماندان پیشین پولیس قندهار میگوید که طالبان در یک ماه گذشته در حدود ۹۰۰ تن را در این ولایت از خانههای شان بیرون کشیده و کشته اند.
✒: رییس جمهور غنی امروز در دیدار با جنرالان و افسران بازنشسته گفته است که به منظور دفاع از کشور، ۱۱ میلیارد افغانی از بودجه غیرنظامی کاهش مییابد و بر استعمال بهتر و موثرتر منابع تمرکز میشود.
آقای غنی افزودهاست که جلب و جذب به صفوف نیروهای امنیتی از مهمترین اولویتهای دولت است؛ زیرا که مردم ملیشهسازی را نه، بلکه قدرتمند شدن نیروهای امنیتی را میخواهند.
✒: وزارت صحت عامه اعلام کردهاست که در ۲۴ ساعت گذشته، ۴۲۸ بیمار تازه کرونایی در کشور شناسایی شده و ۲۸ تن بر اثر این بیماری جان باخته اند.
شمار مجموعی جان باختهگان ویروس کرونا به ۶۸۶۴ تن رسیده است.
✒: با تنقیص حدود ۴۹ ملیارد افغانی از بودجه اختیاری توسعه یی، بودجه ده ها برنامه توسعه یی نهاد های گونه گون کاهش یافته اند و پروژه های زیادی متوقف شده اند.
مسوده بودجه میان سال نشان میدهد که بودجه اختیاری توسعه یی از حدود ۸۶ میلیارد افغانی به بیش از ۳۷ میلیارد افغانی کاهش یافته است.
با تنقیص بودجه اختیاری پروژه های توسعه یی، کار پروژه ها متوقف شده و پرداخت ها به شرکت های پیمان کار نیز تا زمان ناروشنی به تأخیر افتاده اند.
حمیدالله حبیبی، رییس اتحادیه شرکت های ساختمانی گفت: "نظر به شرایط امنیتی که ما و شما می بینیم، اکثریت پروژه های ما قبلا توسط دونر ها تمویل میشد. بدبختانه در این اواخر با کمبود بودجه مواجه استیم."
✒: سرچینه وايي، نامالومو کسانو د کندهار ښار د یولسمې حوزې اړوند په عینومېنه کې د حاجي محمد پهلوان په نوم یو قومي مشر وژلی.
سرچینه زیاتوي، د هغه غاړه پرې شوې او جسد یې د یادې سيمې په ځنګل کې موندل شوی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او د وژل کېدو انګېزه یې هم معلومه نه ده.
✒: نن سهار د بادغیس مرکز قلعهنو ښار کې درې تنه په مرموز ډول وژل شوي.
ځایي اوسېدونکي وایي، لا تر اوسه نه ده مالومه چې یاد کسان څوک او د چا له لوري وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
✒: شورای امنیت سازمان ملل متحد با انتشار بیانیهای حمله به دفتر این سازمان در هرات که موجب مرگ نیروهای امنیتی افغانستان شد را به شدت محکوم و اعلام کرد که از بازگشت «امارت اسلامی» به افغانستان حمایت نمیکند.
شورای امنیت در این بیانیه ضمن ابراز نگرانی از افزایش خشونت و نقض حقوق بشر در افغانستان، حملات تروریستی و تعمدی علیه غیرنظامیان در این کشور را محکوم کرد.
در این بیانیه تاکید شد: حملات عمدی علیه غیرنظامیان، پرسنل و دفاتر سازمان ملل متحد جنایت جنگی محسوب میشود. دولت افغانستان و طالبان باید مطابق خواسته مردم به یک راه حل سیاسی و آتشبس جامع دست یابند.
✒: منافع احداث دیوار مرزی برای ترکیه و ایران.
دو تن از کارشناسان ایرانی روابط بینالملل در گفتوگو با رسانه ها احداث دیوار حائل توسط ترکیه در مرز دو کشور را از لحاظ امنیتی به نفع طرفین دانستند.
✒: انگلیس: ایران با حمله به کشتی اسرائیل اشتباه بزرگی کرد.
رئیس ستاد ارتش انگلیس اظهار داشت که ایران با حمله به یک کشتی متعلق به اسرائیل در اقیانوس هند مرتکب "اشتباهی بزرگ" شد.
✒: د پنټاګون ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکایي هوایي ځواکونه لا هم په افغانستان کې د هوایي بریدونو وړتیا لري او په خبره یې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونو کې د افغان هوايي پوځ همکاري کوي.
✒: ترکیه وایي د افغان کډوالو د لېږد او یا ځای پر ځای کولو پروسه کې له امریکا سره همکاري نه کوي. دغه هېواد ویلي ترکیه لا وار له مخه د کډوالو له اړخه له بحران سره مخ ده او تر دې ډېر کډوال نه شي منلی.
✒: امریکا وایي که د طالبانو ژمنې او عمل سره یو نه شي نو دغه ډله به په نړیواله کچه منزوي شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او په خبره یې له لومړنیو نښو نښانو داسې ښکاري چې دا برید طالبانو کړی دی.
✒: ناټو وایي افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او وسایل لېږي. د ناټو ویاندې اوانا لانگسکو خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او ددغه هېواد د پوځ ملاتړ ته به ادامه روکړي. د نوموړې په خبره ناټو افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي.
✒: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې په یو هدفي برید کې دوه پولیس وژل شوي دي. راپورونه وایي چې دا پېښه تېرهه ورځ ناوخته د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر داسې مهال رامنځته شوې چې یو پولیس افسر او یو ساتونکی یې له دندې څخه د خپلو کورونو لور ته روان وو.
✒: اسوشیټډ پریس اژانس د جګړه ځپلو هلمندیانو له قوله ویلي چې جګړو یې ارام اخیستی دی او د بې وزلۍ له امله د ځای بدلولو توان لا نه لري. دوی وایي چې د جنرال سمیع سادات تر پروني خبرداري وروسته یو شمېر کورنۍ نسبتاً امنو سیمو ته تللې دي خو ډېری نورې لا هم بندې پاتې دي.
✒: والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د غربي چارواکو له قوله ویلي چې په هلمند کې د جګړې مشري هغه طالب کوي چې په وروستیو کې د پنځه زره طالب زندانیانو په ډله کې د افغان دولت له زندانونو د طالبانو د غوښتنې پر بنسټ د امریکا تر فشار لاندې خوشې شوي دي.
✒: د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف وایي، چې که چېرته د امریکا ولسمشر جو بایډن د پاکستان رول له یاده غورځوي او دوی ته نه ورګوري نو له اسلام اباد سره نورې لارې هم شته. نوموړي نورې لارې روښانه کړې نه دي.
✒: د پاکستان لومړی وزیر عمرانخان وایي، چې اسلاماباد کې د افغان سفیر د لور د تښتونې څرنګوالي په هکله څېړنه شوې.
عمرانخان ویلي:"ما د هغې پېښې په هکله ځان داسې خبر ساتلی و، لکه زما لور سره چې دغسې زیاتی شوی وي. پولیسو د هرې خبرې تحقیق کړی.موږ له ۳ ټکسي چلوونکو نه پوښتنې کړې دي."
