No-IMG

طالبان راځي ، څنګه ، کله او څه باید وکړي !

طالبان راځي او راتلونکي دي خو دا چې د جګړي له لاري راځي او یا د سولي زه هم نه پوهیږم او هغوي د افغانستان وګړۍ دي دا چې مونږ ورته کوم نوم ورته ورکوو دا ز مونږ فکر او سیاسي لید لوري پوري اړه لري او دا چې د هغوي په راتګ جنګ او جګړه آرام کیږي مونږ هم لا تر اوسه نه پوهیږو ، خو د حالاتو داسي څرګند کیږي چې دننه افغانستان کې او د سیمې ځینې هیوادونه دغه اوسنۍ جګړي ته تر بل عنوان لاندي زور ورکوي او تاسو عملاً ګوري چې ځېني دلي او حلقي عملاً غیر مسؤول کسان د ملي بسیج په نوم مسلح کوي.

خو دا باید ووایم چې دوه دلي د طالبانو په راتګ سخت اندیښمن او خپه دي.

- لومړۍ هغه افغان سیکولران ، غرب پال او یا په اصطلاح ملت پال لکه مجید قرار ، قاري عیسي او د هغه ورته د مجاهدینو زامن او لمسیان چې اوس سیکولران ، غرب پال او ملت پال شوي دي او هغوي لپاره فقد او فقد پښتون قوم د دغه هیواد وارث ښکاري او یا تر بل عنوان لاندي قوم او سمتي مسایلو ته لمن وهي

- دویمه دله هغه کسان او یا په اصطلاح جنګ سالاران او یا توپک سالاران چې د ام القنابل « مادر بمب ها » او B 52 په زور یې په خلکو حکومت او آمریت کوو او پدغه ۲۰ کلن اشغال دوره کې ښه امتیازات د نظام تر سیورۍ لاندي د وزیر ، رئیس ، وکیل ، والي ، قومندان او داسي نور په نوم تر لاسه کړي نو هغوي سره خامخا دا رعب او ویره شته چې حساب روان دی

- دریمه هغه دله او یا افغانان چې د اتحادیو او نور توکم په نوم د مدني فعالانو او یا بل کوم عنوان لاندي ښه ګرم دسترخوان او امتیازات یې درلودل

نو اوس طالبانو لپاره او د هغوي هم فکره پلویانو لپاره په کار ده چې څو ټکو ته پام او نظر ولري :-

- افغانستان اوسنۍ نسل هماغه د ۲۰ کالو مخکي نسل ندی.

- طالبان باید ټول فکرونه او دلي ومني ، انحصار طلبي او تک محوري یوي خواته کړي ، ځکه نه اوس او نه پخوا عملاً تک محوري ، انحصار طلبي او د حذف سیاست مثبت پایلي نه درلودل

- د ملا او طالب په نوم هر افغان ته کچیري هغه طالب ، ملا او مولانا نه وي او یا دوی سره هم فکره نه وي باید د ملا « پیشوند » نه اضافه کوي.

خلاصه دا چې په ۲۰ کالو کې ۴۸ څلویښت هیوادونو په مختلفو نومونو لکه مدني فعالان ، د ښځو په نوم اتحادیي ، قوم او سمتي اتحادیي ، د لیکوالانو او شاعرانو اتحادیي او د هغه تر څنګ د قومي او نور توکم په نوم اتحادیي ایجادي کړي دي نو اوس هغوي لپاره پکار ده کچیري دغه ټول مصیبت نه ژغورنه ولري نو باید پاملرنه سره د حکمت ، عدم دیکتاتوري او هغه ۲۰ کالو مخکي سیاست نه کار وانخلي

په خشونت ، زور ، دیکتاتوري ، معاملي او د پردیو په زور او قوت په افغانانو چا هم حکومت نده کړي ، فقد او فقد د افغانانو ، ښکیل دلو او د وطن او خلکو ژغورنه په سوله او بین الافغاني ناستو او مرکو کې دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک