No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالبان وایي سپین بولدک کې د سلګونه کسانو د وژلو او نادرکۍ په تړاو څرګندونې دروغ او افواهات دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي وروسته له هغې چې سپین بولدک ولسوالۍ د دوی لاس ته ورغلې حکومتي دستګاه داسې تبلیغات پیل کړي، چې طالبانو هلته د تسلیم شوو کسانو په وژنه او نیونه لاس پورې کړې ‏په داسې حال چې د طالبانو ویاند دا راپورونه غلط بولي او د دوی لاس ته ددې ولسوالۍ تر ورتګ وروسته له افغان سرتیرو او پولیسو سره ښه چلند شوی او هلته هیچاته زیان نه دی رسیدلی.

‏طالبان وایي، چې  د بولدک په مربوطات کې د شخصي خصومت له امله ۲ تنه وژل شوي وو چې دوی يې د عاملینو په نیولو او د قضيې په څیړلو بوخت دي.

‏د طالبانو اعلامیه کې راغلي، چې سیمه کې د دوی له خوا د وژنو بې اساسه اوازې خپریږي، دوی بشري او بین المللي ادارو او رسنیو ته بلنه ورکوي، چې د سپيناوې لپاره دې د سپین بولدک ولسوالۍ ته په ازاده او خوندي توګه سفر وکړي.

: ‏ولسمشر غني د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ټليفوني خبرې کړې.

ولسمشر غني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي, د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره مې د افغانستان او امريکا ترمنځ د متحوله خو دوامداره اړيکوپه اړه خبرې وکړې. ولسمشر بايډن يوځل بيا د افغانستان له امنيتي ځواکونو څخه دملاتړ ددوام ډاډ راکړ.

‏ولسمشرغني وايي, مونږ يوځل بيا افغانستان کې د سولې او امنيت لپاره د افغانانو پر يوالي ټينګار وکړ.

: ‏کمیسیون حقوق‌بشر: در ۱۵روز ۳۳ تن در مناطق زیرکنترل طالبان در کندهار ترور شده‌اند.

: ‏وزارت امور داخله اعلام کرده‌است که برای جلوگیری از حمله‌های هراس‌افگنانه، در ۳۱ ولایت قیود شب‌گردی وضع می‌‌شود.

وزارت داخله می‌گوید که این قیود شب‌گردی در ۳۱ ولایت کشور به استثنای کابل، پنجشیر و ننگرهار، از ساعت ده شب تا چهار صبح اعمال خواهد شد.

: ‏کرونا در افغانستان؛ مرگ ۳۲ تن و ثبت ۲۰۳ رویداد در شبانه‌روز گذشته.

: ‏د لوړ زده کړو وزارت وايي ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو اونیو هېواد کې د ټولو لوړو زده کړو بنسټونو د زده کړیالانو حضوري درسونه په تدریجي توګه پيل شي.

د دغه وزارت د پرېکړې پر بنسټ، دغه بهیر له هغو ولایتونو پېلېږي چې پر کورونا د اخته کسانو کچه یې له ۳۵ سلنه ټيټه وي.

‏د عامې روغتیا وزارت همدارنګه ویلي دي چې زده کړیالانو ته به واکسین هم ولګول شي.

: ‏سوېل کې د ملي امنیت ٠٣ قطعه ادعا کوي چې د یادې قطعې ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار ١٣مې حوزې اړوند د "سرې غونډۍ" په سیمه کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏ولسمشر اشرف غني: د شپږ نیمو بجو امنیتي غونډو پایلې مثبتې وې او باید نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

هغه وايي، د یادو امنیتي غونډو په مرسته د کابل ولایت اړوندو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

: ‏د هرات ځایي چارواکي د دغه ولایت د ختیځو ولسوالیو لپاره د طالبانو د یو مهم قومندان د وژل کېدو ادعا کوي.

د هرات ولایت مقام وایي، ملا خادمي د طالبانو د نظامي کمیسیون مسؤول و، چې  تېره شپه د افغان ځواکونو له لوري کرخ ولسوالۍ کې وژل شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه: مبارزه برای استقلال ملت قهرمان‌مان که علیرغم تمامی دشواری‌ها به پیروزی دست‌ یافتند، با انعقاد پیمان صلح لوزان در صحنه بین‌المللی تایید شد.

عزم راسخ برای ورود به سال 2023 و در جشن یکصدمین سالگرد اعلام جمهوریت به عنوان کشوری قدرتمند به لحاظ اقتصادی، سیاسی، نظامی و دیپلماتیک و مستقل و مرفه، داریم.

: ‏امریکایي رسنیو د یوې سروې پر بنسټ راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د ولسمشر جو بایډن د ملاتړ کچه ۵۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده. راپور کاږي، په دغه سروې کې د جولای له ۶مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له ۱۰۰۷ امريکايانو څخه د بایډن په اړه د نظر پوښتنه شوې ده.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې دوی دغه هېواد ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره راغلي وو او ښکاره ده چې دوی نه غواړي دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف طالبان ستایلي او ویلي یې دي چې د یادې ډلې مشران سلیم عقل لري او سالم خلک دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو مسکو ته په خپل وروستي سفر کې ډاډ ورکړی دی چې د دوی له لوري د پخواني شوروي اتحاد ملګرو هېوادونو ته هیڅ ډول خطر نه دی متوجه.

: ‏د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران په سیستان او بلوچستان کې له وسله والو مخالفینو سره په یوه نښته کې د سپاه پاسداران څلور عسکر وژل شوي دي.

: سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون (جمعه د زمري په لومړۍ نېټه) د بېړنیو اړتیاوو لپاره صندوق نه، افغانستان کې له اوسني وضعیت نه کډوال شویو کسانو او امریکا ته له افغانستانه د ځانګړې کډوالۍ ویزو بهیر لپاره، د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بودیجې منظورۍ امر کړی دی.

د سپینې ماڼۍ بیان کې راغلي:"کېدای شي دا مرستې دوه اړخیزې یا څو اړخیزې ترسره شي. دا مرستې به د نړۍوالو بنسټونو، غیردولتي بنسټونو، حکومتونو، ادارو او د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لارې وي."

د امریکا متحده ایالتونه دمګړۍ هغو زرګونو افغانانو ته، امریکا ته د کډوالۍ په ځانګړو ویزو کار کوي، چې افغانستان کې یې امریکايي ځواکونو سره کار کړی او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځانونه خوندي نه احساسوي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې جالیناپورټر ویلي:"د طالبانو له‌خوا، افغان‌ژباړونکو او نورورو افغانانو سره د تاوتریخوالي او ظلم وروستي رپوټونه ښيي،چې هغوی بشري حقونو او بشري ژوند ته درناوی نه‌‌کوي.دا هدفي بریدونه،د ودانیو ویجاړول او پر نورو افغانانو بریدونه په کلکه غندوو."

: ‏په چین کې د سختو سېلابونو تلفات ۵۶ کسانو ته رسېدلي.

د چین رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي، چې د چین په ځینو سیمو او په ځانګړې توګه، هینان ایالت کې، څو ورځې وړاندې سخت بارانونه وشول، چې ورپسې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې د سر او مال زیان اړولی دی.

: ‏د امريکا ولسمشر وايي, د طالبانو ادعا چې د افغان کشالې سوله يز حل غواړي ددوی له عمل سره په تضاد کې ده.

د امريکا ولسمشر جوبايډن له ولسمشر غني سره په ټليفوني خبرو کې ويلي, د طالبانو وروستي تحرکات ددوی د هغې ادعا سره چې افغانستان کې د سياسي جوړجاړي غوښتونکي دي په ټکر کې ده.

‏جوبايډن دې خبرو کې ولسمشر غني ته له افغانستان څخه د امريکا له ملاتړ ډاډ ورکری.

: ‏د بريتانيا د پارلمان د عوامو مجلس د راپور پر اساس د دې هېواد انکشافي بودجه څلور مليارده پونډه کمه شوې چې په پايله کې يې د افغانستان په ګډون له حبشې او يوشمېر نورو هېوادونو سره د دې هېواد مستقيمې مرستې کمې شوې دي.

بریتانیا تېرو کلونو کې د افغانستان یو له مهمو دونرانو څخه و.

‏بل لور ته کابل کې د بريتانيا سفارت بی ويلي، چې هېواد یې له افغانستان سره انکشافي مرستو ته ژمنه ده چې سږ کال به هم له افغانستان سره ۱۰۰ ميليونه پونډه انکشافي او ۷۰ ميليونه پونډه له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

: ‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې داعش ډلې په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان په ننګرهار او کونړ کې ماتې وخوړه، رهبران یې ووژل شول خو دغه ډلې نورو ولایتونو ته مخه کړې ده او د خپلو لیکو د پیاوړتیا په لټه کې ده.

‏ملګري ملتونه وایي داعش ډله ځوانان او هغه وسله وال طالبان او سخت دریځي جلبوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې مخالف دي. د راپور له مخې القاعده شبکه هم افغانستان کې فعاله ده او دا مهال پنځلس ولایتونو کې حضور لري، چې لیکو کې یې د افغانانو تر څنګ د سیمې د هېوادونو وګړي هم شته دي.

‏ملګرو ملتونو ادعا کړې چې د القاعده شبکې مشر هم په افغانستان کې دی خو له ناروغۍ کړېږي.

: ‏د ځینو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو له حکومت او طالبانو غوښتي څو د سولې جدي مذاکراتو ته داخل شي.

د امریکا، اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایتالیا، ناټو، ناروې او برېټانیا استازو، د جولاي په ۲۲ مه د ایتالیا په روم کې غونډه کړې د افغانستان پر وضعیت او پر سوله یې خبرې کړي.

‏د دغو هیوادونو استازو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان کې د شخړې حل لپاره پوځي لار نه‌شته او دوی به د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ، چې ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی، افغانستان کې په زور جوړ شوي حکومت نه ملاتړ و نه‌کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک