مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ترکیې ولسمشر وایي، ترکیه د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې په اړه له امریکا سره هوکړې ته رسېدلې ده.
رجب طیب اردوغان ویلي، د امریکا او ترکیې دفاع وزیرانو تیره ورځ په دې اړه بحث کړی او تصمیم نیول شوی، چې کوم څه باید ومني او څه ونه مني.
تر دامهاله د امریکا او ترکیې ترمنځ، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې په اړه د شوې هوکړې جزیات نه دي خپاره شوي.
✒: المان له افغان حکومت سره د همکاریو د دوام او د سولې په پروسه کې د مرستې ډاډ ورکړی.
بهرنیو چارو وزارت وایي، محمد حنیف اتمر له خپل الماني سیال،؛هایکو ماس سره د ټیلفونې تماس له لارې، د افغانستان د روان امنیتي وضعیت ،د همکاریو پردوام او سولې پروسې بحث او خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د سولې په برخه کې د سیمې او ځانګړي ډول د پاکستان پر رول خبرې و کړې او ټینګار وشو، چې د سولې لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې شي.
✒: افغان ځواکونو د کندز ولایت علي اباد ولسوالي له طالبانو بیرته ونیوله.
د کندز ځایي امنیتي چارواکي وایی، د یادې ولسوالۍ د نیولو لپاره په ترسره شویو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
دغه ولسوالي د دوهم ځل لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کیږي.
✒: ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د بګرام له پوځي اډې لیدنه کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، محمد اشرف غني د بګرام هوایي ډګر د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال وویل، د شهید محمد داوود خان روغتون یوه برخه دې دلته راولېږدول شي.
✒: وسله والو طالبانو هرات کې د اسلام قلعه بندر تر نیولو وروسته، د تورغنډۍ بندر هم نیولی دی.
د هرات ولایت د ګمرک مسوولان وایی، د طالبانو لاس ته د دې بندرونو تر ورتلو وروسته اوس مهال د یادو بندرونو فعالیت درېدلی دی.
✒: نن سهار د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند، فاضل بیک سیمه کې په یوه مارکیټ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې، چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
چارواکي وایي، دغه اور سهار مهال کې مهار شوی دی.
✒: در حالی که مرکزهای نزدیک به ده ولایت کشور در دو ماه گذشته گواه درگیری ها بوده اند، رییس هیاتی از طالبان که به مسکو رفته است، میگوید که در توافقنامه صلح دوحه میان ایالات متحده و طالبان در باره خودداری این گروه از حمله بر شهرها چیزی نیامده است و طالبان مصمم به حمله بر مرکز های ولایت ها نیستند.
در حالی که درحومه های چندین شهر و از جمله مرکز ولایت بادغیس از سه روز به این سو جنگ جریان دارد؛ شهاب الدن دلاور، عضو رهبری طالبان میگوید که این گروه برای جلوگیری ازخونریزی، بر شهرها حمله نخواهند کرد.
"ما ولایات را سقوط نمیدهیم. فی الحال هیچ عملی را انجام نمیدهیم که خون افغان های ما ریخته شود."
این عضو بلند پایه رهبری طالبان می گوید که از میان ۳۹۰ ولسوالی در افغانستان، حدود ۲۵۰ ولسوالی به دست طالبان اند و این یعنی چیزی حدود ۸۰ درصد افغانستان می شود.
سهیل شاهین، عضو هیات مذاکره کننده طالبان ابراز داشت: "این ممکن نیست که از طریق جنگ به این آسانی گرفته شوند؛ اما این ها همه شان داوطلبانه به خوشی میآیند با امارت اسلامی یکجا میشوند."
✒: منابع امنیتی میگویند که دست کم پنج تن به شمول زنان و کودکان در نتیجۀ فرودآمدن یک مرمی هاوان در منطقه میرویس مینه در مربوطات حوزه هفتم شهر کندهار زخمی شده اند.
✒: پس از سقوط پیهم ولسوالی های هرات و نزدیک شدن طالبان به مرکز این ولایت، محمد اسماعیل خان- یکی از رهبران پیشین جهادی- با صدها هوادار مسلح اش آماده جنگ با طالبان شده و در برابر این گروه "جبهه مقاوت مردمی" را ایجاد کرده است.
محمد اسماعیل خان میگوید که افراد بسیاری در چارچوب "جبهه مقاومت مردمی" در حوزه غرب به ویژه در هرات مسلح شده اند و برای مبارزه با طالبان وارد میدان های جنگ شده اند.
اسماعیل خان گفت: "جبهات را منظم میکنیم و شهر هرات را از تجاوز کسانی که برای شان دستور چپاول و غنیمت گرفتن داده شده است، نجات میدهیم. خواب چپاول شهر هرات را به آنها حرام میسازیم و اجازه نمیدهیم که به آبرو و عزت مردم ما دست درازی کنند."
✒: زخمی شدن یک تن در نتیجۀ انفجار ماین در ولایت کاپیسا.
شقایق شورش، سخنگوی پولیس کاپیسا میگوید که این انفجار یک موتر رنجر پولیس در ساحۀ تپهزار از مربوطات ولسوالی حصۀ اول کوهستان را هدف قرار داد که در نتیجه آن یک تن زخم برداشتهاست.
✒: امنیتي ځواکونو نن په کابل کې، ولسي جرګه کې د بادغېس د وکیل امیرشاه نایب زاده کور محاصره کړی.
یو غږ چې ظاهرا د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دی، نایب زاده یې تورن کړی چې بادغېس کې یې امنیتي ځواکونه تشویق کړي چې طالبانو ته تسلیم شي.
نایب زاده دا تور د یو ویدیویی کلیپ په ترڅ کې رد کړی.
✒: وزیر صنعت و تجارت افغانستان و مشاور نخست وزیر پاکستان در امور بازرگانی و سرمایه گذاری، به روز پنجشنبه موافقتنامه بازرگانی و ترانزیت میان دو کشور یا «اپتا» را که یازده سال پیش امضا شده است، برای دومین بار تمدید کردند.
✒: ولسمشر غني د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره تېره شپه ناوخته کتلي.
پدې کتنه کې د سولې په اړه د راتلونکو ګامونو په اړه د خبرو تر څنګ ټينګار وشو تر څو په اوسني وضعيت کې بايد د ټولنې ټول اقشار په يو خط کې او پر يوه خوله له جمهوريت ملاتړ وکړي.
✒: نثار احمد ناصری سرپرست گمرک هرات میگوید که طالبان گمرک اسلام قلعه و بندر تورغندی این ولایت را تصرف کرده اند.
به گفتۀ او، طالبان تمام بخشهای گمرک اسلام قلعه را تصرف کرده اند وفعالیت این گمرک متوقف است.
اومیگوید که بندرتجارتی تورغندی درمرز با ترکمنستان نیز دراختیار طالبان است.
✒: د کندهار ښار پر اوومې حوزې د طالبانو برید کې، د امنیتي ځواکونو دوه پوستې دغې ډلې نیولې دي.
که څه هم تر کندهار ښاره د طالبانو رسېدو اندېښنې راولاړې کړې دي، خو سیمهییز چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړی دی.
په ورته وخت کې له نیمروزه رارسېدلی خبر وایي، چې طالبانو پر چخانسور ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې ده.
بلخوا ملي دفاع وزارت وایي، تېرو څه کم ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۳۰ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.
وروسته له هغې چې طالبانو د کندهار شاوخوا ۱۰ ولسوالۍ لاندې کړې، نن سهار یې د کندهار ښار پر اوومې حوزې هم برید وکړ او د افغان ځواکونو دوه پوستې یې ونیولې، خو سیمهییز چارواکي وایي، د طالبانو د مخته تګ مخنیوی یې کړی دی.
د کندهار والي روحالله خانزاده ویلي:«هېڅ ستونزه نهشته. زه د کندهار خلکو ته پوره ډاډ ورکوم. تر هغو چې موږ ژوندي یوو، طالبانو ته اجازه نه ورکوو، چې ښار ته ننوځي.»
✒: روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبر ورکړ. دغه سازمان ویلي، د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د جګړې پر مهال د ملکیانو مرګ ژوبله د تېرکال د همدې مودې پرتله ۲۹ فیصده زیاته شوې ده.
✒: د امریکا متحده ایالاتو له خوا د کرونا وبا ضد یو میلیون او څلور سوه زره دوزه واکسین نن کابل ته ورسیدل، دغه واکسین د امریکا سفارت سرپرست د روغتیا وزارت سرپرست ته سپارلي دي.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱ زر او ۱۹۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۷۷ تنه مړه شوي دي.
✒: د روسي خبري آژانسونو په حواله طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي او په دوحه کې د خبرو د بریا په صورت کې به خپل تهاجمي عملیات ودروي. د طالبانو يوه پلاوي په مسکو کې نن له یو شمیر رسنیو سره په خبرو کې د احتمالي اوربند پر موضوع د بحث او خبرو خبر ورکړی دی.
✒: د کابل ښار په میرویس میدان (کوټه سنګي) د مینه یار مارکیټ د کتابونو ټول دوکانونه غلو لوټ کړي پیسې، کمپیوټرونه او توکي یې له ځانه سره وړي دي. د کابل پولیسو ویلي، چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
✒: ولسمشر غني د طالبانو لخوا د بریدونو زیاتوالي ته په اشارې ویلي چې مشروعیت د افغانستان له حکومت سره دی او په خبره یې دغه خاوره د ادارې ظرفیت لري.
✒: بادغیس کې نن نسبت تېرو دوو ورځو ته وضعیت آرام دی، خو لاهم د ښار څنډو کې دواړه لوري کله ناکله پر یو بل ډزې کوي.
د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي، دوی د ښار پر بېلابېلو سیمو واکمن دي او امنیتي ځواکونه ښار کې حضور لري.
✒: د کندهار محبس د خوندیتوب لپاره د ۴۴۴ په نوم ځانګړې قطعه ځای پرځای شوه.
راپورونه وايي، جګړه د کندهار لوی محبس شاوخوا سیمو ته نژدې شوې او دا مهال جګړه د کندهار ښار د ۷مې حوزې اړوند میربازار سیمه کې روانه ده.
جګړه کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر یې نه دي مالوم.
✒: د کندهار والي، د والي مرستیال، امنیه قومندان، د امنیت امر، د هوایي لواء مخکنی قومندان رازق شېرزی، قومي مشران او خاص ځواکونه د کندهار ښار د ۷مې حوزې اړوند د "چهل زینو" سیمې سره په لومړي کرښه کې دي.
دوی خلګو ته ډاډ ورکوي، چې وضعیت یې په واک دی او خلګ دې اندېښنه نه کوي.
✒: کندهار کې د ملي امنیت ٠٣ قطعه ادعا کوي چې تېره شپه د یادې قطعې ځانګړو ځواکونو د ژېړۍ ولسولۍ د "باغ پل" او "شاه اغا دوراهي" په سيمو کې عملیات کړي، چې پر مهال يې د طالبانو د یوه مهم قوماندان ادريس مشهور په حاجي خاکسار په ګډون په کې نهه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
✒: انتونی بلینکن، وزیر خارجۀ امریکا با اشاره به فراهمسازی 1.4 میلیون دوز واکسن جانسن اند جانسن از سوی کشورش به وزارت صحت عامۀ افغانستان، در صفحۀ تویترش نگاشتهاست که ایالات متحده به همکاریهای امنیتی و صحت به مردم افغانستان متعهد است.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین پر ټویټر لیکلي، چې امریکا له افغانستانه د امنیتي او روغتیايي برخو په ګډون، بېلابېلو برخو کې ملاتړ ته ژمنه ده.
✒: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي په افغانستان کې د سولې توافق او جامع اوربند د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.
✒: د بنګله دېش د روپ ګنج ښار کې د خوراکي توکو په یوې فابریکه کې د اورلګیدنې له امله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بنګله دیشي چارواکو ویلي، چې دا اورلګېدنه ۲۴ ساعته وروسته کنټرول شوې ده.
✒: د امريکا ولسمشر جوبايډن:
زمونږ پوځي ماموريت به د اګست پر 31 پای ته ورسيږي خو له افغانانو سره به زمونږ مرستې دوام ولري.
په افغانستان کې دداسې يوه حکومت راتګ چې په ټول افغانستان حاکميت ولري له امکانه لرې دی. افغانستان هيڅکله هم يو متحد هيواد نه و.
زه پر طالبانو نه بلکې پر د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا باور لرم.
نه, نه امريکا به له وتلو وروسته د ملکي افغانانو د وژلو پر وړاندې مسووليت ونلري.
د امريکا د استخباراتو اټکل چې ګواکي افغان حکومت به په شپږو مياشتو کې نسکور شي حقيقت نلري.
طالبان به پر افغانستان واکمن نشي زه د افغان ځواکونو پر وړتيا باور لرم دوی ښه سمبال شوي او تعداد يې درې لکو ته رسيږي پداسې حال کې چې د طالبانو شمير زرګونه دی.
مونږ د افغانستان اردو لپاره ټول هغه وسايل چمتو کړل, کوم چې يو عصري اردو ورته اړتيا لري ځکه هم دوی اوس له خپل هيواد د دفاع توان لري.
مونږ افغانستان کې ددې لپاره تللي و تر څو د سپټمبر 11 عاملين او اسمه بن لادن په سزا ورسوو او مونږ دا کار وکړ ځکه مونږ د افغانستان جګړه ګټلې.
افغانستان ته مونږ د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي.
✒: سپينه ماڼۍ وايي امريکا به له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو بشپړېدل ونه لمانځي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي, امریکا به په افغانستان کې د نظامي ماموریت بشپړیدل ونه لمانځي ځکه د افغانستان ۲۰ کلنه جگړه کې نظامي بريا نه ده ترلاسه شوې.
