افغانستان کي د امريکا قواو قوماندان سکاټ ميلر پر ځای فرانک مک مکينزي ته ور تسليم شوه
نن رسماً افغانستان کې دامریکا د کل قواوقوماندان (سکاټ میلر) څخه په رسمي ډول قومانده جنرال (فرانک مک مکینزي) ته ورتسلیم شوه.
داسې جوتیږي چې نوی جنرال به داشغال د پای اوخاتمې وروستۍ امریکایې جنرال وي چې د روسي اشغال وروستي جنرال (ګراموف) په شان به دافغانستان له خاورې سره خدا ی په امانی او(اوالوداع) کوي اودابه وایې چې کله به بیا هم دې خاورې ته رانشو.
پوښتنه: ولي دغه ویاړ دامریکا د کل قواوواولین قوماندان (میلر) ته ورنکړل شو؟ ځکه چې میلرلاهم د جنګ او اشغال دد وام پلوي کوله اوجمهوررئیس جوبایډن نه غوښتل داشغال بقایا نوره هم امریکا دافغانستان د سرښتوپه ډند کې غوپه اولاهو کړي.
د جوبایډن اقدام پوره حکیمانه او دافغان اوامریکایې ولس اونړۍ په خبردی .
بل طرف که افغان جنګ ته هرطرف په خپل ابتکاراوقربانۍ سره چا د پای ټکی کیښود د هغوی نوم به په راتلونکي نوي تاریخ کې د ملي ازادۍ د اتل په نوم یادول کیږي چې ورته به دزړه له تله مبارکي وایو.
بل طرف سکاټ میلراو د هغه کورنیوواوبهرنیووملګرو ته یې چې په جنګ یې پانګونه کوله د زړه له تله تعزیت اوتسلیت اوافغان ملت ته مبارکي وړاندي کوو.
