No-IMG

د امریکا هیواد په 1776م کال د انگلیس څخه خپله ازادی او استقلال حاصل کړ

زلمی زابلي

 

خو په امریکا کی د شمال او جنوب ایالتونو ترمنځ ، د تورپوستانو د غلامۍ په سر نزاع او اختلاف په 1861م کال کی دامریکا دداخلی جگړی سبب وګرزید

یو شمیر شمالی ایالتونه چه نفوس یی  23 میلیونه سپین پوستی امریکایان تشکیلوی ، غوښتل چه نور د غلامۍ  سیستم په جنوبی امریکا کی ختم کړی

ځکه چه په شمالی ایالتونو کی صنعت ډیر پرمختگ کړی و او د غلامۍ  د سیستم سره یی اختلاف درلود

ولی په جنوبی ایالتونو کی زراعت او کروندی د صنعت په مقایسه وده موندلی وه ، نفوس یی 9  میلیونه تنه ته رسیده چه ددی جملی څخه  دری نیم میلیون تور پوستی آفریقایی االاصله  امریکایان وو

چه په جنوبی ایالتونو کی د سپین پوستو لخوا په غلامۍ باندی استخدام سوی وو چه په کروندو کی به یی زراعتی پیشه مخته بیوله او یا به یی په کورنیو کی د غلام په حیث خدمت کوی

د جنوب ایالتونو  دلږ نفوس او اقتصادی لږو امکاناتو په درلودلو سره د شمال ایالتونو په وړاندی  جګړه مشکل کار و خوبیاهم د جنوبی ایالتونو امریکایانو دخپل  سیاسی قدرت ددوام په خاطر په تورپوستانو باندی ، هرډول قربانی ته آماده سول

ددواړو شمالی او جنوبی ایالتونو تر منځ پوره څلور کاله مسلحانه توده او خونړی جګړه دوام وکړ ،

چه په پایله کی یی څلور سوه زره یا څلور لکه 400000 نفره ووژل سول ، څلور سوه اویا زره 470000نور داسی معیوب سول چه لاسونه اویا پښی یی دلاسه ورکړی وه ،

په میلیونونه نور امریکایان په روانی مرضونو مبتلا سول

ښارونه په ډیروایالتونو کی ویجاړ او لاری ، ریل پټلی ، زراعتی تاسیسات اونور نهادونه تخریب سول

په پایله کی په 1865م  کال شمالی ایالتونه په جنوبی ایالتونو باندی بریالی سول

د علامۍ سیستم په جنوبی ایالتونو کی د حاضر وخت لپاره ختم اعلان سوو ،

په اساسی قانون کی دری ضمایم اضافه سول چه د تور پوستانو حقوق یی په رسمیت وپیژندل ، تور پوستانو ته د رای ورکولو حق او د نورو مدنی حقوقو ضمانت وسوو ، ټول دری نیم میلیونه تور پوستان  د غلامۍ څخه آزاد سول

او امریکا دسره ، پرته له دی چه کوم ایالت ځنی خپلواک سی یا تجزیه سی ، دامریکا متحده ایالات په خپل ځای پاته  سوه

خو دا حالت  یوازی  څو کاله دوام وکړ وروسته جنوبی ایالتونو بیرته د تورپوستانو په وړاندی خپل مخکینی سیاست غوره کړ ، غلامی سیستم یی شروع کړ اود تورپوستانو  په حقوقو یی سترگی پټی کړی

داحالت په امریکا کی تر 1955م کال دوام درلود ،

چه تورپوستانو په امریکا کی هیڅ ډول مدنی حقوق نه درلودل ، په سرویس موټرانو کی باید سپین پوستی په چوکی ناست وی او تور پوستانو حق نه درلود چه په چوکی کښینی ،

د رای حق ، دملکیت درلودلو حق ، په عامه ځایونو ( پارک ، رستوران ، هوتل ، )کی تورپوستانو حق نه درلود چه گډون وکړی

تر څو چه په 1955 م کال کی  په یوه بس سرویس موتر کی یوه تور پوستی ښځه د یوه سپین پوستی  په وړاندی د خپلی چوکی څخه پورته نه سوه ، سپین پوستی نفر حکومت ته شکایت وکړ  ، تورپوستی ښځه دقانون سره مطابق توقیف سوه

خو تورپوستانو په ټول امریکا کی تظاهرات پیل کړل ، متحد  سول نور یی دا د غلامۍ ژوند نه خوښوی

 او په بس سرویسونو کی ‌یی د نه سپریدلو  تحصن پیل کړ

ددی جنبش او غورزنګ مشرۍ او رهبرۍ یوه تور پوستی ځوان کوله چه مارتین لوترکینگ جونیر نومیده

نوموړی جنبش او غوررنګ په دولت د تورپوستانو مدنی حقوق ټول ومنل

خو مبارزی یی تر 1968 م کال دوام وکړ ، مبارزه یی مدنی اود تاوتریخوالی څخه لیری وه ، مارتین لوتر کینگ جونیر د 1964 کال د نوبل نړیواله جایزه وګټله یو نړیوال پیژندل سوی شخصیت سوو

خو په 1968 کال دیوه شخص لخوا ترور سوو ، ولی د خدمت څخه یی نن ورځ ټول تورپوستی  گټه پورته کوی

په نړی کی ټولی مبارزی مسلحانه نه دی کامیابه سوی ، نوری لاری هم شتون لری چه ملتونه په هنر او ابتکار سره هغه لاری تعقیب کړی تر څو خپل نهایی  موخو ته ورسیږی، خو اساسی شرط یی دملت ملی وحدت دی

مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک