No-IMG

د حزب اسلامي او طالبانو د اختلاف يوازينۍ اساسي موضوع او حل

د انجنير امين کريم او ذبيح الله مجاهد بحث؛

د لومړې ځل لپاره د اپلاتون طرحه کړي حکومتي نظام اشرافي ضد سوفيسطايانو د نن مروج غربي نظام ډيموکراسي طرحه کړه، امارت پا اشرافي نظام بي له شک او ترديد څخه د اپلاتون زړه د اشرافيت نظريه ده چې انګلستان او ځيني هيوادونو په اصل منلي دى، د اپلاتون دويمه نظريه د ملي او عقيدوي ارزښتونو په چوکات کي نظام (جمهوريت)

پوره يوه ګنټه مي د ذبح مجاهد صيب او انجنير کريم امين صىب سوال جواب استدلال واوريده که څه هم جناب ذبيح الله له ملي او اسلامي ادابو څخه يو څه په افراط سره کريم صيب ته ترخه ژبه وکاروله مګر په توله کي ښه شوه ددواړو دريځ ځانته معلوم کړو

طالبان د ابلاتون د اشرافي نظام په تقليد باور لري که څه هم په غلطو رواياتو سره دغه اپلاتوني نظام هغوى ته اسلاميت معرفي شوى دا ددوى خپله ستونزه ده

مګر رښتيا دادي چې د شوراى اهل هل عقد يا اشرافو شورا دشىعه او اپلاتون د حکومت نظام دى چې له اسلام سره هېڅ ربط نلري

له بلي خوا محترم انجىنئر کريم چي د تاکني حق ولس ته ورکوي مګر خپله ادعا په اسلامي چوکاټ کي يا قصدا د وخت د نزاکتونو په وجه نه تشريح کوي يا شايد رښتيا کريم امين صيب نه پوهيږي چې غربي او اسلامي تاکني چه فرق لري?

راځئ د حزب اسلامي او طالبانو د اختلاف دغه يوازينۍ اساسي موضوع هم حل کړو هم ورته جواب ووايو

لومړى طالبان

طالبان نا ګفته و نا اګاه د اپلاتون او انګلستان د نظآم سخته پلوي کوي په دغه نظام کي د ملت اکثریت ته د جاهلو احمقو په نظر کتل کيږى او ددي حق نلري چې د يو نظام په اړه نظر يا د رايې حق ولري د محترم ذبح الله په قول څو د پول سوخته کسان هم دا ډول نظام چلنج کولى شي مګر که خبره د ملى سر سر نخبګانو سر سر پوهانو (د اپلاتون د اشرافيانو) وي بيا احمقانو ته موقع په لاس نه ورځي

امين کريم صيب د حزب اسلامي نه بلکه د خبل شخصي مؤقف څخه وايي چې زعيم ټاکل د د اسلامي مسلمان ملت حق دى او نمونه ئې د خلفاى راشدين حکومتونه وړاندي کوي په دې تفاوت چي هغه وخت رايه شفاهي اخيسته کيده او اوس ساينټىفک يا خاص بايو مټريک شؤي

مجاهد صيب د خلفاى راشدين به اړه د شيعه ګانو او عيسؤي حالاتو او تاريخ څخه په استناد دا نظريه مطلق ردوي او فرمايې چي دا سپيره دروغ دي چې خلفاى راشدين د ولس په رايه خلفګان شوي دي بلکه د شيعه د قول مطابق شوارى سقېفه په نتجه کي شوي يا په بل عبارت شوراى اهل حل عقد په نتيجه کي ټاکل شؤي

زموږ تولۍ داړو ډلو ته لنډېز وايي او د موضوع له شاربلو د ټول اسلامي امت رسوايې ويني او په لنډه توګه ددواړو د موقفونو له اشتراک څخه دقىق کره اسلامي حل وړاندى کوي

هېله ده هر حزبى هر طالب دا طرحه دا حل تر خپلو مسؤلينو ورسوي

#حل_لاره

طالبان مني چې هر څوک هر کوڅه درب هر نا اهله ددي وړتيا نلرى چي کانديد شي بايد شوراى علي يا ستره خاص اسلامي ملي شورا هغه ته د اهليت هوکړه ورکړي بيا زعيم شي، او همدا رنګه د زعيم په عزول څه چې د عزول ضد په نظامي عسکري پاڅون هم باور لري چې دوى خپله د رباني مثال وړاندي کړ

حزب اسلامي

کټمټ دريځ حزب اسلامي هم لري حتا هېڅ فرق نه سره لري

فقط په دومره توپير سره چې حزب اسلامي د هېڅ اسلامي ډلي ضد نظامي عسکري اقدام ناسم بولي په وړاندي اسلامي حکمتي مبارزه يا فقط له خپله ځانه نظامي دفاع مشروع بولي خو طالب نظامي تعرض پر مسلمانانو هم روا بولي

د فکر  د يووالي اسانه طريقه

حزب اسلامي او طالبان دواړه په اسلامي او ملى مقياس باور لري

مثلا طالبان وايي تول هيواد کي د ګوتو په شمير کسان د زعامت وړتيا لري همدغه خبر حزب اسلامي هم په بله بڼه کوي

حزب اسلامي هم په اسلامى اصولو قواعدو باور لري طالب هم ژمنه لري چې اسلامي مقياس مني

نو ګرسره اختلاف موږ ته نه شکاري بلکه فقط د الفاظو او جملو يا خبرو په نه تفهيم سره فعلي اختلاف درک کوي او دواړو ته لاندي د توافق حل وړاندي کوي

لکه څنګه چې حزب اسلامي او طالب دواړه زعامت خاص بولي عام ئې نه بولي، دواړه په اهليت د قرآني ارشاداتو په رڼا کي باور لري

نو ډېره ساده خبره ده مثلا

طالب څخه پوښتنه کيږى چي کوم کوم کسان کولى شي زعيم شى يعني لومړى اسلامي ملي مقياس سره کسان وضع کيږي که د طالب نظر دا وي چې هيواد کي فقط يو کس دا اهلىت لرى نو ددوى دغه تفکر هم د تول اسلام توهين دى هم د تول افغانستان، حتمآ هيواد کي ګڼ شمير کسان ددي وړتيا لرى چې له ټاکلي اسلامي ملي مقياس څخه بريالي د زعامت وړ وګرزۍ

اوس نو فرض کړئ 5 کسان عالي شورا د زعامت وړ منلي بريالي شؤي، مثال د حضرت عثمان رض او مقابل دى،

هر يو که زعيم کيږي په اسلامي نظام فرق اغيز نه اچوي

اوس نو ددي لپاره چي يو له دوى د اکثریت ملت ملاتړ هم ولري او موجب رأى اتفاق عامه هم شي او ولس هم خوشحال وي چې ګواګي زعيم دوى ټاکلى دي کې څه شرعي ممانعت او يا ستونزه ده?

بالکل د حزب اسلامي موقف هم دادى

او طالب موقف دادى چې فقط شورا هغه اهل وبولي ولس ته اړتيا نشته ځکه اکثريت ولس جاهل احمق دى

د طالب موقف که ژور پام وشي هم تول بلکه اکثریت ملت توهين دى هم په اسلامي ملي معيارونو نه باور دى هم د شوراى عالي په نظارت او اهليت او پرېکړه نه باور دى

لذا

غواړو واضح کړو

فرض کړئ شوراى عالي لاندي کسان ټول اهل ومنل لکه

ملا هبت الله اخوند

عبدالله عبدالله

سياف

غني

حکمتيار

اوس نو څه شرعي ممانعت شته دى يا ممنوع ده که فقط همدا 5 کسان چي شوراى عالي منلي ولسي ټاکني ته هم وړاندي شي

ګټي به ئې دا وي که هر يو اکثریت رايه وګټي مانا د ولس پراخ ملاتړ لري

ولو هر يو وي اصل کي خو دا 5 کسان شوراى عالي ټاکلي فرق نکوي هر يو وي

بله ګټه داده چې د نړۍ خوله به بنده وي

بله ګټه داده چې ټاکلى حکومت به د ولس له پراخ ملاتړه برخمن وي

زه نه پوهېږم دومره اسانه ساده قضيه ولي محترم کريم امين صيب او ذبح الله مجاهد صيب يو بل ته د پيغور تر کچي ستره کړه?

محترم مجاهد صىب که څه هم ورسته له خپل موقفه په شا شو مګر په حزب اسلامي خصوصا حکمتيار ئې تور پوري کړ چي تر شرعي نصوصو نسبت عقلي تقاضاؤ ته ډېر اهميت ورکوي

که د محترم ذبیح الله مجاهد هدف شرعي نصوص د خپلو سلسلو ډلو تپلو شخصى انساني برداشتونه وي نو نه ښايې هغه په فرض يا واجب يا سنت ونيول ومنل شي

که هدف قرآن او شرحي احادث وي نو هغه خو حزب اسلامي په بشپړ سختۍ سره مني

بل ځاى د تعقل او استنباط خبره

يو ملا يوه تقرير کي د کفر اقسام بىانوي يو له هغو د قرآن هدف مانا له عقله تشخيص کول بولي وايي هر څوک چې قرانکریم څخه له خپل تدبر تفکر تعقل څخه مانا تفسير واخلي ولو هغه په اشتباه سره وي دا کس کافر دى

ددي جناب او محترم ذبح الله مجاهد د موقف تر منځه فرق نه ليدل کيږي مګر

پام ئې نه دى چې ټول اجتهاد او استنباط عموما د تفکر تدبر تعقل کار دى نو جنابانو تاسو څلور امامان هم کافر کړل او خپل ټول مجتهدين هم

هېڅ استنباط او اجتهاد له وحي سره اړېکه نلرى يعني وحي نه ده بلکه د يو مؤمن به قرانکریم او شرحي احادیثو کي کي د زمان مکان او امکان سره سم به رشتيا او حقيقت غني اجتهاد او استنباط دى چې د تدبر تفکر تعقل حکمت په وسيله را منځته کيږي

يوه بله ستره ستونزه چې په واضح ټکو ذبح الله مجاهد ياده کړه هغه فکري تدبري تعقلي انجماد دى

ىعني استنباط او اجتهاد ئې لکه پيغمبري به څو کسانو ختم اجتهاد کړ

شاغلي ذبح الله واضح وويل چې نور اجتهاد او استنباط ته اړتیا نشته، يعني ددي خبرې تر کولو مخکي محترم مجاهد اړ دى لږ تر لږه يو آيات يا يو صحيح شرحي حديث ولري بيا دا خبره وکړي، که ئې نلري دا بيا ځانګړي مانا لري چې د استاد عمر عماد او استاد شهاب په څير استادان ئې شرعي تشريح کولى شي.

ىعني هره موضوع چي قرآن او شرحي حديث کي واضح نه وى هغه د دين برخه ګرزول شرک کفر دى

مګر

محترم ذبح الله په فخر سره وايي چې نور اجتهاد او استنباط ته اړتیا نشته نه بايد څوک هڅه وکړي مجتهد شي

ىعني دغه خبر پخپله د اسلام قرآن او شرحى احادیثو سر سخته ضد ده او د منجمد تفکر ثبوت دى

ه

هېله ده مجاهد ورور دغه اشتباه او ناسم برداشتونه هېڅکله بيا تکرار نکړي

کاپي

د شاغلي آنديال د سولي په اړوند د مشروع او اصولي انتقاداتو او حل لارو څخه

 

په يو بل تهمت تراشي بهتان تراشې يا پېغور ژبه کارول نه اسلامي اساس لري نه افغاني، نه د کوم درد دوا کيدى شي نه هېڅ ستونزه حل کولى شي نو د تل لپاره له دغه ناوړه کار سره په مخه ښه کول ګتور دي

راځو د حزب اسلامي او طالبانو خاص الخاص اختلافاتي اساسي ټکي ته

په توله کي حزب اسلامي او طالبان دواړه غواړي يو مرکزي غشتلى حکومت وې، اسلامي نظام وي، مفسيدو کړيو ته ذمينه مساعده نشې بيا واک تر لاسه کړي، داسي اقدامات وشي چي پشتو پاړسي ازبکيزم بشبړ ختم او به اسلامىت افغانيت او ملي ګتو سره راتول شي

دا دواړه ډلې له زړه غواړي

مګر ددغو اهدافو د حصول لپاره د تګلارو پر سر تر تولو خاص د اختلاف تکى انتخابات دي

حزب اسلامي باور لري چې خلفاى راشدين د هغه وخت يا زمان مکان امکان سره په پرتله انتخابات کړي او د انتخاباتو په وسيله زعيم ټاکل شوى دى

طالبان وايي چې زموږ علماﺀ يا دا خبر نه مني يا که داسي شؤې هم وي نو هغه وخت اصحاب کرام هم تول صالح اصلاح ول او نوماندان هم اعلي ترين ول که ولس هر يوه ته رايه ورکړي واى فرق ئې نه کاوه،

اوس ولس جنګ ځپلى دى غل غدار خاين نشى درک کولى ملى ګتي اسلامي ارزښتونه نشي درک کولى هرڅوک چې پيسي ورکوي هر څوک چې غالي کوي هر څوک چې ښه په درز کي دروغ وايي هرڅوک چې ستر فريبګر وي غوړ ژبى وي د اکثر شهواني ولس شهوت ته هوا ورکړي همهغه انتخابات ګټي

ذبح الله مجاهد صاحب دا کاملا رښتيا وايي او موږ دا هر څه عملا وينو

مګر داسي نه ده چې ددي لپاره حل لاره نشته

مثال

لومړى عالي شورا کسان منتخب شؤل چې له ټاکلو اسلامي ملي معيارونو سره ستري اجتماع يا ستري جرګي څو مخصوص مثلا 21 کسان وټاکل چي اهل دي

اوس دغه کسان د هرې کچي نوماندي لپاره يو معيار ټاکي مثال

څوک چې په کانکور کي 353 نومري وانخلي نو نشي کولى هغه د طب پوهنځۍ ته نشې تللي

همدغه شان د زعامت، ملي شورا يا مقنينه شورا، د سناتورانو شورا ولايتي شورا ټولو لپاره لومړى يو فلټر يو مقياس يو معيار ټاکل کيږي

هر نوماند چې له دې فلټر معيار څخه بريالى شؤ دا په دې مانا ده چې عالي مقتدري شورا هغه خؤښ کړى دى، اوس نو که له دغو خؤښ شؤيو کسانو څخه کوم يو د ملت له اکثریت حمايت څخه هم برخمن وي دا نو بيا نور على نور شو

هم به د نړۍ خوله ختلي وي، هم به انتخابات مراعات شؤي وي هم به نظام ته مفسيد کس نشي بريالۍ کيداى هم به امارتي اصول تطبق شؤي وي هم به خلافتي اصول هم به شديد د قرانکریم د اهليت حکم پر ځاى شوى وي

نو دومره ساده اسانه خبره چې دومره ساده اسانه حل هم لري ولي بايد د قتل قتال تر کچي ستره شي?

فزيکي برخورد خو هغه کوي چې نور د منطق استدلال حکمت لار ور تمامه شي، تعجبه نه ده چې دوه اسلامپال په دومره کوچنکه خبره يو بل ټاپه کړي او د يو بل پرضد يا اسلحه واخلي يا يوبل ته د تسلىم شه ناروا حکم وکړي?

هره ستونزه ډېر اسانه حل لري خو که طرفين واقعا د ستونزي حل غواړي او هدف ئې د مقابل حذف او خپل ضد غرور تکبر پر ځاى کول نه وي، نو هره موضوع اسانه حل کيداى شي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک