No-IMG

په هېواد کې د روان حالت او وينو بهېدو لپاره څه وکړو!

رحمت الله کاکازاده

 

علماء کرامو، پوهانو، ليکوالانو، قومي مشرانو، شاعرانو، ملي تاجرانو، روحانيونو او دعاتو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

وروڼو! د هيواد حالات تاسي وينئ، د وينو بيالي بهيږي، ځوانۍ. رژيږي او د کونډو رنډو، بورو ، ورارو او يتيمانو پوځونه پوځونه اضافه کيږي، که څه هم جګړه به يوه لوري ته شرعي مبرر هم ولري خو له شکه پرته چي د جګړي دواړه لوري مسلمانان دي په دي توپير چي يو لوری به ښه مسلمانان وي او په بل لوري کي به فسق وي، او کله چي دا ډول حالت رامينځ ته شي نو د قرآني لارښونو سره په مسلمانانو باندي خپل مينځي اصلاح فرض شي لکه رب تعالی چي فرمايي:

وان طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فاصلحوا بينهما، فان بغت احدیهما علی الأخری فقاتلوا التي تبغي حتی تفئ الی امرالله، فان فائت فاصلحوا بينهمابالعدل واقسطوا ان الله يحب المقسطين.

او که چيري د مؤمنانو دوه ډلي تر خپل مينځ په جګړه شي نو په مينځ کي يي روغه ور وکړئ، که يوه ډله په بلي ډلي بغاوت او ظلم کوي( چي خپل منځي روغه نه کوي) نو له باغي او ظالمي ډلي سره وجنګيږئ، تر څو د الله تعالی حکم( خپل منځي روغي) ته  قانع شي، ګه قانع شوه نو يي په مينځ کي په عدل( چي د کوم لوري ترجيح مه کوئ او مه يي ګټي په نظر کي نيسئ) روغه  ور وکړئ، او انصاف وکړئ( برخي يي له وړتيا سره سمي ورکړئ) بیشکه چي الله تعالی انصاف کونکي خوښوي.

ومو لوستل چي دا مهال په مسلمانانو فرض ده چي د‌خپلو وروڼو تر مينځ په عدل او انصاف روغه ور وکړي ، که کومه ډله روغه نه کوي او په جګړه ټينګارکوي نو بيا د خپلو وسائلو او ظروفو په رڼا کي له باغي ډلي سره وجنګیږئ تر څو چي روغي جوړي ته اماده شي.

په پورتني اياتونو کي د اصلاح صيغه ډ امر او جمع په بڼه راغلي ده چي ډا افاده کوي چي دا امر ټولو مسلمانانو ته متوجه دی او دا کار په ټولو مسلمانانو فرض دی.

نو د‌هيواد په نني حالاتو کي خاموشي او د اصلاح هڅي نه کول له يوه واجب کار څخه سرغړونه ده او يقينا پايله به يي الهي عام عذاب او فتني وي.

نو وروڼو! راځئ چي د اصلاح او روغي جوړي دا فرض له خپلو ځانونو ساقط کړو په لاندي ډول:

د جديت په پار سپين کفنونو له ځان سره په اوږو کړو ( چي دواړه ډلو ته پيغام ورکړو چي مونږ د اصلاح لپاره مرګ هم په ځان منو).

د علماء کرامو او متنفذينو يوه ډله تشکيل کړو چي له داوړو ډلو سره د ټاکلي مودي لپاره د اوربند خبره مطرح کړي.

له هغه وروسته د دواړو خواوو غوښتني په يوه ليک کي را غونډي کړو او له دواړو ډلو څخه لاسليکونه ورباندي وکړو.

په دريم پړاو کي د اصلاحي جرګي په ګډون د دواړو لوريو مذاکراتي ډلي کينوو چي په خپل مينځ کي خبري وکړي.

په هغو مواردو کي چي دوی روغي ته ورباندي نشي رسیدلاي هلته به واک د اصلاحي جرګي وي چي که د هر لوري رايه تأیید کړي او يا هم دريمه لار ولټوي.

که کوم لوري سرغړونه کوله نو هغه ډله به ولس ته ور وپيژني او په ټولو شته امکاناتو به د باغي ډلي سره مقابله کوي او په دي لاره کي به عينا قرآني فارمول په مخ وړل کيږي.

د دي لپاره چي د هيواد ديني او ملي تشخص و ژغورل شي نو په جرګه کي  به د ‌علماء کرامو او پوهانو يوه ډله ګومارل کيږي چي د دواړو لورو غوښتني او همدا راز د جرګي وړانديزونه  هغه چي د‌ ډلو د‌نه‌ توافق په صورت کي يي د دريم ګړي په صفت وړاندي کوي و ارزوي چي ايا له ديني ارزښتونو او ملي ګټو سره خو به په ټکر کي نه وي.

نوټ:

د سولي ارمانجن دي دا ليک د‌فسبوک په پاڼو، ګروپونو، واټساپي ګروپونو، او په نورو ټولنيزو رسنيو کي خپور کړئ،  او په هره ممکنه وسيله يي د‌خپلي سيمي تر علماء کرامو او مشرانو ورسوئ  تر څو د سولي لپاره يو عمومي بحث را پيل شي او په پايله کي د هري سيمي  نه بارز شخصيتونه سره په اړيکه کي شي او په کار پيل وکړي.

د اسلامي نظام په سيوري کي د سولي ارمانجن.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک