No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏افغان تیلي‌کام مخابراتي‌ شرکت وايي، د سلام مخابراتي شبکې د مکالمې برخې  خدماتو ستونزه ددې شرکت د تخنیکي کارکوونکو لخوا حل شوې او د انټرنټې خدماتو برخه یې هم کار روان دی.

: ‏یوه سرچینه وایي، امنیتي ځواکونه نن مازیګر شااوخوا څلور بجې د هرات کرخ ولسوالۍ څخه وتلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، کرخ اوس مهال د طالبانو کنټرول کې ده.

کرخ ولسوالۍ شااوخوا یوه اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو له طالبانو نيولې وه.

طالبانو هم ادعا کړې چې ولسوالۍ یې بېرته نیولې ده.

: ‏طالبانو هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید کړی دی.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، طالبانو هرات کې ددوی پر دفتر برید کړی چې پکې ددې دفتر یو افغان ساتونکی وژل شوی دی.

: ‏د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

: ‏د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند، قمبر څلور لارې سیمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

د کابل امنیه قومانداني وایي، دغه هاوان د پغمان ولسوالۍ له اړوند سیمو توغول شوی او د قمبر په څلور لارې کې په یوه دوکان لګېدلی دی.

مسوولان وایي، پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مالي زیان لري.

: ‏ملي‌دفاع وزارت وايي، د جوزجان ولایت لپاره يې دطالبانو نظامي مسوول قاري نقیب الله چې په چندي مشهور و، وژلی دی.

: بشیر قاسانی خبرنگار تلویزیون یک: ‏باشنده های هرات می گویندکه این شهر در محاصره کامل قرار گرفته است، باید رهبری نیروهای نظامی و ملکی هرات به اسماعیل خان سپرده شود.

به باور آنها، والی و قوماندان قول اردو ظرفیت مدیریت بحران کنونی در این ولایت را ندارند.

امروز ولسوالی های کرخ و گذره در هرات سقوط کرده است.

: ‏فهیم انوری، شناگر کشور ریکارد تازه در بازی‌های المپیک به نامش ثبت کرد.

انوری با طی نمودن فاصله ۵۰ متر سبک آزاد در  ۲۷ ثانیه  و  ۶۷صدم ثانیه در گروه خودش  جایگاه چهارم را کسب کرد.

: ‏وزارت دفاع ملی خبر می‌دهد که یک چرخبال ارتش در منطقه بولان ولایت هلمند نشست اضطراری کرده است.

بربنیاد گفته‌های معاون سخنگوی وزارت دفاع ملی، چرخبال ام دی – ۳۵۰ ارتش دیشب نشست اضطراری کرده اما در پی این رویداد به پیلوتان آن آسیبی نرسیده است.

: ‏کیمیا یوسفی، سریعترین دختر افغانستان رکورد جدید در بازی‌های المپیک بنام خودش ثبت کرد.

کیمیا یوسفی ۱۰۰ متر را در ۱۳ ثانیه و ۲۹صدم ثانیه در مسابقات ۱۰۰ متر اتلتیک بازی‌های المپیک طی کرد و در میان ۹ اشتراک کننده گروه خودش «گروه نخست مرحله مقدماتی» جایگاه هفتم را بدست آورد.

: ‏۱۴۰ تن به دنبال سرازیرشدن سیلاب در نورستان ناپدید شدند.

وزارت دولت در امور رسیدگی به رویدادها می‌گوید که بر اساس یافته‌های اخیر، به تعداد ۱۵۰ خانه نیز تخریب شده‌اند.

این وزارت می‌افزاید که از جمله ۱۴۰ تن، تاکنون ۳۰ جسد یافت شده‌اند.

: ‏ضیا بومیا، معاون کمیته مشترک رسانه‌ها و حکومت می‌گوید که یک تعداد کشورها با راه‌اندازی تبلیغات، فضای کار رسانه‌یی را با مشکل روبرو کرده‌است.

او می‌افزاید: «تخلیه خبرنگار تخلیه آزادی بیان و چرخ آزاد اطلاعات است

:  در دومین روز حمله طالبان بر شهر هرات درگیری ها میان نیروهای امنیتی و طالبان در بخش های گونه گون شدت یافته اند. با نزدیک شدن طالبان به شهر هرات تمام پروازها از میدان هوایی این ولایت لغو شده است.

منابع در هرات می‌گویند که طالبان بر دفتر نماینده گی سیاسی سازمان ملل متحد و برخی از پاسگاه های جنوب شهر هرات حمله های گروهی انجام داده اند.  

به گفته این منابع، در این حمله دو نگهبان این دفتر سازمان ملل متحد جان باختند

تاهنوز از تلفات برخاسته از درگیری های تازه گزارش نشده است.  

حمله های طالبان به روز جمعه به چند بخش جنوب شهر هرات گسترش یافتند.  

عبدالقیوم رضایی، باشنده هرات، گفت: «مردم خانه های شان را ترک کرده و به خانه های نزدیکان شان رفته اند. اما طالبان و دیگر گروه های تروریستی بدانند که مردم امروز افغانستان مردم ۲۰ سال پیش نیست.» 

: یک سازمان جهانی حامی آموزش برای فراهم سازی شرایط مکتب رفتن به میلیون ها دختر در کشور های نادار جهان چون افغانستان، خواهان پنج میلیارد دالر شده است.

این درخواست در نشست جهانی نهاد "مشارکت جهانی آموزش" که با میزبانی بریتانیا و کینیا به گونه آنلاین برگزار شده بود، مطرح شد.

در این نشست نماینده افغانستان اعلام کرد که حکومت این کشور ۲۰ درصد از بودجه اش را به آموزش اختصاص خواهد داد.

رنگینه حمیدی، سرپرست وزارت معارف افغانستان گفت: "من امروز اینجا هستم تا تعهد كنم كه حکومت  افغانستان به تعهدات مالی ۲۰ درصد (بودجه) به بخش آموزش ادامه خواهد داد و ما تا آخرین نفس برای این تعهد خواهیم جنگید."

: ‏شبرغان ښار کې یوه پولیسه مېرمن د خپل خاوند لخوا په ډزو وژل شوې.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ ویاند مسعود ندیم وایي چې دغه پېښه د شبرغان ښار په ینګه کینت سیمه کې رامنځته سوې ده.

هغه وایي چې وژل شوې مېرمنې له تېرو څو کلونو راپدیخوا د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

: ‏بهرنیو ځواکونو یو ځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل.

سرچینه وایي، د غه بریدونه شېبه وړاندې د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د تادین خان له کورونو سره د طالبانو پر یوه مرکز شوي.

د دغو بریدونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

‏دا له تېرو دوو اونیو راهیسې درېیم ځل دی چې بهرني ځواکونه د کندهار په جلا جلا سیمو کې طالبان په نښه کوي.

: ‏د کندهار ښار د لومړۍ حوزې اړوند د جنرال عبدالرازق له قبر سره چاودنې یو پولیس ټپي کړ.

چاودنه سیمه کې د سړک په یوه ګلدان کې د ایښودل شوي ماین له امله رامنځته شوې ده.

: ‏تخار کې ۲۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تخار سرپرست امنیه قومندان وایي، طالبانو د ښار پر سیمو تېره شپه تهاجمي بریدونه وکړل، چې د ځواکونو د کلک غبرګون سره مخ او په نښتو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

وسله والو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏کندهار کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال۳۶ طالبان وژل شوي.

سرچینې وايي، تېره شپه افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو کندهار او ژړۍ ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې پر مهال یې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۲۰  نور ټپيان دي.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏د هلمند په مرکز لښګرګاه ښار شمال لښکري بازار سیمه کې د ملکي کسانو پر یوه سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې ۸ تنه ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده. په پېښه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون پکې پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۶۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۳۱ تنه مړه شوي او ۹۶۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏سویډن هیواد له افغانستان سره د کرونا ناروغۍ ۱۲۴۰۰۰ دوزه واکسینو مرسته وکړه. د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا دا واکسین د استرا زینیکا کمپنۍ تولید کړي دي او سر له راتلونکې اوونۍ به هغو کسانو ته چې د استرا زینیکا واکسینو لومړی دوز ورته تطبیق شوی، د دوهم دوز په بڼه تطبیق پیل شي.

: ‏اردوغان: تحقیقات در مورد آتش‌سوزی در مناطق مختلف کشور با قوت ادامه دارد.

: ‏ابراز همدردی ظریف با آسیب‌دیدگان از آتش سوزی‌های اخیر در ترکیه.

: ‏روسي چارواکي وايي، د دې احتمال ډېر لرې دی چې طالبان دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړای شي. په ملګروملتو کې د روسیې د دایمي استازي لومړي مرستیال دیمیتري پولیانسکي په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د اوس وخت لپاره دا احتمال ډېر لرې دی چې طالبان به په زور واک ترلاسه کوي.

: ‏پاکستاني چارواکي وايي چې افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پاکستان کې شاوخوا ۳ ميليونه افغان کډوال ميشت دي او په وینا یې دغه هېواد نه غواړي چې د افغانستان امنيتي وضعیت لا پسې خراب شي او پاکستان ته د نورو کډوالو جوپې ورماتې شي.

: ‏د امریکا کانګرس د رایو په لوی اکثریت هغه اضطراري لایحه تصویب کړه چې له مخې یې په افغانستان کې هغو کسانو ته د ویزو شمېر زیاتېږي چې له امریکايانو سره ‌یې کار کړی دی. د دوو میلیارد او ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دغه لایحه په قانون د بدلېدو لپاره د ولسمشر جو بایډن توشېح ته اړتیا لري.

: ‏د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانکړي استازي توماس نیکلاسن په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې. نیکلاسن د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د دغې ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار کړی دی.

: ‏د ترکیې په جنوبي ساحل کې د اور لګېدو له امله ۳ کسان مړه شوي او تر ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. د مدیترانې سمندرګي په اوږدو کې د انتالیا په ختیځ کې دا تر ټولو پراخه اور لګېدنه بلل شوې ده. په دې ځای کې زیات هوټلونه او تفریحي ځایونه شته.

: ‏مشاوران امنیت ملی امریکا و پاکستان در مورد افغانستان با هم گفتگو کرده اند.

مشاور امنیت ملی امریکا در یک یاداشت توییتری نوشته که در دیدار با مشاور امنیت ملی پاکستان روی نیاز جدی برای کاهش خشونت‌ها در افغانستان و یک توافق سیاسی گفتگو کرده است.

: ‏په کابل کې د امریکا سفارت له افغان حکومت غوښتي،چې له افغان ځواکونو او اسلامي جمهوري څخه د دفاع لپاره یوه ستراتېژي جوړه کړي.

د دغه سفارت سرپرست او شارژدافیر په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې دوی د طالبانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي، خو د افغان ځواکونو پر وړتیا باور لري.

‏په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان له خپل پاکستاني سیال سره تر کتنې وروسته پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، له خپل پاکستاني سیال سره یې افغانستان کې د تاوتریخوالي په ژر تر ژره کمېدو او له سیاسي لارې د اختلافاتو په حل ‌وفصل خبرې کړې دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک