مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د پاکستان د پالیسۍ انستیتیوت له خوا د افغانستان د نیمګړې نقشې خپرېدو د افغانانو غبرګونونه را پارولي دي.
د پاکستان د پالیسۍ انستیتیوت یا (IPRI) د طالبانو د پرمختګونو په نوم داسې نیمګړې نقشه نشر کړې، چې پکې د بدخشان د پامیر او واخان سیمه نه لیدل کیږي او نقشه کې یې ترې حذف کړې دي.
عامو افغانانو او د ټولنیزو پاڼو کاروونکو پردې کار جدي غبرګون ښودلی، دا کار یې شعوري بللی دی او ویلي دي، چې پاکستان غواړي له دې لارې منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.
عامو افغانانو ویلي، چې دوی لا تر اوسه د ډیورند داعیه ژوندۍ ساتلې او پاکستان په دې کار سره د افغانانو اذهان نشي خرابولی.
✒: د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له پاکستان څخه غوښتي څو د طالبانو د ملاتړ پرځای هغوی د سولې خبرو ته کینوي.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي چې پاکستان دې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې بندې کړي او دغه ډله دې د سولې جدي خبرو ته وهڅوي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اتمر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې له محمود قریشي سره لیدلي دي او ویلي دي چې د افغان سولې خبرو د بریا لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ اړین دی او پاکستان دې په دې برخه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړي.
په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې پر سوله او ثبات مستقیم اغیز لري او پاکستان د افغان سولې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی دی.
بل پلو په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکړی، که ددې ډلې جنګیالي د مرکزي اسیا هیوادونو ځواکونو ته زیان ورسوي پروړاندې به یې جدي اقدامات وشي.
✒: مراد علي مراد، د دایکندي د والي په حیث د کار له پیل مخکې بیرته کابل ته راغوښتل شوی دی.
ټاکل شوې وه چې مراد نن رسماً د دایکندي د والي په حیث دنده پیل کړي، خو محمد محقق د هغه له معرفي کېدو سره مخالفت کړی او د سپرلۍ الوتکه یې په دایکندي کې له ناستې مخکې بیرته کابل ته راغوښتل شوې.
سرچینې وایي، محمد محقق ولسمشرغني ته ټلیفون کړی او ویلي یې دي، چې د دوه اړخیز تړون پراساس، د دایکندي والي باید د ده په خوښه انتخاب شي، خو د مراد علي مراد په ټاکنه کې ورسره هیڅ مشوره نه ده شوې.
✒: د کابل ښاروالۍ د تاریخي ابداتو ودانۍ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې.
ویل کیږي، چې دغه اورلګېدنه د ګازو د بالون له امله رامنځ ته شوې او دوه کسان ټپیان شوې هم دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معیین هارون حکیمي وایي، چې اور اوس مړ شوی دی او د اوښتو زیانونو په تړاو څېړنه کیږي.
✒: د کندهار زندان کې د طالب بندیانو د انتقال پرمهال د پولیسو او بندیانو ترمنځ نښته شوې ده.
کندهار ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، تېره شپه د کندهار زندان امنیتي مسوولینو غوښتل، چې یو شمېر بندیان له زندانه ولېږدوي، خو بندیانو یې مخالفت کړی، چې له امله یې نښته رامنځ ته شوې ده.
ویل کیږي ځایي چارواکو پر زندان د طالبانو د برید له وېرې دغه بندیان بلې سیمې ته لیږدول.
✒: وسله والو کسانو په کاپیسا ولایت کې یو دینی عالم وژلی دی.
د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولان وایی، د مولوي اغاجان په نوم دغه دینی عالم نن سهار مسجد ته په لاره وژل شوی دی.
د نوموړي د وژل کېدو مسوولیت چا نه دی منلی.
✒: وسله وال طالبان وایي،د کندهار سپین بولدک ـ چمن ګمرک یې نیولی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې یې د ویش په نوم ښارګوټی نیولی چې ورسره د بولدک ـ چمن ترمنځ مهمه لار او ګمرک هم د دوی ترکنترول لاندې راغی.
دکندهار امنیتی مسوولانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلی.
طالبانو له دې وړاندې د هیواد په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې هم د یوشمېر بندرونو د نیولو ادعا کړې وه.
✒: د اوبو د تنظیم چارو ادارې رییس له طالبانو غوښتنه کړې، چې پرسلما بند دې خپل بریدونه ژر تر ژره ودروي.
نوموړي ویلي، ملي شتمنۍ د ټولو شریک مال دی او د جګړې پرمهال باید ملي بنسټونو ته زیان ونه رسیږي.
هغه ویلي، له سلما بند باید ساتنه وشي، خو د بریدونو د دوام په صورت کې به د پېښېدونکي زیان مسوولیت د طالبانو پرغاړه وي.
✒: قرار است فردا پنجشنبه نشستی به رهبری رییسجمهور غنی و با حضور رهبران سیاسی در کابل برگزار شود تا دربارۀ آجندا و زمان سفر هیئت جمهوری اسلامی افغانستان برای گفتوگو با طالبان به دوحه، تصمیم گرفته شود.
محمد کریم خلیلی، عضو شورای عالی مصاحلۀ ملی میگوید که آتشبس مهمترین موضوع مورد بحث در نشست میان این هیئت و نمایندهگان طالبان در دوحه خواهد بود.
آقای خلیلی در این باره گفت: «ما جلسه داریم در رابطه با چگونگی رفتن، زمان رفتن.. و یقینأ که فردا ما بیشتر در جریان قرار میگیریم و قضایا روشنی پیدا میکند تا از این ابهام بیرون بیاییم.»
در همین حال، حزب اسلامی افغانستان میگوید که آقای حکمتیار در این نشست شرکت خواهد کرد؛ اما هیئت جمهوری اسلامی افغانستان در این نشست رییسی نخواهد داشت.
همایون جریر، عضو رهبری حزب اسلامی اظهار داشت: «حکمتیار صاحب در یک هیئتی که مشتمل بر کلانهای افغانستان باشد و هدفش مذاکره جدی با بزرگان طالبان در دوحه باشد شرکت میکند.»
✒: عبدالمتین بیګ د ولسمشر د حکم پر بنسټ، د افغانستان اسلامي جمهوریت د دفتر د رییس په توګه وټاکل شو.
له دې مخکې شاکر کارګر د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه کار کاوه.
✒: د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له دغې پرېکړې سره ولسي وګړي د طالبانو له خوا وژلو ته پرېښودل کېږي.
جورج بوش زیاتوي:«افغان نجونې او مېرمنې به په نه توصیف کېدونکې بڼه زیان وویني. دا یوه تېروتنه ده... هغوی به (د طالبانو) له خوا ووژل شي. او دا زما زړه ماتوي.»
✒: وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار و ۲۰۱ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۶۰ تن در یک شبانهروز گذشته، خبر دادهاست.
✒: د غزني پولیسو یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو پرون تر غرمې وروسته،د غزني ښار پینځمې حوزې اړوند، د حیدراباد نجونو ښوونځي ته اور اچولی او سنګر یې پهکې جوړ کړی.
خو د طالبانو یو ویاند وايي دا "ادعا" سمه نهده او "دولتي تبلیغات" دي.
✒: محمد محقق د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د دایکندي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي. محقق ویلي چې په اوسني حساس وضعیت کې غوره ده چې تر یوې مودې پورې د والي د ټاکل کېدو پرېکړه وځنډول شي او له هغه وروسته د دواړو لوریو په مشوره یو بل وړ کس د یاد ولایت د والي په توګه وټاکل شي.
✒: ولسمشر غني د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو دراګي سره ټلفوني خبرې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، ماریو ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی دی چې ایټالیا د افغانستان ملګرې ده او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله یو ځل بیا طالبان ملامت کړل چې ګوندې تر اوسه پورې پر اساسي مسائلو خبرو ته نه دي چمتو شوي. عبدالله ټینګار کړی دی چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې وي خو زیاتوي چې د تپل شوې جګړې پر وړاندې هم په کرار نه کېني.
✒: افغان حکومت وایي د باګرام هوايي ډګر د ساتنې لپاره څلور زره سرتېري ګومارل شوي. د باګرام هوایي ډګر قومندان جنرال اسدالله کوهستاني وایي چې دغه ډګر د افغان حکومت لپاره له ځانګړي ارزښت برخمن دی او د ساتنې او امنیت لپاره یې بشپړ تدابیر نیول کېږي.
✒: وزارت صحت عامه ترکیه ظهر امروز چهارشنبه اعلام کرد که تاکنون بیش از 60 میلیون دوز واکسن کرونا در کشور تزریق شده است.
در چارچوب کمپین مبارزه با شیوع کرونا در ترکیه تا کنون 38 میلیون و 345 هزار و 615 نفر دوز اول، 18 میلیون و 376 هزار و940 نفر دوز دوم و 3 میلیون و 359 هزار و 117 نفر نیز دوز سوم واکسن کرونا را دریافت کردهاند.
تعداد واکسنهای تزریق شده در ترکیه به بیش از 60 میلیون و 81 هزار و 672 دوز رسیده است.
از سوی دیگر شهروندان بالای 18 سال میتوانند بین واکسنهای بیونتک و سینواک ترجیح دهند.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه طی سخنانی در مراسم بهرهبرداری از مسیر بارتین-کوروجاشیله گفت: به ساخت و ساز آثاری همچون پلها، بیمارستانها، اتوبانها و تونلها در چهار گوشه کشورمان ادامه میدهیم.
وی تصریح کرد: ما، در عین حال، دولتی هستیم که خیالها و اهداف بزرگ برای آینده داریم. قصد دارین در سال 2023 که صدمین سالگرد تاسیس جمهوریت در کشورمان است، از هر لحاظ قویتر، مولدتر، مرفهتر وارد شویم. حتی تحت هدایت اهدافمان برای سال 2023، پایههای چشماندازهای 2053 و 2071 را نیز ایجاد میکنیم.
✒: جنبش مقاومت اسلامی «حماس» فلسطین با انتشار بیانیهای اعلام کرد: اقدام امارات متحده عربی برای افتتاح سفارت در رژیم صهیونیستی به منزله پافشاری بر خطای بزرگ علیه مردم فلسطین و همه مردم منطقه است.
حماس در بیانیه خود همچنین خواستار توقف این فروپاشی خطرناک در سیاست امارات متحده، تلاش ابوپبی برای خروج از این مسیر اشتباه و لغو تمام اقدامات برای عادیسازی روابط با نیروهای اشغالگر شد.
طارق سلمی، سخنگوی جنبش جهاد اسلامی فلسطین نیز طی بیانیهای در واکنش به این اقدام امارات متحده عربی نوشت: شاید این سفارتخانه بر روی زمین یا آوار خانه یک خانواده فلیسطینی احداث شده باشد که در روز نکبت در سال 1948 خانهشان تخریب شده یا به اجبار از خانه خود بیرون رانده شد.
✒: په کابل کې د فرانسې سفارت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي،چې حکومت به د جولای په ۱۷مه نېټه یوه ځانګړې الوتنه دې کار ته ځانګړي کړي او له کابله به ټول فرانسوایان بېرته هېواد ته ستانه کړي.
خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي،دا د فرانسې ټولو اتباعو ته رسمي سپارښتنه ده،چې له دغې ځانګړې الوتنې ګټه پورته کړي،یا دې له خپلو امکاناتو په استفادي سمدستي له دې هېواده ووځي.
خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، که څوک پاتېږي، د جولای له ۱۷مې نېټې وروسته یې له افغانستانه په خوندي ډول د اېستلو ضمانت نه شي کولای.
✒: ویل کېږي چې شاوخوا سل برېتانوي سرتېري به په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي. برېټانوي رسنۍ وايي سره له دې چې ددغه هېواد لومړي وزیر له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ خو له دې سره به بیا هم شاوخوا سل برېتانوي سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي.
✒: ملګري ملتونه وایي افغانستان له بشري ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې روان کال د جګړو د شدت له امله لسګونه زره افغانان بېځایه شوي دي. د سرچینې په خبره روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ۲۷۰ زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي.
✒: د پاکستان پوځ ویلي چې په قبایلې سیمه کرمه کې د عملیاتو پر مهال په یو کمین کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.په همدې حال کې د سي ار اېس اېس په نامه یوې څېړنيزې ادارې ویلي چې په تېرو دریو میاشتو کې قبایلي سیمو کې ۲۰۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او تر ۹۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
✒: د سیاسي چارو وتلي پاکستاني څېړونکي پرویز هودبایي ویلي چې پاکستان تل په افغانستان کې خپلو ګټو ته له داسې زاویې کتلي چې هلته یې د مېشتو خلکو ژوند هیڅ په پام کې نه دی نیولی.هغه ویلي،پاکستان د هند د نفوذ مخنیوي لپاره غلطه پالیسي غوره کړې او دا پالیسي د جنرال اسلم بېګ له وخته روانه ده.
✒: د پاکستان په شمال کې پر یوه بس موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د ۴ چینایي وګړو په ګډون، اته کسان وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس ته یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې دغه چاودنه په (بره کوهستان) سیمه کې پرهغه بس موټر شوې، چې شاوخوا ۳۰ چینایي انجنیران یې د (ډاسو) بند سیمې ته انتقالول.
خو پاکستاني رسنیو بیا ویلي، چې په پېښه کې د پاکستاني پوځيانو په ګډون لس کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.
