No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏دکندهار ولایت د امان ولسوالۍ د ولسوال پر موټر چاودنې دوه کسان وژلي او دری نور یې ټپیان کړي دي.

دکندهار ولایت ځایي چارواکي وایي،په دې چاودنه کې ولسوال ته زیان نه دی رسېدلی، خو دوه ملکي وګړي وژل شوي او د یوې میرمنې ترڅنګ،دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

: ‏د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند، کارته نو سیمه کې د معاملاتو د لارښونې په یوه دفتر کې چاودنه شوې او دوه کسان یې وژلي دي.

د کابل امنیه قومانداني وایي، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوې او په چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي هم دي.

تر دا مهاله ددې پېښې لامل نه دی روښانه.

: ‏در جریان هفتۀ گذشته ضمن تلاش های صلح ۸۱ تن کشته و زخمی شده اند.

: ‏منابع: ولسوالی یفتل پایان بدخشان از وجود طالبان پاکسازی شد اما ولسوالی تیوره غور را طالبان تصرف کردند.

: روند تطبیق واکسن کرونا نوع جانسون اند جانسون که اخیرأ به دولت افغانستان تحویل داده شده‌است، امروز شنبه در کابل آغاز شد.

وزارت صحت‌عامه می‌گوید که روند تطبیق این واکسین در شماری از یازده مرکز در شهر کابل آغاز شده‌است.

واکسین جانسون اند جانسون تنها یک دوز دارد و از سوی برنامۀ کوواکس سازمان جهانی بهداشت به افغانستان کمک شده‌است.

عثمان طاهری، معاون سخن‌گوی وزارت صحت‌عامه گفت: «یگانه راه ایجاد معافیت کلی تطبیق واکسین است مردم تشویش وهراسی نداشته باشند به دل آرام می‌توانند واکسین را تطبیق نمایند

: در آستانۀ تکمیل‌شدن روند خروج نیروهای امریکایی از افغانستان، رییس‌جمهور غنی می‌گوید که بیرون‌شدن نیروهای امریکایی از افغانستان پیشنهاد او بود.

آقای غنی که امروز در ولایت خوست رفته بود و در میان مردم این ولایت سخنرانی می‌کرد، از طالبان خواست که به میز مذاکره حاضر شوند.

او در این باره افزود: «آیا امریکایی‌ها را به عزت از افغانستان بیرون کردم یا نه؟ کدام روزی بود که من گفته باشم امریکایی‌ها باشند؟ هفت سال پیش نگفته بودم که امریکایی‌ها بیرون می‌شوند؟ دو سال پیش به رییس‌جمهور ترمپ ننوشتم که نیروهایت را از افغانستان بیرون کن؟»

رییس‌جمهور در سخنرانی‌اش هم‌چنین گفت که اگر طالبان برای افغانستان می‌جنگند باید تعهد کنند که خط دیورند را نمی‌پذیرند و به نوکری پایان می‌دهند: «بیایید بپرسید از طالبان، اول این‌که برای چه‌کسی می‌جنگند؟ برای افغانستان یا برای این‌که افغانستان زیر دست دیگران بیاید؟ به من اعتماد کنید که افغانستان از چهارراه به یک راه بدل نمی‌شود و به من وعده کنید که آب افغانستان را به بیگانگان نمی‌فروشید

طالبان تاکنون به این سخنان رییس‌جمهور واکنش نشان نداده‌اند.

: په دوحه کې د سولې مذاکراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو ترمنځ له څو میاشتو بندون وروسته، دواړو لوریو په څو وروستیو ورځو کې پنځه غونډې لرلې دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې دغه غونډې د دواړو لوریو د تماس ډلې ترمنځ وې او د اساسي قانون، د اوربند، د سیاسي لارې نقشې، د سیاسي ګډون او تېردونکي پړاو، بحث شوی دی.

 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري په دې هکله وايي:«دا غونډې یوه شپه وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ جوړېږي او په مهمو موضوعګانو خبرې کېږي

: ‏عصر امروز افراد ناشناس یک قابله را در مربوطات حوزۀ دوم امنیتی شهر کندهار به قتل رساندند.

تاکنون انگیزه این رویداد مشخص نیست و عاملان آن نیز شناسایی نشده‌اند.

: ‏حمدالله محب له روسیې، چین او هندوستان غوښتي چې د تروریزم ضد مبارزې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

: ‏د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، کله چې ملا فضل الرحمان په پاکستان کې په ټاکنو کې برخه اخلي نو طالبان دې هم د افغانستان په سیاسي نظام کې ورکډ شي او په ټاکنو کې دې ونډه واخلي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۸۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۸۶ تنه مړه شوي او ۷۵۸ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏ایرنا اژانس افغانستان کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې به خپل باور له لاسه ورکړي بلکې افغانستان ته به د نورو ترهګرو ډلو د داخلېدو زمینه هم مساعده کړي.

: ‏د ایران دولتي خبري اژانس وایي چې نن سهار وختي په پلازمېنه تهران کې زوروره چاودنه شوې ده. راپور کاږي چې دا چاودنه د ملت په نامه ملي پارک کې شوې ده خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

: ‏په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن یو ځل بیا ویلي چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان او افغانانو دفاع ته ژمن دي خو ټینګار کوي چې جګړه د حل لار نه ده او دواړه لوري باید د زور پر ځای د خبرو له لارې د مسئلې د حل لپاره لاس په کار شي.

: ‏د پاکستان رسنۍ وایي، تېره شپه د یوې جنازې د مراسمو یوه ویډیو خپره شوې، چې ښيي یو شمېر کسان په پښتونخوا کې د افغان طالبانو په ملاتړ شعارونه ورکوي او له ځان سره د طالبانو بیرغونه لیږدوي.

‏پولیس هم مني چې جنازې ته د طالبانو بیرغونه راوړل شوي وه، خو وایي چې ښکېلو کسانو پر وړاندې اقدام کوي.

خو دا چې د چا د جنازې مراسم ترسره کېدل، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

‏طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د سومالیا په پلازمېنه کې نن د پولیسو په یوه قومندان موټربم برید شوی، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

خو د پولیسو قومندان فرهان محمود له بریده روغ وتلی دی.

: ‏امارات متحده عربی اعلام کرده است که پروازها از افغانستان و اندونیزیا به این کشور سر از فردا یکشنبه متوقف خواهند شد.

بر بنیاد این تصمیم، شهروندان امارات متحده عربی نیز نمی‌توانند به این دو کشور سفر کنند.

: ‏د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د نړیوال فشار غوښتنه کړې.

‏لویید اسټن پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانستان کې د روان وضعیت د مهار لپاره اړتیاده، چې نړیواله ټولنه د سیاسي جوړجاړي لپاره خپل فشارونه زیات کړی، څو په افغانستان کې هغه ډول حکومت رامنځ ته شی، چې افغانان یې غواړي او مستحق یې دی.

: ‏زلمی خلیلزاد وایي، طالبانو د مذاکراتو پر مېز د برلاسۍ لپاره جګړه سخته کړې.

زلمي خلیلزاد له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، افغانستان کې د روان کړکیچ د حل یوازینۍ لار سیاسي جوړ جاړی دی او دواړه لوري دې پر مذاکراتو تمرکز زیات کړي.

‏خلیلزاد وایي طالبانو ورته ویلي وو، چې د ولایتونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي، خو برعکس هغوی پر لویو ښارونو هم بریدونه پیل کړي دي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر د قطر او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې.

انتوني بلینکن وایي، د قطر د صدر اعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغان سولې پروسې او په دې برخه کې د قطر پر رول خبرې وکړې.

‏بلینکن همدا شان ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، شاه محمود قریشي سره یې په خبرو کې د افغان سولې په برخه کې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

: ‏د هند او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې.

د هند بهرنیو چارو وزیر وایی، مسکو ته یې د خپل سفر پرمهال، د دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ، د سیمې او افغانستان پر روان وضعیت هم بحث او خبرې وکړې.

‏هند او مسکو د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم لوبغاړي بلل کیږي او په وروستیو کې دواړو هیوادونو د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

: ‏د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی له افغانستان وروسته پاکستان ته تللی  او هلته یې ددې هیواد د پوځ له مشر سره کتلي.

 مطلق القحطاني د افغان سولې په تړاو یې له باجوه سره خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

: ‏امریکا غواړي د افغانستان امنیتي وضعیت خرابېدو په صورت کې کابل کې د خپل سفارت د کارکوونکو شمېر کم کړي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼېکابل کې د امریکا سفارت د سرچینو په حواله لیکلي، چې  دمګړۍ کابل کې د امریکا سفارت کې د ۱۴ سوه امریکایانو په ګډون ۴ زره دیپلوماتان او قراردادیان موجود دي.

‏وال سټریټ ژورنال وايي، که د افغانستان امنیتي وضعیت خرابیږي نو د امریکا د سفارت د افغان، امریکايي او نورو هیوادونو د کارکوونکو شمېر به د پام وړ ټيټ شي.

بل لور ته د راپورونو له مخې امریکايي چارواکو ویلي چې غواړي د خپل سفارت د امنیت لپاره ۶۵۰ سرتیري افغانستان کې پریږدي.

: ‏د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هیوادونو په سفر را وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوې خلیلزاد د خپل سفر په لړ کې قطر، ازبکستان او پاکستان ته ولاړ شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک