مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ویل کیږي د هرات ښار اوسیدونکي نن شپه د خپلو کورونو بامونو ته پورته کیږي د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو خلاف د الله اکبر نعره پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات کې جګړه تر ښاره رسیدلې خو پخوانی جهادي قوماندان وایي چې طالبانو ته به د هرات ښار د نیولو فرصت ورنه کړي.
✒: دوحه کې د روانې اګست میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې د افغانستان د سولې په تړاو دوه مهم مجلسونه جوړیږي.
✒: افغان ځانګړو ځواکونو د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ بیرته نیولې.
د ځانګړو عملیاتو قول اردو وايي، پدې عملیاتو کې ۱۸ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
✒: ولسمشر غني وایي داسې شایعات اوریدل کیږي چې اوسنی وضعیت د یوې پټې معاملې نتیجه ده په داسې حال کې چې هیڅ ډول معامله نه ده شوې.
اشرف غنی، چې د ملي شورا فوق العاده ناستې ته وینا کوله وویل چې افغانستان دامهال د کورنیو او بهرنیو تبلیغاتو تر هجوم لاندې دی او داسې شایعات اوریدل کیږي چې دا وضعیت د یوې پټې معاملې په نتیجه کې رامنځ ته شوی خو د نوموړي په وینا هیڅ معامله نه ده شوې.
اشرف غني وایي چې د اوسني وضعیت یو علت دادی چې د متوسطې سطحې رهبرۍ کې ځیني ستونزې ددې سبب شوي چې شک او تردید رامنځ ته کړي.
✒: ولسمشر غني طالبانو ته:
يا د سولې جدي خبرو ته ګونډې ووهئ يابه مو د جګړې ډګر کې ګونډې ماتې کړو.
✒: ولسمشر د ملي شورا فوق العاده ناستې ته : زه چې د ابادۍ لپاره هر اقدام کوم، د بربادۍ له موج سره مخ کیږم،نو اوس وخت تمه مه کوئ چې زه له خپل مکلفیت غافل شم، خلک راڅخه غواړي چې وطن له اوسني ازمون بریالی راوباسم.
له پارلمان غواړم چې د نظام د اصلي ستنې په حیث له خپل نظام ملاتړ وکړئ، د پوځ ترڅنګ ودریږئ او خلک د طالبانو پرضد بسیج کړئ، د فتنې پرضد غږ پورته کړئ.
د طالبانو پرضد د بسیج کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی، نړی به هم زموږ سره مالي ملاتړ کوي.
ټوله اماده ګي نیول شوې، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د فتنې دا موج دفع کړو او ثبات ته ورسیږو.
موږ د ترهګرۍ له یوه ستر تجاوز سره مخ یو، طالب نه یوازې خپلې اړیکې له ترهګرو سره نه دي پرې کړې، بلکې قوي شوې،اسلامي احکامو ته د هغوی بې اعتنایي ټولو ته روښانه ده.
✒: ناڅرګندو وسله والو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژلی دی.
مسوولان وایي، ناڅرګندو وسله والو پرون، د ده سبز ولسوالۍ اړوند سیمه کې د شاه ولي شاهد په نوم یو دیني عالم په ډزو وژلی.
تر دا مهاله د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
✒: وزارت صحت عامه اعلام کرده است که در ۲۴ ساعت گذشته، ۵۸۷ بیمار تازه کرونایی در کشور شناسایی شده و ۳۰ تن بر اثر این بیماری جان باخته اند.
شمار مجموعی جان باخته گان ویروس کرونا به ۶۸۰۴ تن رسیده است.
✒: صدها نیروی کماندو به شهر لشکرگاه رسیدند.
فواد امان، معاون سخنگوی وزارت دفاع ملی میگوید که عملیاتهای پاکسازی در هلمند شدت خواهد یافت و حومههای شهر لشکرگاه، مرکز این ولایت از وجود طالبان پاکسازی خواهد شد.
✒: د ننګرهار د ولایتي شورا سلاکار امداد الله همدرد نن ماښام ناوخته ترور شو.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د دې پخلی کوي چې امداد الله همدرد د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د ناپېژاده وسله والو له خوا ترور شوی دی.
✒: در یک انفجار در شهر هرات سه غیرنظامی بهشمول دو زن جان باختند و ده تن دیگر زخمی شدهاند.
منابع میگویند مواد انفجاری که در یک موتر نوع فلانکوچ جاسازی شده بود، شام امروز در محلۀ حاجی عباس شهر هرات منفجر شد.
✒: سرچینې وایي، په هلمند کې ټولو سيمه ییزو رسنیو خپل نشرات بند کړي.
بلخوا طالبان د هلمند دولتي راډیو ټلوېزیون ودانۍ ته ورننوتي چې، د لښکرګاه ښار لومړۍ حوزې اړوندو کې ده.
د معلوماتو پر بنسټ، د هلمند دولتي راډیو ټلوېزیون کارکوونکي دوه ورځې وړاندې رخصت کړای شوي وو.
✒: امنيتي سرچيني وايي، چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ امنیه قوماندان مطیعالله پوپل طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
سرچینې وایي، دا پېښه د لښکرګاه د لومړۍ حوزې اړوندو کې شوې ده.
✒: تازه دمې کومانډو ځواکونه لښکرګاه ښار ته رسېدلي دي. د هلمند والي، ولي محمد علیزي ویلي چې لښکرګاه ښار ته د وضعيت د کنټرول په موخه ۴۰۰ تازه دمې کومانډويي ځواکونه د رسيدو په حال کي دي چي ٢٠٠ تنه یې همدا اوس دغه ولایت ته رسېدلي او ژر به هوایي او ځمکني عمليات پيل کړي.
✒: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د امریکایي سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي. په دغه کتنه کې پر روانو حالاتو خبرې شوې او د سولې د پروسې د ژر تر ژره کامیابي لپاره د ترویکا پلس پر ګټور رول او د ګاونډيو هیوادونو پر هر اړخیزه همکارۍ تینګار شوی دی.
✒: د بغلان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي پولیسو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښته کې دواړه لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د پولیسو ویاند جاوید بشارت رسنیو ته ویلي چې په دې پېښه کې له دواړو لوریو درې تنه وژل شوي او درې نو ټپیان شوي دي.
✒: امریکایي الوتکو یو ځل بیا د هلمند په لښکرګاه کې پر طالبانو هوایي برید کړی.ملي دفاع وزارت د یادو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برید کې ۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې د دې برید په پایله کې د طالبانو ګڼشمېر مهمات هم له منځه تللي دي.
✒: د ولسي جرګې رییس وایي په هېواد کې روانه جګړه ګټونکی نه لري او زیان یې یوازې عامو افغانانو ته اوړي. میر رحمان رحماني د ملي شورا په فوق العاده غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، په هېواد کې شرایط سخت شوي دي او ددې اړتیا ده چې ټول په یوه خوله او سره یو لاس د شته ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.
✒: آمریکا ایران را مسئول حمله به کشتی اسرائیلی دانست.
✒: محمد موش، وزیر تجارت ترکیه در نشست خبری که با مجمع صادرکنندگان کشور (TIM) برگزار شد اعلام کرد: صادرات کشور در ماه جولای نسبت به مدت مشابه سال قبل 10 درصد افزایش یافته و به 16.4 میلیارد دلار رسیده است. این بالاترین میزان صادرات در ماه جولای تا به امروز است.
وی اظهار داشت: صادرات در 12 ماه گذشته به 201.5 میلیارد دلار افزایش یافته که رکورد جدیدی در تاریخ جمهوری ترکیه محسوب میشود. برای اولین بار از مرز 200 میلیارد دلار فراتر رفتیم.
وزیر تجارت ترکیه تاکید کرد: حجم تجارت خارجی کشور به 268.2 میلیارد دلار افزایش یافته و کسری تجاری خارجی نیز با کاهش 5 درصدی نسبت به مدت مشابه سال گذشته به 25.5 میلیارد دلار کاهش یافته است.
✒: پیام همدردی رهبر منطقه خودمختار گاگائوز در پی وقوع آتشسوزی در ترکیه.
رهبر منطقه خودمختار گاگائوز در پیامی مراتب همدردی خود را در پی وقوع آتشسوزی در جنگلهای ترکیه اعلام کرد.
✒: د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته په خبرو کې پر طالبانو د خپل نفوذ خبره رد کړې او زیاته کړې یې ده چې اسلام اباد نه شي کولی پر یاده ډله هغه څه ومني چې هغوی یې نه غواړي.
✒: سټارز انډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې پر ښارونو د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي چې طالبان هڅه کوي هغو زندانونو ته ځانونه نږدې کړي چې ملګري یې پکې بندیان دي. خپرونه کاږي، دغه ډله غواړي پر ښارونو بریدونو سره ځانونه زندانونو ته نږدې او خپل غړي له بنده راخوشې کړي.
✒: رویټرز اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دوی پلان لري چې زرګونه نورو هغو افغانانو ته هم امریکا ته د ورتګ زمینه برابره کړي چې د دغه هېواد تر مالي ملاتړ لاندي یې جوړ شویو پروژو، غیر دولتي ادارو او رسنیو کې کار کړی وي.
✒: امریکا او بریتانیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لوریو ځانګړې توګه له طالبانو یې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده. دغو سفارتونو دغه راز ټینګار کړی دی چې که چېرته دغه ډله اوس نه شي کولی خپل جنګیالي کنټرول کړي، نو په راتلونکي کې د حکومتولي لپاره کومه لاره چاره نه لري.
✒: سفارت بریتانیا در واکنش به گزارش کمیسیون حقوقبشر دربارۀ کشتار غیرنظامیان در اسپین بولدک کندهار، میگوید که طالبان دهها غیرنظامی را در یک اقدام انتقامجویانه به قتل رساندهاند.
سفارت بریتانیا میافزاید که قتلعام غیرنظامیان در اسپین بولدک مصداق جرایم جنگی است و باید بررسی شود.
✒: کابل کې د امریکا سفارت سرپرست د ملي شورا له نننۍ فوق العاده ناستې چې ولسمشر غني ورته وینا وکړه ملاتړ کړی.
د امریکا سفارت سرپرست راس ویلسن وایي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د متحدینو او ملګرو په توګه د دوی ملاتړ کوي.
✒: کابل کې د امریکا شارژ دافیر راس ویلسون هرات کې له پخواني جهادي مشر اسماعیل خان سره تلیفوني خبرې کړې او له طالبانو سره د نوموړي له مقاومت ملاتړ کړی دی.
نوموړي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، خوښ یم چې هرات کې مې له قوماندان اسماعیل خان سره خبرې وکړې او د نوموړي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو چې غواړي د هرات له خلکو د طالبانو دبریدونو پر وړاندې دفاع وکړي خپله علاقمندي او ملاتړ څرګند کړم.
