No-IMG

حکومت په جنگی اضطراری حالاتو کی باید د وطن ملی گټو ته لمړیتوب ورکړی

زلمی زابلي

 

په داسی نازکو حالاتو کی د پارلمان مصونیت ، د قضا مصونیت او یا د لوړپوړو چارواکو د پوسټ   احترام او نزاکت ، په هکله باید د قانون مطابق برخورد ورسره وشی ،

که چیری دپارلمان کوم غړی په مشهود جرم  باندی مرتکب یا متهم سوی وی ، بیا د اساسی قانون مطابق باید دفعتا نوموړی غړی پرته له استثنا ، تر عدلی قضایی تعقیب لاندی ونیول سی ، محاکمه یی باید علنی او مطبوعاتو په حضور کی دایره شی چه ټول ملت یی ‌و لیدلای  سی

او نورو ته عبرت وی

دجمهورریس د مرستیال لخوا په تیلیفون کی بد رد ویل یوه متهم ته قانونی لاره نده 

او که چیری کوم د پارلمان غړی د ملی خیانت  په جرم مرتکب یا متهم وی ، بیا د جزا په کود کی د ملی خیانت د جرم تر عنوان لاندی خپل فصل او ماده شتون لری چه د باصلاحیته محکمی مسولیت او دنده ده ،  په عذر غوښتلو داسی مجرمین معاف کیدلای نسی  ، او نه دا صلاحیت د جمهورریس د دوهم یا لمړی مرستیال دی چه په تیلیفون کی یی عذر کولو ته مجبوراو بیا معاف کړی

زموږ د حکومت د ضعف  نقطه همداده چه تر اوسه مو د حکومت لوړ پوړو چارواکو د خپل پوسټ  مسولیت ، صلاحیت او حدود ندی  پیژندلی

حمدالله محب صاحب د امنیت شورا یو مشاور دی چه قطعا اجرائیوی پوسټ ندی یوازی جمهور ریس ته د اړتیا په وخت کی مشوره ورکولای سی ،

خو اوس وینو چه د ولسوالی د امنیه قوماندان او ولسوال د پوسټ څخه نیولی بیا تر وزیرانو ، والیانو ، قوماندانانو د حمدالله محب صاحب لخوا معرفی او په دندو گمارل او یا منفک ، تبدیل او یا مقرریږی ، د سیمه ایزو اورګانو د ریس او‌د دفاع او‌کورنیو چارو د وزیرانو دنده بیخی معلومه نده

او یا همداسی د ارګ ددوهم شهزاده او د چارو د اداری د ریس فضلی صاحب صلاحیت او مسولیت تر صدراعظم کم ندی

حمدالله محب صاحب خو‌د بهرنیو چارو دوزیر مسولیت او صلاحیت هم په غاړه اخیستی چه دمسکو سفر یی ښه بیلگه کیدلای سی

په داسی بحرانی حالاتو کی باید جمهور ریس د دولت په اساسی ارکانو باندی سخت حاکیمیت ، نظارت او کنترول ولری ،

که اجرایه ، قضایه او یا مقننه رکن دی ،

دولتی مهم اراکین مکلفیت او مسولیت  لری چه جمهورریس د اساسی او واقعی پیښو څخه عاجل خبر کړی تر څو په خپل وخت لازم تدابیر او اهتمامات ونیول سی

مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک