مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د هرات د هوايي ډګر پر رنوې باندې توغندیز برید شوی.
ویل کیږي دابرید داسې وخت تر سره شوی چې له کابل څخه راغلې الوتکې غوښتل پدې ډګر کې ناسته وکړي خو د برید له امله بیرته کابل ته ګرځیدلې.
✒: د کابل ښار په شهر نو سیمه کې ایمرجنسي روغتون ته څیرمه نن ماښام ناوخته درنه چاودنه وشوه.
عیني شاهدان وایي چې دا مهال سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
✒: د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ ولسوال نن په کابل کې وژل شوی دی.
چارواکي وایي، چې امیرمحمد ملکزی نن د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند خوشحال خان سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی دی.
خو د طالبانو د فرهنګي څانګې مهم غړي له پېښې یوازې څو دقیقې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چي د سیدآباد ولسوالی کابل ته تښتیدلی وو او څو شیبې وړاندې و وژلو شو.
✒: یوناما وایي د هلمند جګړه کې له پرون راهیسې ۴۰ ملکي کسان وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي.
کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په خپله اعلامیه کې ویلي، چې ملګري ملتونه له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره په ښارې سیمو کې بریدونه ودروي.
د ویلو ده چې طالبانو د هلمند پر مرکز برید پیل کړی دی او افغان ځواکونه یې د پر شا تمبولو هڅه کوي.
د یوناما اعلامیه کې راغلي چې له تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند جګړه کې ۴۰ ملکي کسان وژل شوي او ۱۱۸ نور ټپیان شوې دي.
✒: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د تکبیر نعرې د یوې تحمیل شوې جګړې پرضد د افغانانو ملي قیام دی.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې د خلکو له لوري د تکبیر نعرو ته غبرګون کې ویلي چې دا نعرې د هېواد له ورانۍ او پردۍ تپل شوې جګړې د خلکو بېزاري څرګندوي.
کرزی وایي، چې د الله اکبر نعرې د روانې جګړې پر ضد د ملي پاڅون په معنی دی.
کرزي پر طالبانو غږ کړی چې دا نعرې یو جدي خبرداری وګڼي او د جګړې له دوام، وژنو، د خلکو د کلیو او کورونو له ورانولو لاس واخلي او له خپلو خلکو سره یو ځای دې په خپل هېواد کې په عزت، سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.
✒: د هلمند لښکرګاه کې د بست په نوم په یوه خصوصي پوهنتون هوایي برید شوی او ودانۍ یې اور اخستی دی.
ملي شورا کې د هلمند د خلکو استازي وایي، چې هلمند کې جګړې زور اخستی، چې له امله یې پوهنتونونه، روغتونونه او جوماتونه تخریب شوي او عامو خلکو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
✒: په کابل کې د امریکا سفارت د داعش له لوري د هزاره توکم وګړو پر وژل کېدو اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا سفارت وایي،هزاره توکم وګړې تل د داعش ډلې او طالبانو د هدفي وژنو موخه ګرځېدلي او دوی د غزني په مالستان ولسوالۍ کې د ۴۰ ملکي وګړو د وژنې په اړه خبر شوي او که دغه پېښه کره وي، نو جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.
د امریکا سفارت وایي، د بشرحقونو د سرغړاوي موارد باید وڅېړل شي.
✒: په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتي پلاوي غړو د اروپايي ټولنې له مرستیال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وایي، د دوی له لوري د شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ یوه پلاوي له دې هئیت سره کتلي.
هغه وایي، په دې کتنه کې د سولې په روانه پروسه او د افغانستان په روان وضعیت بحث او خبرې وشوې .
طالبانو ویلي، د دوی پرضد دې له پاروونکو څرګندونو ډډه وشی.
✒: پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د هېواد مختلفو ولایتونو کې د خلکو کورونو ته د طالبانو ننوتل او د سپر او سنگر په توگه یې استعمالول او له بلې خوا د حکومت او بهرنیانو له خوا په هماغو کورونو بمباري کول نه یوازې بشري ضد جنایت دی بلکې پر افغانانو ښکاره ظلم دی، چې په کلکو ټکو یی غندي.
کرزي په جگړه کې پر دواړو افغاني لوریو غږ کړی چې ځان د پردیو له دسایسو خبر کړي، د پردیو د گټو لپاره پر افغانانو له تپل شوې جگړې چې هدف یې د قدرت په جزیرو د افغانستان ویشل دي هیواد وژغوري او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سوله تأمین او په دې توگه خپل ملي او دیني مسوولیت ادا کړي.
✒: شیر علی شاکر رییس صحت عامهی ولایت هلمند به تلویزیون 1 تایید کرده که در سه روز گذشته، 38 غیر نظامی در این ولایت کشته و 156 تن دیگر زخمی شده اند.
✒: سفارت امریکا در کابل میگوید که از کشتار 40شهروند هزاره در ولسوالی مالستان ولایت غزنی خبر شدهاند و در صورتیکه این رویداد تایید شود، از جمله جرایم جنگی محسوب شده میتواند.
✒: ملي دفاع وزارت وايي تېره ورځ، امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هرات ولایت ښار مرکز اړوند کې د طالبانو پروړاندې ګډ پوځي عملیات ترسره کړي دي چې په دې عملیاتونو کې ۴۱ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي.
✒: د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال سمیع سادات په یوې غږیز پیغام کې د لښکرګاه له خلکو غوښتي چې په دغه ښار کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې پرېږدي.
جنرال سادات په دغه پیغام کې په لښکرګاه ښار کې د طالبانو په وړاندې د پراخو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې د هېوادوالو خوندیتوب د دوی لپاره مهم دی له همدې امله د عملیاتو له پیل مخکې یې، اطلاع رسونه وکړه.
✒: په بلخ کې په یوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د بلخ پولیس وايي چې دغه پېښه د مزارشریف ښار د دویمې حوزې په اړوند د ودونو یوه تالار ته نږدې په یوه کور کې شوې ده.
✒: پولیس کابل میگوید که در یک عملیات نیروهای پولیس سه عضو یک گروه سازمان یافته جرمی کشته شدند و یک تن دیگر آنان زخم برداشته است.
پولیس میگوید که در این عملیات شش تن که یکی آن اختطاف و پنج تن آنان گروگان گرفته شده بودند، از نزد این گروه، آزاد شدند.
✒: محمد حنیف اتمر وزیر امور خارجه کشور می گوید که مذاکرات قطر باید به موفقیت برسد به خاطری که حمایت مردم افغانستان و جامعه جهانی را دارد.
آما او می گوید که تأکید طالبان بر تمامیت خواهی مانع پیشرفت در این مذاکرات است.
اتمر: په نږدې راتلوونکي کې په قطر کې دوه مهمې غونډې جوړېږي: یوه له سیمه ییزو متحدانو سره او بله نړۍواله د تروییکا پراخته غونډه ده.
اتمر: طالبانو د ژمنو پرخلاف په هېواد کې وحشیانه جګړې پيل کړې دي او د جنګي جرمونو لامل شوي او بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي.
✒: ولسمشر غني نن، د افغانځواکونو په ملاتړ او د طالبانو خلاف د هرات د خلکو بېګاني پاڅون ته په اشاره وویل، چې د هرات خلکو په لوړ غږ وښوده، چې څوک د "الله اکبر" د شعار ریښیتنې استازولي کوي.
✒: ویدیو: نمایشگاه سه روزۀ فرآوردههای داخلی روز گذشته در کابل آغاز شد.
برگزار کنندهگان این نمایشگاه میگویند که در اوضاعی که فرار سرمایهها اوج گرفتهاند، تلاش دارند با برگزاری این نمایشگاه، زمینهها را برای توسعۀ کاروبار شرکتها و جلب سرمایهگذاریهای مشترک فراهم سازند.
✒: ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره نن مازیګر په یوه ټلفوني مکالمه کې پر روان امنیتي وضعیت، سولې او د سیمې هیوادونو د رول په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
✒: د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي.
✒: په کابل کې د ۱۶بهرنیو استازولیو له لوري په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او پر طالبانو یې غږ کړی دی چې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او ژر دې روانې جګړې ته په نه ویلو سره سراسري اوربند ته زمینه برابره کړي.
✒: د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي تر هغه چې افغانستان ته امن نه وي راغلی ټوله نړۍ نه شي امن کېدلی. نوموړي ویلي چې د افغانستان د جګړې تر شا پاکستان دی او ژر به ددغه جګړې اور اسلام اباد ته هم ورسېږي.
✒: آیتالله خامنهای: وضعیت ایران به گونهای نیست که تشکیل کابینه تاخیر داشته باشد.
رهبر ایران در مراسم تنفیذ رئیس جمهوری جدید این کشور گفت وضعیت به گونهای نیست که تشکیل کابینه تاخیر داشته باشد و باید سرعت عمل خرج داد.
✒: امریکایي ځواکونه هره ورځ په افغانستان کې له یوه تر پنځو هوایي بریدونه کوي. سي ان ان یوه راپور کې ویلي چې امریکا پر هرات، کندهار او هلمند د طالبانو له بریدونو سره هممهاله خپل هوایي بریدونه هم ډېر کړي دي. سرچینې ته امریکایي چارواکو ویلي چې هره ورځ له یوه تر پنځو هوايي بریدونه کوي.
✒: امریکا د خپلو ګټو او ملي امنیت د ساتنې لپاره افغانستان له خطر سره مخ کړی دی. ایرو ایشیا په یوه تحلیل کې لیکي چې امریکا دمګړی د افغانستان او په دغه هېواد کې د خپل ديپلوماتیک ماموریت د ساتنې لپاره هېڅ پلان نه لري.
✒: د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، له یوې بلې دوامداره جګړې سره به مخامخ شي. خلیلزاد ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي.
✒: متحده ایالاتو او بریتانیا یو ځل بیا ویلي چې طالبانو په وار وار بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي. دغه سفارت ویلي چې د افغانانو حیثیت او په پراخه کچه د بشر ژوند ته د طالبانو نه پاملرنې، ټوله نړۍ لړزولې ده. یاد سفارت وایي، مشروع قدرتونه او حکومتونه هیڅکله دا ډول کړنې نه ترسره کوي.
✒: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو حضور به د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د داعش وسله والو ګواښ دفع کړي.
✒: یوناما وایي په لښکرګاه ښار کې د جګړو ترشدت وروسته، لس ملکي وګړي وژل شوي او له ۸۵ زیات ټپیان شوي دي.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر ( یوناما) ویلي،همدا شان کندهار ولایت کې پنځه ملکیان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
یوناما وایي،افغانستان کې د جګړو له شدت سره تر ټولو زیات زیان ملکي وګړو ته رسیږي او اړتیاده چې د جنګ ښکېل لوري د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
