No-IMG

افغانستان کوم لور ته روان دئ

حاجی ولی محمد

 

د کورنۍ جګړې او ورانۍ لوري ته درومي  او هيواد په هغه حالت کي قرار لري لکه د ډاکټرنجيب الله  د واک په  وروستي پير کي. د ژنيو تر تړون (۱۴ اپريل ۱۹۸۸ء) وروسته شوروي ځواکونه ووتل.

د افغانستان د پاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي بينن سيوان د سولي پينځه فقرئيزه طرحه وړاندي (۲۱ مئي ۱۹۹۱ء) کړه، مجاهدين او د وخت  حکومت ومنل خو وروسته مجاهدينو او د حکومت ځينو ياغي عناصرو شنډه کړه، پائيله يې داسوه  د شوروي اتحاد په مخکښي د وارسا فيکټ هيوادونو سوبه (فتح) يې پداسي ماتې بدله کړه.

چي مجاهد او جهاد دواړه يې په نړۍ کي بدنام کړل، هيواد په کنډواله واوښت. پدې کي شک نسته چي طالبانو د امريکا په مخکښي  ناټو ته ماتې ورکړې ده.

تر سوبه وروسته رسول الله ﷺ صحابه کرامو ته وويل چي کوچنئ جهاد مو وګاټه اوس به د ستر جهاد سره مخامخ کيږو چي د نفس سره جګړه ده.

افغانانو تل  ستره جګړه ګټلې خو سوله يې بائيللې ده. دغه مهال  هيواد د سترو ننګونو سره مخامخ دئ. حکومت او که طالبان دي بايد په ګډه خپلو ملي و اسلامي مسئوليتونو ته متوجه سي ، باندنيو لاسوهنو په هيواد او هيوادوالو کي د کينسر په څير ريښې غزولي دي. ددستار سړي درو څلويښت کالني جګړې له منځه وړي دي، اقتصاد پر تَتۍ (سينه) پروت دئ.کورني او باندني هجرتونه اوج ته رسيدلي دي. پښتانه وايي چي ناتار بې خپله  خاونده نه راګرزي.

 دواړه لوري  دي ددغسي اغيزمنو اشخاصو غونډه راوغواړي چي نه پر کوم ګوند پوري تړاو ولري او نه يې هم لاسونه په وينو سره وي، واک دي وروسپاري، همکاري دي ورسره وکړي، هغوی  به دې غميزي ته د زبر ځواکونو او هم ګاونډيانو سره تر سلا وروسته  دغسي عملي طرحه وړاندي کړي  چي د هر لوري حيثيت پر خپل ځای پاته سي.

د امريکا و افغانستان تر منځ مشکل شتون نلري، اوسنۍ شل کالنه د تراهګرۍ په نامه  يوه تپل سوې جګړه ده. د پاکستان و افغانستان تر منځ  يوه ستونزه د ډيورنډ د تړون او دويمه د کابل سيند د اوبو په تړاو شتون لري.

د لومړۍ لانجې خلاسون په اوسني وخت کي ماته ګران ښکاري، بايد اړونده لوري  د څه مودې د پاره تيږه پر کښيږدي او د اوبو پر ستونزه تړون ګران کار نه دئ ځکه چي د هلمند پر اوبو د ايران سره تړون سوئ دئ.

په دواړو هيوادونو کي يو قوم  دوه ځايه سوئ دئ. کيدای سي چي تر منځ يې  يو وبل ته د مجرمينو د تبادلې تړون سره وسي.

په کار داده چي  دا هيوادونو په سيمه کي د اقتصادي همکارئ تړون سره لاسليک کړي او خپل تعميري قوت د تخريب پر ځای  په تعميري چارو  مصرف کړي چي هيوادوالو ته يې خير او ګټي ورسيږي.زه  د طالبانو څخه د زړه له کومي غوښتنه کوم چي  په ولسي ګڼ ميشتو سيمو کي د جګړو څخه دي لاس واخلي او هم دي دولتي تاسيسات نه ورانوي دا  دافغانستان  او افغانانو ګډه شتمني ده.

ددې دوو خبرو په اړوند ملا محمد عمر مجاهد وړاندي لا د طالبانو په نامه  دغسي وينا خپره کړېده:- درنووروڼوطالبانو،مشرانو او کشرانو وروڼو! الله پاک شاهد دئ او زه سوګند خورم چي طالبان مي د خپل عزت،مشرتابه او پاچهى دپاره نه بلکه د الله پاک پر ځهير سوي دين قرباني کړي دي تاسو د زړه په غوږوواورى،په خبره ځان پوه کړى،عمل په کول درباندي فرض دى،دلته روسيان وامريکايان نه وو، د خپلو هيوادوالو سره پدې وجنګيدلو او جنګيږو چي د الله تعالى دين ځهير او پائماله وو،هغوى په شراو فساد لاس پوري کړئ وو، لدې امله په زرګونو طالبانو خپل سرونه وښندل.

وروڼو! دغه مطلوب بايد درباندي پوشيده نسي، که ځانونو ته مسلمانان،مجاهدين،طالبان او افغانان واياست ،دا خبره د زړه په غوږو واورئ، که پينځه ملګري لرئ او که زر،پر خپل ځان او ملګرو دي په شپه او ورځ پيره دارسي چي د مسلمانانو سره فحشا و منکر اوظلم ونکړي. کچيري موږ د پرونيو مجاهدينو په څېر په ناوړه کړنو لاس پوري کړ او په نيت کي مو واک او عزت ونيول، زما د الله تعالى په ذات سوګند دئ چي هغسي به مو ټوټه ټوټه کړي لکه دوى . په جنګ کي برياليتوب او نه برياليتوب دومره ارزښت نلري ، دين او حضرت محمد رسول الله ډير ځهير دي . که وزير دئ، والي،ولسوال،رئيس،ډلګۍمشريا بل څوک، خپل ځان ته پاملرنه وکړئ.

د الله تعالى په ذات سوګند خورم چي سبا به په دنياو اخرت دواړو کي ارمان وکړى، په ځان والله که پوه سئ، دربدره به سئ، اخرت او دنيا به مو خراب وي.

خواهشاتو ته شا وروګرزوى، ځهير سوي دين ته پاملرنه وکړى ، د ظلم کولو څخه ځان او ملګري وژغورئ، د خپلو ليکو څخه ناسم وګړي و باسئ، هغوى زموږ د بدنامولو د پاره په ډول ډول ناوړه کړونو لاس پوري کړئ دئ. ټوله نړۍ مو پر دين دښمنه سوېده ، دا به څومره لويه شرمندګي وي چي سبا نړيوال راباندي خاندي او وايي چي هغه ددين غاوران دغه دي ، ناکام سول. که مو ځان اصلاح نکړ، دا ليري نه ده چي موږ او تاسو به دربدره ، شرمنده او ناکامه کيږو، په ځان به ونه پوهيږى، حيران به ياست چي څه راباندي وسول.

پدې جنګونو کي چي څومره ورانى او وژني کيږي ، دا زموږ د ناوړه کړونو پائيله ده . ما خپلي غاړي درته خلاسي کړې، بيا د الله تعالى په ذات سوګند خورم چي ما طالبان د خپل عزت،مشرتابه او پاچهى د پاره نه دي قرباني کړي، الله تعالى شاهد دئ.

بيا دا مه راته واياست چي ته غافله وې ، هيڅ دي نه ويل . د مسلمان د پاره يوځل خبرتيا او علم حاصلول دي . که ځان ته هيله نلرئ او خپل ځانونه نه سئ اصلاح کولاى، مخالفين او ددوى شروفساد سره پرېږدئ .

نو تاسي به هم ددوى په څېر سئ او پر ضد به مو جهاد روا سي . توپکيان پر موږ په وسلو او شمير کي ډير وو، که د فساديانو ملاتړ الله تعالى کولاى، ددوى دا به يې کړئ واى . که مو ځانونه اصلاح کړل بيا مو ټوله نړۍ مقابله نسي کولاى، د ظلمونو او ګناهونو مخنيوى به وسي، دعاوي راته کوئ، دعاوي به درته کوم ( دکابل د شريعت ږغ راډيو ماښامنۍ خپرونه،٢٥ستمبر١٩٩٩ء).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک