No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ښایي د جګپوړوسیاسي مشرانو یو پلاوی د جولای په ۱۶مه نېټه دوحې ته ولاړ شي.

کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو پر اساس کیدای شي ځینې هغه جگپوړي طالب مشران هم چې قطر کې میشت ندي د دوحې مجلس کې برخه واخلي.

‏په دې پلاوي کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، یونس قانوني، کریم خلیلي، محمد محقق، سلام رحیمي، عبدالرشید دوستم، ګلبدین حکمتیار، سید سعادت منصور نادري شامل دي.

‏ویل کیږي، چې دغه پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره په یوه ځانګړې الوتکه کې دوحې ته ځي او کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني سفر کې هم په همدې هکله خبرې شوې دي.

سرچینه وایي، چې امریکا او بریتانیا هم مصروف دي څو دغه جګپوړي سیاسي مشران دوحې ته سفر وکړي.

: ‏د کابل په میوند واټ کې چاودنه شوې.

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي، چې چاودنه میوند واټ کې چوک سره نږدې شوې ده، خو د اوښتې مرګ ژوبله او د چاودنې څرنګوالي په تړاو معلومات نشته.

ددې خبر نور جزئیات به وروسته وړاندې شي.

: ‏طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دوحې د توافقنامې په اساس له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه شوې، خو اوس چې افغانستان کې د ترکیې ځواکونو د پاتې کېدو خبره کیږي دا د نورو بهرنیو سرتیرو د حضور په څېر د «اشغال» معنی لري او پروړاندې یې مبارزه کوي.

‏طالبان وایي د ترکيې هېواد د واکمنو دا پرېکړه  یو ناسنجیده اقدام  او د افغانانو او هیواد د خپلواکۍ او ځمکني تمامیت او ملي منافعو پر خلاف عمل دی، او له ترکیي چارواکو غواړي، څو دا پرېکړه بیرته واخلي، ځکه چې د دواړو هیوادونو په تاوان ده.

‏د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې که ترکي چارواکي په دې اړه له سره غور ونه کړي، او د هیواد اشغال ته دوام ورکړي، نو افغانان به یې په وړاندې ودرېږي او د عواقبو مسئولیت به هم د هغه چا پر غاړه وي چې د نورو په چارو کې مداخله کوي او دا ډول ناسنجیده پرېکړې کوي.

: ‏وسله والو کسانو د کابل ښار احمد شاه بابا مینې اړوند سیه کې د پولیسو پر یوه رنجر موټر برید کړی او دوه کسان یې وژلي دي.

عیني شاهدان وایي، دغه پېښه نن سهار د احمد شاه بابا ـ بګرامیو ولسوالۍ پر عمومي سړک رامنځ ته شوې ده.

تر دا مهاله د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی : افغانان له هغه افراطیت کړیږي، چې د سړې جګړې د اهدافو لپاره پرې تحمیل شوی؛ داعش د همدې سیاست نتیجه ده.

دا جګړه د پردیو ده، تېرېدونکې ده، خو له پردۍ جګړې د نجات لاره سوله ده، موږ به سولې ته رسیږو، ژر به د سولې مذاکرات بیا پیل شي.

‏پرحکومت غږ کوم چې د سولې لپاره رامنځ ته شوي فرصتونه دې نه ضایع کوي، هڅه دې وکړي او د یوه پراخ بنسټه حکومت لپار دې کار وکړي.

‏طالبانو ته وایم چې د ولسوالیو له نیولو تیر شئ، پرسوله تمرکز وکړئ.

: ‏برېښنا شرکت وایي، د ننګرهار او لغمان ولایتونو برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.

برېښنا شرکت وایي، د نغلو- جلال آباد د برېښنا لېږدونکی مزی نن سهار په سروبي ولسوالۍ کې د تخنیکي عارضې له امله پرې شوی، خو هڅه کیږي چې ستونزه ژر حل او برېښنا بیرته ونښلول شي.

: ‏د افغان سولې مذاکراتي پلاوي مشر او يو شمېر غړو دوحه کې د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره کتلي‌ او د سولې په یې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د شانګهای همکارۍ سازمان څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا ناسته چې په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي،مهمه اجنډا یې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، د افغانستان امنیتي وضعیت او پر سیمه ییز ثبات د هغه اغېز دی.

: ‏حنیف اتمر، وزیر خارجۀ کشور در حاشیۀ چهارمین نشست گروه تماس افغانستان در چارچوب سازمان شانگهای با شاه محمود قریشی وزیر خارجۀ پاکستان در بارۀ تقویت همکاری‌های منطقه‌یی به ویژه موفقیت روند صلح افغانستان، همکاری عملی پاکستان با افغانستان در امر مبارزۀ مشترک علیۀ تروریزم گفتگو کرد.

: ‏د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې نن غرمه مهال د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ د مقبلو درې په سیمه کې د طالبانو د رشید حافظ په نامه په یوه مرکز کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپیان شوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان ته د طالبانو پر سفر نیوکه وکړه.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې سیمې ته د طالبانو د پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه د ۳ زره او ۵۰۰ تنو د مرګ ژوبلې لامل شوی دی او څه باندې ۲۰۰ زره تنه یې بې ځایه کړې دي.

: ‏د خوست ولایتي شورا ریس کفیل ریحان وايي طالبانو نن سهار د خوست ولایتي شورا او د ملي روغې جوړې عالي شورا غړې زهرا جلال په لوګر ولایت کې له موټره کوزه کړې او یو نامعلوم ځای ته یې بیولې ده.

ښاغلی ریحان زیاتوي دا پیښه هغه وخت رامنځته شوې چې زهرا جلال له کابل څخه خوست په لور روانه وه.

: ‏برای بامیان و دایکندی والی‌های جدید گماشته شده اند.

اداره مستقل ارگان‌های محلی می‌گوید که بربنیاد پیشنهاد این نهاد و منظوری ریاست جمهوری، طاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ همچون والی بامیان و مراد علی مراد، با حفظ رتبه نظامی اش، همچون والی دایکندی گماشته شده است.

: ‏ریاست‌جمهوری می‌گوید که رییس‌جمهور غنی امروز با عطامحمد نور، والی پیشین بلخ در شهر مزارشریف، مرکز این ولایت دیدار کرد و دربارۀ اوضاع روان کشور و اجماع ملی در حمایت از نیروهای امنیتی، بحث و گفتگو کرد.

: ‏عبدالله عبدالله: د افغانستان جګړه کې د افغانانو تر څنګ نړیوالو هم قرباني ورکړې ده.

‏اداري فساد او سیاسي اختلافونه د امنیتي ځواکونو پر روحیه منفي اغېزه کوي.

‏طالبان چې هر څه غواړي، باید د خبرو پر مېز یې مطرح کړي.

‏ژمنه کوو، چې د سولې اړوند هېڅ فرصت به له لاسه نه ورکوو.

هغه وايي، د سولې خبرې په پوره جدیت سره مخ ته وړو، خو که مقابل لوری پر جګړه ټینګار کوي، هغه حالت ته هم باید چمتو واوسو.

: ‏بلخ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ امنیتي ناسته ترسره شوه.

ناسته کې د بلخ په ګډون د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت ارزول شوی او مسوولینو ته د خلکو د خوندیتوب لپاره لازمې سپارښتنې شوي دي.

: ‏عیني شاهدان وايي، ناڅرګندو وسله والو د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د محابسو ریاست ۲ تنه کارکوونکي په ډزو وژلي دي.

د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۷۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۷۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۲۶۳ نور بېرته روغ شوي دي.

: ‏د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک کېنټ مکینزي چې تازه یې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی وایي چې امریکا به د اړیکو په نوي پړاو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، مرستې او مشورې ته دوام ورکړي.

: خلوصی آکار وزیر دفاع ترکیه امروز در جمع خبرنگاران با بیان این که دیدارهای مقامات ترکیه و آمریکا در سطوح عالی در مورد مدیریت و حفظ امنیت فرودگاه بین‌المللی حامد کرزی کابل گفت: «این فردوگاه باید همواره دایر باشد تمامی کشورهای رد این زمینه اتفاق نظر دارند. در غیر این صورت کشورها ناگزیر دیپلمات‌هایشان را فرا می‌خوانند. این امر افغانستان را به یک کشور منزوی تبدیل خواهد کرد».

وزیر دفاع ترکیه اضافه کرد: «این موضوع افغانستان را در عرصه بین‌المللی دچار مشکل خواهد کرد. همچنین کسانی‌که ناچار به رفتن به خارج از کشور هستند، چگونه خارج خواهند شد».

آکار خاطر نشان کرد: «از 20 سال گذشته در افغانستان حضور داریم. ماموریت‌های تخریبی را عهده‌دار نشده و بیشتر در خدمات مشاورتی، تعمیر، نگهداری و عمرانی را عرضه کردیم. حدود 6 سال است که فرودگاه کابل را مدیریت‌ می‌کنیم. هدفمان مشارکت در روند ایجاد امنیت، ثبات و آرامش برداران افغان است».

: به گزارش روزنامه صهیونیستی «یدیعوت آحارونوت» هفته گذشته ایالات متحده مراسمی را به مناسبت "4 ژوئیه روز استقلال" در سفارت واشنگتن در اسرائیل برگزار کرد.

سفیران آلمان و فرانسه در اقدامی برای به رسمیت نشناختن قدس به عنوان پایتخت اسرائیل از سوی کشورهایشان، در این مراسم شرکت نکردند.

گفتنی است دونالد ترامپ رئیس جمهور سابق آمریکا در تاریخ 6 دسامبر2017، قدس را "پایتخت اسرائیل" دانست و از انتقال سفارت آمریکا از تل‌آویو به قدس خبر داد.

: ‏شمار قربانیان آتش‌سوزی در بیمارستانی در عراق به 92 نفر رسید.

: ‏روسیه وایي امریکا د افغانستان په شاوخوا کې د نظامي اډو د جوړولو په لټه کې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي امریکا لا هم له افغانستان نه ده وتلې او په دغه هېواد کې نظامي مداخلې او هوایي بریدونو ته لیوالتیا لري.

: ‏ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د افغانستان تاریخ شاهد دی چې هیڅوک نه شي کولی له بهره دغه هېواد ته سوله راولي. ورځپاڼه کاږي دا د افغانانو مسوولیت دی چې په خپلمنځي خبرو سره له خپلو چارو د بهرنیانو لاسونه لنډ کړي او نور چې هر دول وي خپل هېواد باید تلپاتې سولې ته ورسوي.

: ‏د ملي عوامي ګوند ویاند ذاهد خان بیا ویلي، چې پاکستان په پټه کومه نوې لوبه پیل کړې ده. د هغه په خبره، پاکستاني حکومت په دیر، باجوړ او ډېورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې نوي کېمپونه جوړ کړي دي او دا د پښتنو د راتلونکو بدو ورځو نښه ده.

: ‏د کډوالو چارو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د جګړو له امله له خپلو سیمو د خلکو پر کوچېدو اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې د اوسني وضعیت دوام به سخت بشري ناورین رامنځته کړي.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي چې که چېرته په افغانستان کې وضعیت خراب شي نو پاکستان به له دغه هېواد څخه د نورو کډوالو منلو ته تیار نه شي. نوموړي ویلي چې ښایي د دې کډوالو تر سیوري لاندې پاکستان دښمنه څېرې هم دغه هېواد ته دننه او ترهګریز فعالیتونه وکړي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسراییلي رژیم له رییس اسحاق هرتزوګ سره ټلفوني خبرو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د ډیلي صباح او الجزیره خبري شبکې د راپور له مخې، اردوغان ویلي چې د اسراییل او ترکیې د اړیکو د عادي کېدو وخت را رسېدلی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک