د يو دردمند افغان د زړه ږغ
خان محمد ستانکزی
جوبایدن، اروپا او انگلیس او BBC پرېږدئ، زما واورئ؛
- زما حکومت چې تر اوسه پورې د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت دی،
- زما حکومتي مشران چې تر درې کالونو پورې په دې نه جوړېدل چې څوک وزیر کړي، څوک معین، څوک سفیر، ...
- زما اردو او پولیس چې هر کال له ۱۰ زرو نه ډېر وژل کیږي،
- زما ملکي خلک چې هر کال له ۷ زرو نه ډېر وژل کیږي،
- زما په وطن کې چې هر کال له ۵ زرو نه ډېرې ښځې کونډې کېږي،
- زما په وطن کې چې هر کال له ۲۵ زرو نه ډېر ماشومان یتیمان کیږي،
- زما په وطن کې چې هر کال له ۱۰ زرو نه ډېر انسانان د طالب په نامه وژل کیږي،
- زما په وطن کې چې یوازې په یوه ولایت کې (د هلمند په هکله د سره صلیب راپور) په یوه کال کې ۷ زره انسانانو ته مصنوعي پښې او لاسونه اچول کیږي،
- زما په وطن کې چې د حکومت مشر د نړۍ والو د ټکسونو او د کلیساګانو د خیراتونو په شل زره ډالرو یوه جوړه درېشي جوړوي او اغوندي،
- زما په وطن کې چې د خدای عظیم نعمت او غټه عایداتي سرچینه اوبه ګاونډیانو ته ځي، زه پرې بندونه جوړوم او وطندار مې راځي بم ورته ږدي او ساتونکي یې وژني،
- زما په وطن کې چې تر اوسه داسې روغتون نشته چې د ناروغ درملنه وکړي او هره ورځ په زرګونو انسانان مجبورېږي چې په ټیټو سترګو ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي،
- زما په وطن کې چې تر اوسه مکتب ورانول، روغتون ورانول، پول ورانول، پولچک ورانول، سرک ورانول... جهاد بلل کیږي،
- زما په وطن کې چې په مکتب کې ماشومان په وینو لمبول کیږي،
- زما په وطن کې چې د مکتب نجونې مسمومې کېږي،
- زما په وطن کې چې په جومات کې د منبر لاندې بم اېښودل کیږي او ملا وژل کیږي،
- زما د وطن په لسګونو زره خلک چې په ټیټو سترګو په اروپا کې د پناه اخیستلو لپاره له ځنګلونو او سمندرونو تېرېږي او بیا له عیسویانو او موسویانو د پناه غوښتنه کوي،
- زما په وطن کې چې د وطن د بربادۍ پیلوونکی او د ګاونډیانو جاسوس ملي مشر، ملي قهرمان، آیت الله... بلل کیږي،
- زما د وطن د جنګیالیو ډلو مشران چې په خپل وطن کې د سولې جرګې ته په ناسته شرمېږي، په قطر، اسلام اباد، جده، مسکو، پاریس، جاکارتا... کې د افغانستان سوله لټوي،
- ...
نو ته او خدای زه به د نړۍ په اوږو د یوه معیوب په څېر بار نه یم؟ نړۍ به تر څو پورې زما معیوب او معلول وجود زغمي؟
