No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ملي امنیت ځواکونو سیاسي او د سولې برخه کې فعال هدایت الله پکتین نیولی دی.

د هدایت الله پکتین کورنۍ وايي، چې نن تر غرمې وروسته ملي امنیت ځواکونو د دوی په کور چاپه اچولې او هدایت الله پکتین یې له ځانه سره بیولی دی.

‏هدایت الله پکتین ډېر وخت د رسنیو په سیاسي میزونو کې برخه اخستله او د سولې په تړاو به یې خپل نظر څرګنداوه.

تر اوسه ملي امنیت د نوموړي د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو د یوه لاریون پرمهال له دواړو خواوو غوښتنه وکړه، څو نور سوله وکړي.

لاریون کوونکو روانه جګړه پردۍ بولي او وایي، چې ددې جګړې په نتیجه کې یوازې افغانان وژل کیږي.

: ‏د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، نصیراحمد احمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

نصیر احمد احمدي چې له تیرو دوو اونیو راهیسې په کرونا ناروغۍ اخته و، نن یې کابل کې په یوه شخصي روغتون کې ساه ورکړه.

‏ولسمشرۍ ماڼۍ د نصیراحمد احمدي مړینه ستره ضایعه بللې او د پښتو ژبې د بډاینې لپاره یې د نوموړي هڅې د قدر وړ بللې دی.

نصیر احمد احمدي د داستاني اثارو مشهور او د جلا سبک لیکوال و، چې لسګونه اثار یې لیکلي وو.

: ‏خلیلزاد: د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د هوکړې لپاره خپله ډیپلوماسي جاري وساتم.

: ‏د هېواد د ملي امنیت عمومي رئیس جنرال احمد ضیا سراج هرات ولایت ته تللی.

ځایي چارواکي هرات ته د ملي امنیت د عمومي رئیس د سفر موخه د دې ولایت د امنیتي وضعیت ارزول او د طالبانو پر وړاندي د امنیتي ځواکونو بسیج کول یادوي.

: ‏افغان ځواکونو د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت مدیریت پرېښي دي.

سرچینه وایي، طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته اور اچولی او افغان ځواکونه د دویر میدان ته تللي.

ځايي مسوولينو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏‏د حکومت د امنیتي سکتور ویاند، اجمل عمر شینواری: په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو خلاف ۱۲۴ هوايي او توپچي بریدونه ترسره شوي، چې پایله کې یې ۱۱۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ امنیتي او دفاعي ادارو ته لارښوونه کړې، چې په یادو ادارو کې د متقاضیانو د ګومارنې چارې آسانه کړي.

‏ولسي پاڅون کوونکي د سیمه ییزې اردو په لیکو کې مدغم (یو ځای) کېږي او له لازمو زده کړو وروسته هغوی ته وسلې او مهمات ورکول کېږي.

‏کندز کې د افغان ځواکونو د ۲ چورلکو رانسکورېدل حقیقت نه لري.

: ‏ننګرهار- ځايي چارواکي وايي، نن سهار د ښېوې ولسوالۍ د ولسوال پر موټر  چاودنه شوې، چې له امله يې نوموړی برسېرن ټپي شوی دی.

مسوولین وايي، چاودنه کې نور چاته زيان ندى اوښتی.

: ‏پروان ولایت کې د بریښنا یوه پایه په بم الوځول شوې.

ځايي مسوولین وايي، ناڅرګندو کسانو نن سهار شااوخوا ۴:۳۵ دقیقې د پروان ولایت په جنګل باغ سیمه کې د وارداتي بریښنا یوه ستنه په بم الوځولې، خو د بریښنا جریان نه ده پرې شوی.

: ‏نزدیک به‌ سه‌هزار خانواده در نتیجۀ جنگ‌ها در هرات و بادغیس بیجا شده‌اند.

: همزمان با افتادن مرکزهای دو ولسوالی دیگر ولایت غور به‌دست طالبان، از ادامه نبردها میان نیروهای دولتی و طالبان در ده شهر کشور خبر می‌رسد.

بغلان، تخار، کندز، فاریاب، بادغیس، جوزجان، میدان وردک، غزنی، کندهار و هلمند ولایت‌هایی استند که پس از افتادن شماری از ولسوالی‌های آن‌ها به‌دست طالبان، جنگ به نزدیک مرکزهای این ولایت‌ها رسیده‌است.

اما وزارت دفاع ملی از کشته‌شدن دوصد طالب و زخمی شدن بیش از صد تن دیگر در شبانه‌روز گذشته، خبر می‌دهد.

عبدالله قرلق، والی تخار گفت: «نیروهای قهرمان امنیتی و دفاعی ما و خیزش‌های مردمی توانستند مردانه و شجاعانه مقاومت کنند و تلفات سنگین وارد شده‌است به طالبان

: د ترکیې له خوا د کابل هوايي ډګر د امنیت د تامین په هکله د ترکیې، ناټو او امریکا له هوکړې وروسته، افغان حکومت او طالبان په دې هکله مخالف لیدلوري لري.

ملي دفاع وزارت په دې برخه کې د ترکیې له همکارۍ هرکلی کوي، خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند وايي چې دغه ډله له امریکې سره د شوې هوکړې له مخې له ورکړل شوي مهلت وروسته په افغانستان کې د بهرنیانو له هر ډول حضور سره مخالف دي.

           

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د هوايي ډګرونو د ظرفیتونو د پراختیا او د کنټرول مدیریت په برخه کې د ملګرو هېوادونوله همکارۍ هرکلی کوو

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا هم وویل:«که چېرې د ناټو په چوکاټ کې ترکیه او یا هم کوم بل هېواد پاتې شي، نه یوازې د طالبانو لپاره بلکې د افغانستان د خلکو لپاره هم د منلو وړ نه دی.»    

: ‏اداره هوانوردی ملکی می‌گوید که سیستم دفاع هوایی جدید در  میدان هوایی بین‌المللی حامد کرزی فعال شده‌است.

: ‏د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۰۷۵ مثبتو پېښو او د کووېډ نولس ناروغۍ له امله د ۶۷ تنو له مړینې خبر ورکړی دی.

: ‏د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ایران ته د افغان حکومت له تللي مذاکراتي پلاوي سره په لیدنه کې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغانان هیڅکله زور ته نه دي تسلیم شوي او که چېرته څوک په زور خپله اراده پر دوی تحمیلوي نو له توند غبرګون سره یې مخ کېدلی شي.

: ‏اردوغان: ترکیه مانند گذشته همچنان در کنار برادرانش در بوسنی‌وهرزگوین خواهد ایستاد.

اردوغان (نسل_کشی سربرنیتسا): به هیچ وجه اجازه نخواهیم داد که این لکه سیاه در تاریخ اروپا و بشریت به فراموش سپرده شود.

ثبات هر منطقه در داخل، برای بوسنی و هرزگوین و ثبات این کشور نیز برای کل اروپا به ویژه بالکان ضروری است.

: ‏حکم حبس ابد رهبر اخوان‌المسلمین مصر تایید شد

: ‏عرب نیوز په یوه مقاله کې د امریکا د شل کلن ماموریت په اړه لیکي چې شل کاله وړاندې په نړیواله کچه له خپلو سیالانو سره د امریکا د سیالۍ بڼه بل ډول وه خو د ټکنالوژۍ په پرمختګ او د سیالۍ له نوو لارو سره امریکا په دې پوه شوه چې افغانستان کې یې نظامي حضور بې ګټې دی.

: ‏استرالیا وایي وروستی سرتېری یې هم له افغانستان ووت. د استرالیا ددفاع وزیر رسنیو ته ویلي چې په وروستیو اونیو کې یې په افغانستان کې شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد او خپل وروستی سرتېری یې هم له دغه هېواد ایستلی دی.

: ‏ولټ ام زونټاګ ورځپاڼې د المان د نیدر ساکسن ایالت د کورنیو چارو د وزیر بوریس پستوریوس له قوله ویلي چې د المان حکومت باید د هغو افغانانو غمه وخوري چې په دغه هېواد کې یې په هر ډول شرایطو کې د الماني سرتېرو مرسته کړې ده. هغه زیاته کړې، دا یو وجداني مسوولیت دی.

: ‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د خپلو پخوانیو څرګندونو پر خلاف په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې نویو طالبانو سر راپورته کړی دی او دا هغه طالبان نه دي چې د ټوپک په زور به یې پرېکړې کولې.

: ‏امریکا کې یوه اوونۍ وړاندې یوه ودانۍ ونړېده چې په پایله کې یې تر پرون پورې د مړه شویو کسانو شمېر ۴۳ وو. د تازه راپورونو له مخې، دا پېښه چې د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې د یوې ودانۍ نړېدو له امله رامنځته شوه په نتیجه کې یې د مړه شویو کسانو شمېر ۸۶ ته لوړ شوی دی.

: ‏د ایراني اپوزیسیون یو شمېر ډلو په غربي هېوادونو کې د ایران د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رییسي پر ضد لاریون کړی دی. دوی ابراهیم رییسي د بشریت پر وړاندې په جنایت تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې نوموړی باید په یوه علني محکمه کې د ځان سپیناوی وکړي.

: ‏مېل انلاین خپرونې د افغانستان وروستي وضعیت ته کتنه کړې ده. د خپرونې په باور طالبان فکر کوي چې ګوندې کولی شي د زور له لارې واک ته ورسېږي. خپرونه زیاتوي، چې افغان کشاله د زور او ځواک له لارې نه شي حل کېدلی نو دواړو لوریو ته په کار ده چې خپله ټوله توجه سوله ییزو لارو چارو ته واړوي.

: ‏وروسته تر هغه چې طالبانو مسکو ته د سفر پر مهال د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره د کنټرول ادعا وکړه، د پاکستان پوځ وایي چې د طالبانو دا ادعا سمه نه ده. د پاکستاني پوځ ویاند بابر افتخار ویلي چې پر ۸۵ فیصده خاوره د طالبانو د کنټرول ادعا یوازې مبالغه ده.

: ‏خبرگزاری رویترز گزارش کرده‌است که مقام‌های محلی ترکیه می‌گویند که در نتیجۀ سقوط یک موتر مسافربری حامل پناهجویان افغان، پاکستانی و بنگله‌دیشی صبح امروز در شرق این کشور، ۱۲ جان باخته‌اند و ۲۶ تن دیگر، زخم برداشته‌اند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک