د عجایبو وطن کې عجیبې پېښې کېږي
بزګر
زموږ د یو ملګري ورور هسې بې ګناه یو جرم کې تر پلچرخي زندان رسېدلی وه چې بیا وروسته له پنځو میاشتو بند راخوشی شو.
ده به د زندان عجیبې اوغریبې کیسې کولې. وایي هر کله به چې نوی بندي راغی نو نورو بندیانو به ترې د ګناه او د سزا پوښتنه کوله نو مجرم به چې څارنوالو ښه تشپیلی وه نو د زړه بړاس به یې بیا نورو بندیانو ته تشولو.
وایي یوه ورځ دوه نفر راغلل چې يو پکې د بره ګي مرض نیولی وه او بل کس کوم روغتون کې مړی مینځونکی وه دوی دواړه ډېر زیات تشویش کې وه. نورو بندیانو ورته چای مای برابر کړ او د ګناه پوښتنه یې ترې وکړه.
د بره ګي مرض ناروغ کیسه پيل کړه. وایي زما مرض طبیعي ده او دا خو ټولو ته مالومه ده چې هیڅ علاج نلري خو یوه ورځ چا راته وویل که په کوم مړي مینځونکي د ځان ومینځلو او بیا ځان کفن کې لکه د مړي په شکل یو څه وخت لپاره پاتې شې نو دا مرض د ورکېږي.
اوبه وړی خو ځګ ته هم لاس اچوي چې هر روغتون ته ځمه هر مړی مینځونکی انکار کوي او ځينې خو مې ښه سپک هم کړي چې تا ته اوس په ژوندوني څنګه غسل درکړو. خیر له ډېرو ګرځېدو وروسته مې دا ځوان پيدا کړ او درې زره افغانۍ مې ورسره وکړې.
راته یې وویل چې سبا غرمه وخت کې راشه غسل به درکړم.
نو سبا چې ورغلمه یوه تخته پرته وه په هغه یې لوڅ لغړ څملولم او ښایسته غسل یې راکړ او بیا یې په کفن کړم. سړي راته وویل چې ته تر څو په همدې تخته اوسه زه مخامخ جومات ته ځمه چې د جمې لمونځ رانه قضا نشي.
سړی چې جومات ته لاړلو یو څو دقیقې وروسته یو دوه نفر راننوتل چې همدلته روغتون کې یې څوک مړه شوي وه غوښتل یې چې مړي مینځونکي وویني خبره ورسر وکړي چې مړي ته یې غسل ورکړي.
د دوی چې کله په ما باندې سترګې ولګېدلې ځانونو سره یې کلمه وویلې او بیا یې دعا هم راته وکړه چې او دلته خو بل مړی هم دی چې په کفن کړی یې ده او دا سړی چېرې ده چې نشته؟ ما ته هم غصه راغله ځان سره مې وویل لکه چې مړو کې یې حساب کړې دوی بیرته په وتلو کې وه چې ما غږ پرې وکړچې، وه وروڼو
صبر وکړۍ مړی مینځونکی جومات تللی بیرته راځي همدلته منتظر شئ.
زما غږ نه وه سمه د اسرافیل شپېلۍ وه یو نفر خو هملته ځای په ځای راوغورځېدلو او مړ شو دوهم کس په منډه شو سر یې له دیوال سره ولګېدلو هغه هلته ځای په ځای ختم شو. زه هم ویرې له تختې راپورته شوم چې دوی ته ډاډ ورکړم خو کومه ساه چې پکې پاتې وه زما په راجګېدو هغه هم پکې ختمه شوه.
بس نو خبره تر څارنوالۍ او محکمې لاړه دواړو ته یې یو یو کال محبس راکړ.
