د سولې د فرصتونو چانسونه په ختميدو دي؟؟
د ولسمشر په توګه د غني مسؤلیت دی چې د نظام د بقا لپاره وتپېږي، خو تر دې دروند مسؤلیت یې دا دی چې دا تراژیدي ختمه کړي او د سولې رامنځته شوی فرصتونه تر دې ډېر تخریب نه شي. تقریباً هغې پولې ته رسېدلي یو چې دا قضیه دې یوازې د جنګ له لارې حل شي او پيامونه يى په لوړه سطحه اعلانيږي، چى يواځى غم ځپلي ٶلس به ددې قیمت به ډېر لوړه بيه پريکوي.
په هيواد کې داسی کسان شته چې ددی اوسني نظام په لړکې يې دا چانس پيدا کړی چې د ورځې زرونه ډالر اوس هم ګټي، همدا کسان وايي چى مخالفين بايد اساسي قانون ٶ مني اورا دى شى ددوى سره دى ګد حکومت کى شريک شى،معنایی دا ده چې مخالفين دى له جنګ نه لاس واخلي چې د دغو سود خورو ډالريزى ګټى اوڅوکۍ پکې صدمه ونه ويني ځکه ددوى همدا مطلب د اساسي قانون په لفافه کې نغښتی دۍ؟
په دې هيواد کې چې څوک جنګ کوي معلوم دي، يو طرف پکې همدا د امريکا تر وزرو لاندې روزل شوي ډالري تجاران دي، چى د غصب، فساد له لارى شهرکونه، بلدنګونه، اوپه لوړه سطحه سرمايى لرى، او بل طرف وايي چې دغسې بد نام جريان ته تسليميدل خو د يوه ژوندي ملت محوه او نابودي ښکاري نو ځکه جنګ روان دی؟
که څوک وايي چې مخالفين بايد له جنګ نه لاس واخلي او تفاهم ته دى حاضرشي ښه خبره کوى چى دا دى ټول ملت غوښتنه هم همداده، هغوی باید دا هم ورسره ووايي چې داشڼیدلۍحکومت د خپل ناکام سياست له امله چى هيواد يى دى يولوى بهران خواته کش کړۍ، ولى له مطرحو مشرانو صلاحيت لرونکى قيادى شورا له جوړولونه حراص لرى؟ چى دى سولى،جنګ اونورو مهمو مسايلو دپريکړو تصميم لرونکۍ صلاحيت ولري، یقینا چې بیابه يا سوله راځي. آوپا به دجګړه کونکو په مقابل کى د واحد صف دريز نيسي،
اما متاسفانه چی دغه ظرفیت دی قدرت دی لیونیانو په وجود کی نه لیدل کیږی،
ځکه موهره ورځ تورسری،سپین ګیری، ماشومان اوځوانان په ډيره بیرحمۍ سره په جنګ کى يى هم کورونه ورانيږى او هم وژل کیږی،
ربه سوله!
