مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، ترهغو چې افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته نشي سوله نشي راتلای.
نوموړي له اسوشیتد پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي،طالبان نه غواړي چې د زور له لارې واک ته ورسیږي،خو تر هغو چې بل حکومت نه وي رامنځ ته شوی،دسولې ټینګښت ممکن نه دی.
✒: افغان ځواکونو د هرات ولایت کرُخ ولسوالي له طالبانو څخه بیرته ونیوله.
✒: د کورنيو چارو وزارت وياند وايي,
سپين بولدک ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو د سلګونو بېګناه افغانانو پر کورونو هجوم وروړى، کورونه يې لوټ کړي او شاوخوا سل بېګناه کسان يې وژلي دي.
✒: د ولسمشر دملي امنیت سلاکار د بریتانیا له لوی درستیز سره کتلي.
د ملي امنيت شورا وايي, حمدالله محب بریتانیا ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د دفاع وزارت له لوی درستیز سر نک کارټر سره کتلي او د اوسني وضعیت په اړه يې خبرې کړې او د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتوالي سره یې په ټینګار مخالفت څرګند کړی.
✒: د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي، تیره شپه افغان ځواکونو د پکتیا سیدکرم ولسوالۍ بیلابیلو سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات تر سره کړي، چې له امله یې ۱۷ وسله وال وژل شوي او نهه ټپیان دي.
طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ويلي.
✒: د هرات ځایي چارواکي ادعا کوي چې کروخ ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو قومندان د خپلو ملګرو سره وژلی.
چارواکي وايي، دغه طالب قومندان ملاعارف کروخي نومیږي، چې کروخ ولسوالۍ کې یې د طالبانو مشري کوله.
طالبانو تراوسه د دغه طالب قومندان د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.
✒: کندهار کې مشهور ټوکمار نظر محمد ووژل شو.
دغه کمیډین پولیس چې په خاشه ځوان مشهور و، د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې یې د پولیسو په کرښو کې دنده لرله، تېره شپه د ډنډ ولسوالۍ اړوند پوټي کلي کې له کوره ایستل شوی او وژل شوی دی.
سرچینه وايي، خاشه ځوان طالبانو له کوره ایستلی، خو خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هغه ډیر کله د خپلو ملګو د خوښیو په محفلونو کې کمیډي سندري او تمثیل هم کاوه.
✒: کندهار کې له تېرې شپې راهیسې د جګړې له امله ۱۱ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچینه وايي، دغه مرګ ژبله د کندهار ښار لسمه، دیارلسمه حوزه، د ارغنداب، ډنډ او پنجوايي ولسوالیو کې اوښتې ده.
د سرچینې په خبره، دغه ملکي وګړي په مرمۍ، هاوانونو او ماینونو کې ټپیان شوي.
✒: تېره شپه د کندز ښار چهل مزار او عنایت کنډک سیمو کې بیا د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې.
کندز کې ۲۱۷ قول اردو وايي، په نښته کې د یو سرګروپ طالب په ګډون لس ته وژل شوي، ۹ نور ټپیان دي او د عنایت کنډک او چهل مزار سیمه هم د وسله والو له شتون پاکه شوې ده.
✒: د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، پولیسو یو تن چې ۵۰ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې مربوطاتو څخه تښتول شوی وو، د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ په ګولایۍ سیمه کې د انسان تښتونکو څخه راخوشې کړ.
خوګیاڼی زياتوي، انسان تښتونکو د یاد تن له کورنۍ څخه د خلاصون په بدل کې ۳ سوه زره امریکایي ډالر غوښتل او انسان تښتونکي په تېښته بریالي شوي.
✒: طالبان در یک اعلامیه حملات هوایی اخیر از سوی ارتش امریکا به حمایت از نیروهای امنیتی و دفاعی افغانستان در ولایتهای کندهار و هلمند را محکوم میکند و میگوید که این گونه حملات سرپیچی علنی از توافقنامه صلح دوحه است و عواقبی در پی خواهد داشت.
✒: در دو رویداد جداگانه در پروان ۱۱ تن کشته شدند.
عبدالروف ارزگانی، فرمانده پولیس پروان، میگوید که حوالی ساعت ۱۲ شب گذشته در نتیجه عملیات نیروهای قطعه ۰۱ در ساحه رباط ولسوالی بگرام این ولایت ۸ تن افراد مسلح غیر مسوول کشته شدند.
او میگوید که در یک رویداد دیگر در درگیری میان افراد مسلح در ساحه ولسوالی جبلالسراج این ولایت، سه تن کشته شدند.
✒: روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وبا ۲۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۴۴ زره او ۸۳۴ تنو ته ورسېد. روغتیا وزارت ویلي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه ۳۶ تنه مړه شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۶۳۹۲ تنو ته ورسېد.
✒: د طالبانو یو پلاوي د امریکا، اروپايي ټولنې، د ناټو ملکي استازي، یوناما او د قطر استازو سره غونډه کړې. غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د سولې په اړه د دوی په پالیسۍ کې بدلون نه دی راغلی او دا ډله غواړي چې د افغانستان مسئله د خبرو له لارې حل شي.
✒: د افغانستان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیران افغانستان ته د استرالیايي دیپلوماتانو د بېرته راتګ د څرنګوالي په اړه خبرې خبرې کوي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د خپل دیپلوماتیک حضور د بیا پیلولو په باب د اسټرالیا د حکومت د پرېکړې هرکلی کوي.
✒: دستیابی به حجم_تجاری 5 میلیارد دلار اولویت نخست ترکیه و پاکستان.
✒: وزارتدفاعملی_ترکیه: قایق حامل 45 نفر در جنوب غربی كاش آنتالیا غرق شد.
وزارت دفاع ترکیه: 37 تن از سرنشینان قایق حامل مهاجران كه در 161 مایلی جنوب غربی كاش در 3آنتالیا غرق شده بود، نجات یافتند و جستجوی 8 نفر دیگر ادامه دارد.
✒: اقامه اولین نمازجمعه در مسجدبلال آقای منطقه ماراش قبرس پس از 47 سال.
✒: ازبکستاني چارواکو ویلي داسې کوم قانوني اساس نشته چې د امریکا په غوښتنه د زرګونو افغانانو موقتي کوربتوب وکړو چې د امریکا ویزې ته منتظر دي.
✒: د اروپايي ټولنې دوو چارواکو ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړو زور اخیستی، دغه ټولنه غواړي د کډوالۍ د مخنیوي له پاره له افغانستان او د دې هیواد له ګاونډیو سره مالي مرستې وکړي.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې پروسې او څو نورو مسایلو په تړاو د قطر د صدراعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي.بلېنکن ویلي د افغان سولې د خبرو د چټکتیا لپاره د قطر په ملاتړ، له یمن سره په مرستو او ځینو نورو مسایلو باندې له ال ثاني سره غږېدلی دی.
✒: تاجکستان د افغانستان سره پر پوله د افغان کډوالو احتمالي څپې لپاره تیاری نیسي. تاجکستان په افغانستان کې په دې وروستیو کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو او جګړو د کچې د لوړیدو له امله ۱۰۰ زرو افغان کډوالو ته پناه ورکولو ته چمتوالی نیسي.
✒: تصویب طرح صدور ۸ هزار ویزه دیگر امریکا برای "افغانانِ در خطر".
✒: بازیهای المپیک توکیو ساعت ۳:۳۰ دقیقه پس از چاشت امروز به وقت افغانستان در ورزشگاه ملی شهر توکیو آغاز میشود.
قرار است در مراسم رژه فرزاد منصوری تکواندو کار کشور و کیمیا یوسفی ورزشکار رشته اتلتیک بیرق سه رنگ افغانستان را حمل کنند.
✒: د هند په مهاراشترا ایالت کې د ځمکښويېدنې له امله ۳۶ تنه مړه شوي او تر ۴۰ نور کسان لا هم لادرکه دي.
✒: امریکایي جنګي الوتکو له بهره افغانستان کې هوایي عملیات کړي دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي، امریکایي جنګي الوتکو د افغان ځواکونو په ملاتړ کندهار او څیرمه ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي دي.
✒: روسیې د افغانستان او تاجکستان پرګډه پوله جنګي تجهیزات او پوځي وسایط ځای پرځای کړي.
د روسیې دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې روسي الوتکې د افغانستان او تاجکستان سرحد ته د دې وسایطو د انتقال په حال کې دي.
روسیه اندېښنه لري چې افغانستان کې د جګړې ترشدت وروسته، ممکن یوشمېر جنګیالي د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ولاړ شي.
