No-IMG

د طالب سپین زړي ناصحین او احساساتي مدافعین

ګل احمد هاتف

 

استاد محمد زمان مزمل په افغانستان کې یو له هغو پوهو، زړه سواندو او مسلمانو سپین ږیرو څخه دی چې باید هر لوری او هره ډله یې همیشه د زړه سواندي، ناقد او ناصح په حیث ومني او قدر یې وکړي.

استاد د ژوند په اوږدو کې له سختو تجربو پوخ راوتی چې د استاد هرې خبرې ته یې د پوهې او درایت قوت ورکړی. په تیرو څو لسیزو کې د چوکیو او مادیاتو په بیلابیلو سیالیو کې له هر څه بې پروا پاتې سو او له دې ټولو امتحانو نه الله تعالی پاک را ویستی.

دا صحیح ده چې د استاد تړاو د حزب سره و خو د استاد شخصیت له دې پورته دی چې یو حزب پورې منحصر سي، استاد د ملت او امت سړی دی. ددې ملت او امت هر فرد خپل بولي او په غم یې غمجن وي ځکه خو چې دلته هر څوک داسې څه کوي چې ضرر یې ملت ته رسیږي نو استاد ورته نصیحت کوي او نقد کوي یې.

بیا هم وایم دده هر نقد او نصیحت باید په ورین تندي واوریدل سي او قدر یې وسي. ځکه چې دا سړی د ټولو خواخوږی او په درد دردمن دی. د ده نصحیت او نقد نه د کومې شخصي عقدې څخه سرچینه اخلي او نه هم له چا سره د شخصي تربګنیو د پاللو عادت لري.

استاد څو ورځې وړاندې د افغانستان د روانو حالاتو په لوبغاړو باندې نقد کړی و چې طالبان یې هم نقد کړي. طالبانو کې یې هم د امیر خان متقي د هلمند خبرې نقد کړي چې بیا یې جواب کې د طارق بدر په نوم یو طالب لیکنه کړې چې یاده لیکنه یې متأسفانه د استاد په شمول ډیرو نورو کابل میشتو ته د طعنو او سپکاوي ډکه وه.

استاد خو یې بیخي په پټې حزبي عقدې پاللو باندې تورن کړی.

زما بدر صاحب ته دا مشوره ده چې استاد سم وپیژني او بیا یې په اړه قضاوت وکړي. استاد په تمامه معنی یو زړه سواند مشارو، ناصح او ناقد دی. استاد یو درد لري چې هغه درد یې په دې سپین ږیره او تېر عمر بیا هم ارامۍ ته نه پریږي. د استاد دا درد باید درک سي او د استاد قدر داني وسي. استاد د طالب او بل هر چا لپاره هغسې کابلی مشاور نه دی چې د بدر په اصطلاح د جمهوریت به سیوري کې دوی ته مشوره ورکوي او بیا دا هم غواړي چې مشوره یې باید ومنل سي بلکې استاد له ډیرو سترو تجربو، دردونو او پوهې را وتلی هغه سپین ږیری ناصح دی چې ټول هم او غم یې ددې کړېدلي ولس نجات دی، استاد په همدې سیاق کې نصیحت کوي او نقد کوي.

هیله ده طالب پلوه لیکوالان نه تنها د استاد په شان ناقدینو نقد په ورین تندي ومني تر څنګ یې خپله هم د زغم او تسامح کلتور ته د ودې لپاره لیکل وکړي. د استاد په شان دردمند او پوه ناصحین ددې ملت لپاره او دې ملت کې د هر جریان لپاره د الله لورینه ده، د داسې ناصحینو بې عزته کول او خوابدي کول به په لوی لاس پر ځانونو باندې د خیر د سترو دروازو تړل وي.

کابل میشتي ډیری سپین ږیري او ځوانان روزانه د بدر صاحب په اصطلاح د جمهوریت تر سیوري لاندې همدا د جمهوریت حکومت نقدوي نو که چیرې کوم مشر او سپین ږیري استاد طالبانو باندې نقد وکړ او نقد یې هم له یو درده وي بیا خو طالب هم باید زغم ولري.

همدا استاد زمان مزمل چي لوګر کې د طالب سټیج ته تللی او طالب ته یې نصیحتونه کول او نقد یې کاوه دا هم ساده خبره نه وه او نه ده. استاد پر ځان ډیر خطر منلی او بیا هلته تللی دا خطر هغه څوک درک کولای سي چې کابل کې اوسي او دلته د علماوو او د پوهانو مرموز قتلونه روزانه شاهد هم وي. خو استاد بیا هم د ملت او طالب دواړو د نیکمرغۍ لپاره دا هر څه په ځان منلي.

بله خبره دا چې طالبان اوس دا دعوه لري چې نوی نظام به جوړوي او د ټول ملت رهبري به کوي نو بیا خو باید دومره سینه ولري چې د یو سپین ږیري استاد نقد یې تندی تروش نکړي. د یو ملت امامت ستر زغم ته ضرورت لري. په دې هیله چې ددې ملک د رهبرۍ خلګ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او راشده خلفاو د زغم تاریخ مطالعه او خپل ژوند کې عملي کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک