No-IMG

سرتېریه اختر دې مبارک شه!

احسان الله سباوون

 

خو کاش چې دا هسې کاذب او غوولونکی شعار نه وی، کاش چې دوی تاته دې شعار سره د یوې میاشتې بخششي معاش درکړی وی، کاش چې ستا له اعاشې یې غلا نه کولی، کاش چې ستا له مرګ وروسته یې ستا کونډې ته په رشوت کتابچه نه جوړولی او یا اقلاً هغه د څو میاشتو بند معاش یې درکړی وی.

سرتېریه!

تاته دې اختر مبارک وي!

خو چارواکي کاذب دي، مکار او غولوونکي دي، ستاسو په وینو او ستړیاوو سودا کوي او له خپل هوس یې ځاروي.

چارواکي ستا د وینو پوروړي دي.

د چا له هوسونو نذرانه شولې ستا وینې

د چا د ژوند خیرات او پیمانه شولې ستا وینې

هغوی ته تر پرونه افتخار وې چې پکار وې

نن څومره یې له ځانه بېګانه شولې ستا وینې

سرتېریه!

خدای دې وکړي چې راتلونکي اخترونه په یو سوکاله، ودان او اباد افغانستان کې ولمانځو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک