No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏مقام‌های محلی ولایت نیمروز و وزارت دفاع ملی از پس‌گیری ولسوالی چخانسور این ولایت از نزد طالبان، خبر می‌دهند.

محمدنبی براهوی، معاون والی نیمروز می‌گوید که نیروهای امنیتی امروز در یک عملیات، مرکز ولسوالی چخانسور را از وجود طالبان، پاک‌سازی کرده‌اند.

: ‏ولسمشر محمد اشرف غني نن د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې، د ازبکستان له ولسمشر شوکت مېرضیایوف سره وکتل.

ولسمشر غني نن سهار د سیمه‌ییز پیوستون نړۍواله سرمشریزه کې ګډون لپاره، ازبکستان ته رسېدلی دی.

: ‏پخواني ولسمشر حامدکرزي تېر ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر ټلیفون خبرې کړي او پر افغان سوله او د دواړو هېوادونو په دوه اړخېزو اړیکو غږېدلی دی.

د ښاغلي کرزي دفتر وایي، دې ټلیفوني اړیکه کې عمران‌خان، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اسلام‌اباد ته د سفر بلنه ورکړې ده.

: ‏وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار  و ۱۹۸ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۸۹ تن در یک شبانه‌روز گذشته، خبر داده‌است.

: ‏د بادغېس والي حسام الدین شمس  طلوع نیوز ته وویل، چې د قومي مشرانو په منځګړتوب، د نن غرمې ۱۲ بجو راهیسې دغه ولایت کې، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه بنده شوه.

والي وايي طالبان له قلعه نو ښار نه ووتل او وضعیت د افغان ځواکونو کنټرول کې دي.

: ‏امرالله صالح پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه امنیتي منسوبین چې طالبانو ته “تسلیم” شوي او غوښتل یې پاکستان ته”وتښتي” نیول شوي دي.

: ‏آقای محقق می‌گوید که هیئتی از افغانستان به دوحه می‌رود تا با طالبان اتمام حجت کند.

او افزود: "اگر این گفتگوها نتیجه بدهد، افغانستان به‌پیشرفت می‌رسد و مردم به آرامش می‌رسند. اگر به نتیجۀ نرسد، افغانستان به لبۀ پرتگاه می‌رود و نه طالبان و نه سیاسیون، خیری از افغانستان می‌ببیند".

: ‏نادر نادري:"هغه ولسوالۍ چې طالبانو لاندې کړې دي، ۲۶۰ حکومتي ودانۍ په‌کې ویجاړې شوې دي. دغو سیمو کې عامه خدمات هم په ټپه ولاړ دي."

‏"د جګړې له کبله د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ۱۲۰ پراختیایي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي."

‏نوموړي دغه راز وویل چې په څو وروستیو اوونیو کې د جګړو د زیاتیدو له امله ۱۳ میلیونه افغانان له عامه خدمتونو بې برخې شوي ځکه د ملکي خدمتونو ۴۰۰۰ مامورین له ولسوالیو او کارځایونو وتلو ته اړ شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏ولسمشر اشرف غني‌ تاشکند کې د امریکا د ولسمشر د داخلي‌ امنیت له سلاکارې الیزابت شیر ولډ سره پداسې حال کې چې د افغان سولې لپاره ددې هیواد ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حضور درلود کتلي دي.

: ‏د لغمان الینګار ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

د لغمان ځایي چارواکي وایي، دغه مرمۍ د طالبانو له لوري د الینګار ولسوالۍ اړوند، خلیل اباد سیمه د ملکي وګړو پر یوه کور توغول شوې ده

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د طالبانو له لوري د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیول کېدو وروسته، هلته د جنرال رازق کور چور شوی دی.

د کندهار ولایت ځایي چارواکی وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیول کېدو وروسته، د کندهار د پخواني امنیه قوماندان کور چور شوی دی.

: اسد وحیدي: ‏اشرف‌غني او بيا د برېتانيا لوی درستيز له حامد کرزي، عبدالله او څو نورو سياستوالو غوښتي چې د پاکستان بلنه ومني او دغه هېواد ته ولاړ شي.

خو دغو سياستوالو ويلي چې لومړی دې حکومت ورسره هغه ښکاره او پټ تړونونه شريک کړي چې د اشرف غني په واکمنۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوي دي.

‏په وروستيو مياشتو کې په بحرين کې د برېټانيا او پاکستان د لويو درستيزانو او حمدالله محب ترمنځ او بيا په پاکستان کې د يادو لويو درستيزانو او اشرف‌غني ترمنځ پټې غونډې وشوې.

دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنيتي تړون خبرې کړې وې چې پکې د ملي اردو شمېره تر ۷۰زرو را ښکته کېده.

: اسد وحیدي: ‏دوحې ته د تلونکي لوړ پوړي پلاوي په تګ کې ستونزې پيدا شوي.

حامد کرزی، حکمتيار، خليلي او ځيني نور له تګ په شا شوي دي.

د واک او صلاحیتونو پر سر اختلاف او د پلاوي ترکيب د اختلاف سبب گڼل کېږي.

ارګ په پلاوي کې میر رحمان رحماني، مسلميار، فضلي او ځيني نور کسان هم ور ګډ کړي دي.

: ‏د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دوی د تمې خلاف د ولسوالیو تر نیولو وروسته د سرحدونو د نیولو هڅه پیل کړې ده او په چټکۍ د دغې ډلې پرمختګ د حیرانۍ وړ دۍ.

: ‏د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکې موسسې مشر رامز الاکبروف وايي په افغانستان کې بشري وضعیت په نړیواله کچه خراب دی. دده په خبره دمګړی د افغانستان شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړي، چې ددې هېواد د نفوس نیمایي کېږي بشري مرستو ته اړتیا لري.

: ‏چین وایي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په پلازمینه دوشنبې کې کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو، افغان سولې او په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

: رجب طیب اردوغان، رئيس جمهور ترکیه در سخنانی به مناسبت 15 جولای، سالروز کودتای نافرجام سال 2016 گفت: «حماسه 15 جولای که پنجمین سالگرد آن را امروز جشن می‌گیریم، یک افتخار مشترک برای همه ما است»

اردوغان با اشاره به اینکه این روز پیروزی حقیقت بر باطل، عدالت بر ظلم و استقلال است، تصریح کرد: شهدای 15 جولای نمایندگان امروزی مبارزه با ظلم، کفر و باطل در مسیر حق هستند.

رئيس جمهور ترکیه افزود: هیچ کسی به ویژه افرادی که در زیر این سقف(مجلس) کار می‌کنند، حق بی‌اهمیت نشان دادن، تلاش با عزت ملت در شب 15 جولای را ندارند.

: ‏شمار قربانیان سیل و طغیان رودخانه در آلمان به 33 نفر افزایش یافت.

: ‏. د برېتانیا ددفاع وزیر بن والېس په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت بریالی و او القاعده شبکه یې ختمه کړې ده. دده په خبره القاعده شبکه اوس په هغه حد کې نه ده چې پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي.

: ‏اروپايي ټولنې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره خپله طرحه وړاندې کړې ده. د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې دغه طرحه ۱۲ مادې لري چې تر ۲۰۵۰ز کال پورې به په نړۍ کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کېږي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د طالبانو له لوري په قصدي توګه د اسیر شوو افغان کومانډویانو وژل او د هغې ویډیو خپرول یو غیر انساني عمل دی او تر څنګ یې دغه ډول جنایتونه باید په جدي توګه وڅېړل شي.

: ‏په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر موټر چاودنې د یو افسر په ګډون درې عسکر وژلي دي. د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې له مخې، دا پېښه د بلوچستان په ساحلي سیمه پسني کې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې و.

: ‏په پاکستان کې د چارو یو شمېر شونکي وایي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوځیانو هم بریدونه ډېر شوي دي او که چېرته پاکستان د افغان جګړې له تازه کولو لاس پر سر نه شي نو خپله به هم د دغه اور په لمبو کې وسوځي.

: ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا یو ځل بیا په افغانستان کې د روان وضعیت مسووله امریکا بللې او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن هر څه لکه خپله ډیموکراسي نیمګړي پرېښودل او ووته.

: ‏جی شنکر، وزیر خارجه هند در صفحۀ تویترش نگاشته‌است که او با رییس‌جمهور غنی امروز در تاشکند، پایتخت ازبیکستان دیدار و دربارۀ "وضعیت کنونی در افغانستان و ماحول آن" بحث و گفتگو کردند.

آقای جی شنکر بر همکاری در رستای صلح، ثبات و پیشرفت افغانستان، تأکید کرده‌است.

: ‏د جرمني په لوېدیځ کې، نن پنج‌شنبه یوه بې‌ساري باران نه وروسته، ۱۱ کسان مړه شوي او لسګونه نور ترې‌تم دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، تر سخت باران وروسته، پر کورونو سېلابونه ورغلي چې خلکو ته یې د سر زیان اړولی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک