No-IMG

څه د پاسه د څلویښتو هیوادونو بربنډه غلامي د پاکستان په شکمنه غلامۍ پټه شوه!!!

دا جنابان د پاکستان سره په نمایشي ناسالم رقابت کې غواړي ځان د ملت خواخوږئ او محبوب معرفي کړي!

د افغانستان په اوسني سلیقوي سیاست کې دا د مشهورتیا او مطرح کېدو لپاره د راز ټکئ دئ چې باید له دولتي سټېج د پاکستان په خلاف خوله وازه کړي، دا کار لومړئ محب کاوه چې څه ناڅه خپل اهداف ئې پرې خپل کړل! اوس طالح دا کار شروع کړئ، غواړي خپلې غږېزې ویډیوګانې په تاریخي آرشیف کې خوندي کړي، چې سبا ملت ووائي، چې همدا سړئ د هیواد د ملي منافعو یواځنئ وارث ؤ!!! سبا که ووژل شي هم نو به د ملت شهید وي؛ لکه نجیب!!

لومړئ باید خپل موقف واضح کړم؛ تر څو د پنجابي ټاپه مو په تندي ونه لګیږي! د پاکستان د هر رنګه سیاسي او نظامي مداخلې دومره مخالف یم، چې فکر کوم په ټول ملت کې به دا درد یواځې  زما سره وي، او هر هغه څوک چې په واقعي توګه د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې لوبیږي، اصلا ورته د یو افغان طبع په سترګه ورته نه ګورم!

راغله خبره دا چې په هیواد کې څه د پاسه د څلویښتو هیوادونو بربنډه مداخله روانه ده، هر هیواد د خپلو ګټو لپاره کار کوي، هر هیواد خپل مزدوران لري، د ټولو هیوادونو استخباراتي شبکې فعال حضور لري، د ناټو غړي هیوادونه ټول د افغانستان په نظام کې فعاله سیاسي او استخباراتي ونډه لري، دا په داسې حال کې ده چې هیڅ رنګه شک ورکې نشته په عملي توګه ئې عسکر رالېږلي ؤ، شل کاله ئې خپل عسکر وجنګول!!! خو دا خبره بلکل زموږ د ملت ذهن ته نه ده لوېدلې، چې په افغانستان کې څه پاسه د څلویښتو هیوادونو استخبارات کار کوي او همدا شان دا ملک په عملي توګه غصب دئ، په دې ملک باندې شل کاله کیږي چې د یادو هیوادونو مزدوران حاکم دي! ظالم دي او په ملت هیڅ رنګه رحم نه لري! د څلویښتو هیوادونو اشغال او غلامي د یو پاکستان په شکمنه غلامۍ چې لا تر اوسه ثبوت شوې هم نه ده پټ شول! دا جنابان چې د ملک په دې بهراني وضعیت کې  له دولتي سټېج سیاسي ښکنځلې کوي! اسلام پال حرکتونه او شخصیتونه د پاکستان برنامه او خلک ګڼي، دوی څوک دي؟ د دې ملک واګي چا ورته وسپارله؟ ملت راوستل که له امریکائي طیارو را ښکته شول؟!! د عقل غوښتنه همدا ده چې کوم څوک چې د ملت له متن را وټوکېږي او د ملت له متن د پردیو په خلاف وسله را واخلي، ملت ئې په ټولو برخو کې همکار وي، نو همدا آزاد خلک دي او د ملت اصلي استازي دي. او کوم څوک چې د ملت پر وړاندې د جګړې لپاره د اشغال له تیارو را ښکته شي نو همدوی غلامان دي! همدوی مزدوران دي!

بل دا چې د هیواد په اوسني وضعیت کې دا ډول څرګندونې او سیاسي ښکنځلې څه درد دوا کولای شي؟ بغیر له دې چې بهران ته مزید عمر ورکړي او د بدبختۍ ټغر هوار وساتي بل څه معنی لري؟

بله دا چې پاکستان ابر قدرت نه دئ، چې د ناټو په څېر له نړیوال نظامي قدرت سره ودرېږي، او بیا ئې مات کړي! که دا یقیني وي نو امریکا ولې د هر څه خبره له پاکستان سره نه کوي، ولې طالب په نړیوال سټېج مطرح شو؟ بله دا چې ستا سره د څه کم پنځوسو هیوادو نظامي او استخباراتي ملاتړ موجود ؤ، ولې مو یو پاکستان د نړۍ له نقشې ورک نه کړ؟ ستاسو په ادعا د اسلامپال مجاهد سره یواځې پاکستان ولاړ ؤ خو ستاسې سره د نړۍ سوپر قوت ولاړ ؤ؟ او بیا هم ونه توانېدې څه بریالیتوب خپل کړې. دا اوس هم اوچت نظامي ظرفیت وګڼه چې یواځې د پاکستان په مرسته ئې ته او ستا نړیوال قدرت ولړزاوه!

بله دا چې که تا امریکا ته د اشغال بلنه نه وای ورکړې د پاکستان غلامۍ ته اړتیا څه وه؟ ولې د جوړ نظام ړنګ کړ؟ ولې د دملت کورونه په کلېسټر بمونو وران کړل؟

ملت نور باید دا نمایشي او عنواني غلامۍ ته د حقیقت په سترګه وګوري! چې اصلي غلامان څوک دي؟ د ملت د اسیر نیولو لپاره چا لښکر کشي کړې ده؟ زموږ ملت د چا په اسارت کې شپې سبا کوي؟ د پاکستان که امریکا؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک