No-IMG

خالص بابا؛ د حکمتيار صاحب ملاتړ وکړئ

محمد اسماعيل ځاځی

 

الله سبحان تعالی فرمايی څوک چه حق نه وايي زه هغه ته هدايت نه کوم؛

دغه څو ورځی دی مولوی صاحب خالص دی شخصيت،علميت او شخصي ژوند په رابطه څرنګندونی دی قدر وړ دي خو دی بعضی مشرانو څرنګندونی چه هغوی هم دی ژوند آخری شپی ورځی شماري ډيری حيرانونکی دي .اول دا چه خالص صاحب دی حزب او دی شمال ايتلاف چه دی رباني،سياف،مسعود،دوستم، مزاري او دی کمونستانو دی پرچم شاخی مشرانو لکه وکيل،مزدک،علومي،اعظيمي څخه جوړ شوی وو او دی کودتاه له لاری واک ته رسيدلي وو. دی صلح يا روغی جوړی مشري کوله کله چه خالص صاحب دی رباني،سياف او مسعود سره ليدلي وو هغوی تر آخره دی حزب په انحلال او دی حزب  خلاف په جنګ ټينګار کولو همغه وو چه خالص صاحب مستقيم ننګرهار ته ځي او حکمتيار صاحب ته دی شمالي خان په لاس پيغام پريږدي او رباني او ملګرو ته يی دی ياغيانو خطاب کوي.

دوهم دا چه دی خالص صاحب دی تصوير په ليدو سره می دی مزمل صاحب هغه خبری ذهن ته راشي کله چه زه او مزمل صاحب څو ورځی په شارجه کی دی استاد عارف ميلمانه وو هغه ويل يوه ورځ دی خالص صاحب پوښتنی ته ورغلی وم خالص صاحب راته وويل چه خبر شوم حکمتيار دی امريکی خلاف دی جهاد اعلان کړی وايی ما ورته وويل هو خو مشکله دی څوک نشته ورسره په يوازی ځان به څه وکړي وايی خالص صاحب چه بيمار وو او په کټ کی پروت وو را پاڅيدو او راته يی وويل کاشکی ځوان وی زه به دی حکمتيار صاحب په څنګ کی لکه سپاهي ولاړ وم او راته يی وويل ګوری حکمتيار تنها مه پريږدی نو خالص صاحب په هغه وخت کی ځکه دا خبره کړی چه حکمتيار تنها مه پريږدی چه بل هيچاه دی ناټو دی اشغال خلاف خبره هم نه شوه کولی او دی نړی په سطح يوازينی شخصيت چه دی اشغال خلاف يی دی جهاد ناره پورته کړه هغه مشر وو. دا دی امريکی دی يرغل لمړی ورځی وی هغه وخت چه دی طالبانو تحريک په مکمله توګه له منځه ولاړ او تر دوو کالو يوازی حزب اسلامي دی حکمتيار صاحب په مشری دی يرغل خلاف جنګيدو.مطلب می دی بعضی مشرانو غوړه مالي دی چه ولی دی ژوند په آخرو شيبو کی حقيقت نه وايي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک