کندهار کي د وحشت فضاء خپره ده
ځوان فیضي
اړین سپیناوی
نن نولسمه ده چي پر کندهار ښار ویر دی، هره ساه مو په ویره او هر ارمان مو خاوري دی.
-: په ناحیو کي د شپې او ورځي جنګ، بمبار او په ټوله ښار کي د ډز ږغونه دي،
-: خلګ د کورونو ایستل کیږي او د ځای بندوبست یې نسته، که یوه لا بله ناحیه کډوال سول بیا د خلګو هم تر وس تیریږي.
-: د ښار هدیرې او مرکزي جاده په روینیانو او نور واټونه په کډوالو ډک دي.
-: د غیر جنګي ساحو په کورونو کي تر څلورو کورنیو کډوال دوستان اوسي.
-: یوې سروې تر اوسه ۲۲۰۰۰ کورنۍ حسابلي دي (في کورنۍ پنځه نفره تر یو لک انسانانو اوړي)
-: خصوصي ښوونیز مراکز بند دي،
-: منځنۍ طبقه ښاریان او چکنه دوکانداران مچان جنګوي،
-: پانګوال پر خپلو پانګو پوري حیران دي،
-: د کندهار پوهنتون استادانو پر پوهنتون د پیرې لپاره نوکریوالي ایښې ده،
-: میندي، پلرونه، میرمني او ماشومان روحي شکنجه دي،
-: برق نسته،
-: تیل په ۶۱ سوه.
-: ګرمي تر ۴۰ بالا چلیږي،
-: د ماشومانو بدنونه مو ټول ګرمکي دي، په ویښه او خوب کي بیریږي، ژاړي.
-: د شپې پر تلیفوني شبکو او ګرځلاو بندیز دی،
موټرګاټان بند دي او بديل یې نسته،
-: خط ته نژدې مساجدو کي د سهار او ماخستن لمونځ نه کیږي. حتی زموږ په مسجد کي نن دریمه ده جماعت ندی سوی.
-: خوراکي توکي ګران سوي دي او د کنټرول څرک لا نسته،
-: په ځینو ناحیو آن عمومي جادو کي ځای ځای ماینونه کرل سوي دي،
-: عامه شتمنۍ لوټ (برایی یې په خط اول کي درملتون وهلی دی) او دوکانونه وسوځل سول،(د عصمت د پوستې سره د زمري او عبدالمحمد پر دوکانونو پرون دودان ګرځېدل)
-: ملکي خلګ ټپي او وژل کیږي، خو حقوق بشر سازمان د طلاق په قضایاوو پسي سترګه رغړوي،
-: د خلګو د کورونو څخه طرفین د سنګر کار اخلي.
-: په ښار کي نظامي نظم خصوصا منظم یونیفورم نه مراعتیږي.
-: ټوله ښار د نظامي چوڼۍ بڼه غوره کړې ده.
-: په ښار کي تر دومیلې او دیسي توپونو پوري درنه اسلحه کاریږي،
-: د صحت عامې ورځنۍ راپور په وینو لړلی وي،
او جنګ د زهرو بوی دی،
هره ساه د مرګ په یره ده.
چوپتیا ❌
