داکتر عبد الله د طالبانو سولی طرحه حکومت سره نه ده شريک کړی
مسکو ته دطالبانو د لیږل سوی پلاوی دنن ورځی په رسنیز کنفرانس کی دا خبره ډیره مهمه وه چه شیخ شهاب الدین دلاور وویل :
طالبانو د سولی د مذاکراتو طرحه په دوحه کی خلیلزاد ته سپارلی وه خپل شرطونه یی پکښی لیکلی وو، چه تر دری میاشتو پوری به طالبان په لویو ښارونو او ولسوالیو هیڅ یرغل نه کوی ، مذاکرات به جاری ساتل کیږی ، طالبانو د خپلو زندانیانو د ازادیدلو او همدارنگه د تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو حذف کول ، شامل وو
خو کله چه د مسکو په مخکینی غونډه کی د داکتر عبدالله څخه پوښتنه وسوه چه تاسی ته د طالبانو طرحه دررسیدلی ده که څنگه ؟؟؟
داکتر عبدالله ورته ځواب ورکړی دی چه :
د طالبانو طرحه حکومت ته رسیدلی خو تر اوسه موږ مطالعه کړی نه ده
اساسی خبره دلته ده چه حکومت حتی د طالبانو طرحی ته مثبت یا منفی ځواب هم نه دی ورکړی
حکومت باید خپل دریځ د طالبانو د طرحی په هکله په واضح ډول په دوحه کی څرگند کړی وای
چه طالبانو ته دجگړی د بیا پیل بهانه په لاس نه وای ورغلی
د سولی په عالی شورا کی تر زر کسان زیات غړیتوب لری او همدارنګه د سولی دچارو په وزارت کی تر پنځه سوه زیات مامورین استخدام سوی دی چه په ټوله کی 1500نفرو ته رسیږی ولی بیا هم د طالبانو دطرحی جواب نسی ورکولای ؟؟؟
ممکن د طالبانو طرحه تر یو حده د حکومت د قبول وړ وی او یا نه وی ، افغان حکومت باید ددولت دریځ ورته ښکاره کړی وای ، نن به دجنګ دبیا پیل پړه د طالب لخوا په افغان حکومت نه وای
او که چیری د شیخ شهاب الدین دلاور دنن ورځی د مطبوعاتی کنفرانس خبری د داکتر عبدالله لخوا دقبول وړ نه دی ، بیا خو لازمه ده چه داکتر عبدالا په همدی مورد خبری کنفرانس ورکړی ، تر څو ملت په واقیعت خبر سی
داچه حکومت اود سولی عالی شورا دملت سره هیڅ ډول اجماع نلری او یا دملت مشوره ورته ارزش نلری ، هغه اوس ملت ته د درک وړ ده
مننه
