یو بل ته د خپلو باتوريو، او وژلو پیغورونه مه ورکوئ
ددى کونډو رنډو، او یتیمانو دى کاروانو دى بندولو په غم کى شۍ، په جنګ او ديو بل په وژلو غښتلي کيږۍ نه، او نه دى آزاد او په خپلو پښو ولاړ افغانستان خاوندان، چى تاسو يى خلکو ته وعدى ورکوۍ؟
بعضى خو دومره بى رحمه او پردي شوي، چى د سولى پرځاى دى پرديو دطيارو د بمونو ٶرولو ته هم لبيک وايي، پرون مى دى ٶلسى جرګى دى يو څو وکيلانو غوښتنه له امريکا نه د آشنا له تلويزيون له څپو نه واوريده، چىامريکايانو ته بيا ددىبلنه ورکوى، چى دى ډرون حملى وکړۍ او ولى مو دى ډرون حملى درولي؟
ښه چى داسى وکيل، وزير او،،، ٶ لرو، چى يوازى دى خپلو ګتو او موقف په خاطر په دى هم نه شرميږى چى په خپل ولس دى بمونو ٶرولو بلنه هغو ته ورکوى، چى نور دى افغانانو په وژلو ستړى شويدى، آيا داسى خلک سوله غواړى چى افغانان دى دى بم اوباروتو نه لرى په امن کى ژوند وکړي؟
ځواب،نه،
ربه سوله!
