No-IMG

د صلحې محتمل زیری او د افغان ولس امیدونه

ویل شوي!

د راتلونکي جمعې په ورځ به دافغانستان له خوارسماً دغه هیئت قطرته ځي ترڅو له طالبانوسره دصلحې ولاړې خبرې بیرته راژوندۍ اوپرمهمومواضیعو خبرې وکړي.

که یادهیئت ته لکه چې ښاغلي حکمتیار ویلي ول صلاحیت ورکړل شي حتماً به خبره یوې مثبتې نتېجې ته چې ټول افغان ولس یې انتظار لري ورسیږي.

او که صلاحیت ورنکړل شي نوبیا به دغه سفرهسي یوه عادي ناسته اوبې نتېجې سفراودتیروناستوبې نتېجې ادمه به  وي چې په داتیرکال کې ترسره شوې اولاهم څه لاسته راوړنه نلري اودواړه طرفونه تراوسه پریوه اجنډا هم قانع شوي ندي نوڅنګه به دصلحې خبرې نتېجه ورکړي؟

فلهذا که دولت رښتیا هم پردغه لوړپوړي هیئت باوري وي نوباید پرې مکمل اعتماد وکړي اودپریکړوصلاحیت ورکړي ترڅو مثبته نتیجه له ځانه سره راوړی اووخت ضایع نشي او الله مکړه دحتمي وینوتوئیدومخه همدا نن ونیول شي.

داهیئت که څه هم د شمیرله مخې کم مګرد کیفیت اوتشخص اوسیاسي وجاهت له مخې مهم هیئت دی طالبان هم پرې اعتماد کولای شي اودوی هم داسي کسان پکې شته چې یوه وسط حل ته ژمن دي اوداحل رامینځ ته کولای شي.

بل طرف یادهیئت ددواړوطرفونولپاره یوزرین سیاسي،ملي،وطني، اسلامي چانس دی چې د ولاړې صلحې ولاړې خبرې بیرته را ژوندۍ اویوې مثبتې نتېجې ته ورسوي او دواړه طرفونه خپلو پریکړوته ژمن وا اوسي اوحقیقتا دراتلونکی سرتاسري جنګ مخه پرې ونیول شي.

دغه هیئت ته دواړه طرفونه هم کولای شي چې دیوه وسط کټلې حل لپاره دمنځګړتوب صلاحیت ورکړي اوداسي هم کیدای شي چې یاد هیئت دافغان دولت پوره نماینده ګي وکړي اوطالبانوهغوی ته خپلې غوښتنې مخ ته کښیږدي.

ګلبدین حکمتیار

حامد کرزی

عبدالله عبدالله

عبدالرشید دوستم

یونس قانوني

کریم خلیلي

محمد محقق

سید سعادت نادري

عنایت بلیغ

سلام رحیمي

فاطمه ګیلاني

که څومره هم جنګ وه شي بیا به هم صلحه وروستۍ پریکړه  اوخبره کوي،صلحه دټول افغان ملت غوښتنه اومصلحت دی،له صلحې پرته بل بدیل نلرو.فلهذا دغه هیئت باید ښه نتایج ترلاسه کړي او افغان ملت ته دامید یوڅرک په لاس ورکړي اوهم ټول طرفونه باید پوه وي چې مؤامرې زیاتې اوخطرناکې دي فلهذا یوه اسلامي،ملي جوړجاړي ته سخته اړتیا ده البته کوم چې زمونږازادي استقلالیت تضمین کړي.

قال تعالی:

 والصلح خیر

اوصلحه غوره ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک