مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: تهران کې د افغان دولت او طالبانو استازو د یوې مشترکې اعلامیې په خپرولو توافق کړی، چې جګړه نور د حل لار نه ده او باید ټولې هڅې پر سیاسي حل متمرکزې شي.
په دې اعلامیه کې همداراز راغلي، چې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په تهران کې خبرې په صمیمانه فضا کې ترسره شوې او ټول مسائیل په مفصل او څرګنده توګه بیان شوي دي.
دواړو لوریو پریکړه کړې هغه موارد، چې لا زیاتو مشورو او وضاحت ته اړتیا لري لکه له جګړې څخه د سولې خوا ته تلل، د دواړو لوریو د توافق په اساس اسلامي نظام، چې په تړاو به یې نږدې راتلونکو ناستو کې خبرې وشي او نتیجې ته ورسیږي.
دواړو طرفونو د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لپاره د تهران ناسته یو ښه فرصت او زمینه وبلله.
په دې مجلس کې دواړو خواوو د ملکي خلکو په کورونو، جوماتونو، ښوونځيو او روغتونونو بریدونه، چې د ملکي خلکو د تلفاتو سبب کیږي او همداراز د عامه تاسیساتو تخریب په جدي توګه وغانده او د عاملینو د مجازاتو غوښتنه یې کړې.
✒: آمر امنیت فرماندهی پولیس، معاون اول ریاست امنیت، آمر حوزۀ اول، فرمانده تولی قرارگاۀ پولیس، معاون حوزۀ اول پولیس قلعۀ نو، قوماندان تولی اردوی منطقوی، و معاون حوزۀ دوم قلعۀ نو ولایت بادغیس از افراد اند که پیش از حملههای طالبان و بی هیچ درگیری، به این گروه تسلیم شدهاند.
✒: والی بلخ: ۱۵۰۰ تن از نیروهای بسیج مردمی در سنگر حضور دارند.
✒: وزارت صحت عامه امروز از ثبت ۱ هزار و ۲۲۶ رویداد تازۀ مثبت ویروس کرونا و مرگ ۸۴ تن در یک شبانهروز گذشته، خبر دادهاست.
✒: مسؤولان شفاخانه بادغیس میگویند که ۲۰ زخمی غیرنظامی از نبردهای شهر قلعۀ نو، مرکز این ولایت به شفاخانه آورده شدهاند.
مسؤولان میافزایند که شماری از زنان و کودکان هم در میان این زخمیان استند.
✒: جنرال سالم احساس په رسمي ډول د کندهار امنیه قوماندان ټاکل وشو.
هغه چې مخکې یې د کندهار د امنیت د امر او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین په حیث دندې ترسره کړي، د سمونوال سید شریف سرطیب پر ځای ټاکل شوی.
سرچینې وايي، د کندهار مخکنی امنیه قوماندان سمونوال سید شریف سرطیب به د سرحدي لواء قوماندان وټاکل شي.
سالم احساس پر داسې مهال د کندهار امنیه قوماندان ټاکل کېږي، چې وروستیو دریو اوونیو کې د سختو جګړو له امله د دغه ولایت اته ولسوالۍ یو په بل پسې سقوط شوي.
✒: د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی روسیې ته تللي.
د طالبانو د قطر دفتر وایي، چې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ یو پلاوی له دوحې څخه مسکو ته رسیدلی او هلته یې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو یو بل هیات دا مهال په تهران کې دی او له افغان سیاسي شخصیتونو سره یې مجلس کړی دی.
✒: ولسمشر غني: تېره ورځ کمو کسانو په بادغیس کې د مقاومت پرېکړه وکړه، نو تاسو یې پایله هم ولیده. وروسته له ۲۰ کالونو بهرنیان له افغانستانه وځي، خو دا خاوره اداره کوونکي لري. موږ دا هېواد جوړو، دا مهال په هېواد کې بېلابېلې پروژې پلي کېږي.
ګورئ! هر څه لرئ، ځان بې واکه مه ګڼئ. واک خدای تعالی د انسان په حیث درکړی... حق د فکر یې درکړی، حق د عمل یې درکړی، حق د آزادي یې درکړی، نن هغه ورځ ده چې څوک موږ ته تاریخ نه جوړوي، موږ خپل تاریخ په خپله جوړو.
✒: طالبان ادعا کوي چې د هرات کهسان او شینډنډ ولسوالۍ يې نیولې دي.
د هرات ځايي چارواکي بیا وايي، د شینډنډ مرکز يې د اصلي ځای څخه یوې بلې سیمې ته انتقال کړی، خو د کهسان ولسوالۍ په اړه يې تراوسه څه نه دي ویلي.
یوه سرچینه هم تاییدوي چې کهسان کې مېشت امنیتي ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه دغه ولسوالۍ پرېښې ده.
✒: پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاءالدین جیلانی وايي، د وروستیو جګړو له امله د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۲ زره ۳۸۴ کورنۍ له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي په تهران کې د افغان دولت او طالب پلاوي ترمنځ ترسره شوې ناسته د سولې ټینګښت لپاره مهمه بللې ده.نوموړي د ګډې اعلامیې د دویمې مادې چې پکې جګړه د هېواد د سلامتیا په زیان بلل شوې او دا چی ټولې هڅې باید د سیاسي حل لارې پر پیدا کولو متمرکزې شي، هرکلی کړی دی.
✒: روغتیا وزارت وایي چې په هېواد کې پر تور قارچ د اخته کسانو ټول شمېر لسو کسانو ته لوړ شوی دی. د دغه وزارت په وینا، د تور قارچ نوې پېښې په کابل، بامیان، فراه، سمنګان او وردګو ولایت کې ثبت شوې او دغه راز تر اوسه له دغه ویروس څخه یوازې یو تن مړ شوی دی.
✒: د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو انلاین غونډه کې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی. ددغه هېوادونو دیپلوماتانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او په دې باور دي چې جګړه د ستونزو د حل لار نه ده.
✒: سفارت آمریکا در اسرائیل طی بیانیهای ضمن انتقاد از تخریب خانه زندانی فلسطینی در کرانه باختری توسط نظامیان اسرائیل اعلام کرد: اجتناب طرفین از تشدید تنش در منطقه و همچنین اقدامات یک جانبه که تلاشها برای رسیدن راه حل دو کشور در مسئله فلسطین و اسرائیل را تضعیف میکند، حائز اهمیت بسیار است.
در بیانیه مذکور ضمن انتقاد از تخریب خانه اعتقل الشلبي (44 ساله) زندانی فلسطینی در شهر تورموس آیا در شمال رام الله، توسط نظامیان اسرائیل آمده است: به دلیل اقدامات یک فرد، نباید خانه تمام خانواده تخریب شود.
الشلبی در تاریخ 6 مه توسط نیروهای اسرائیلی بازداشت شد.
✒: ترکیه وايي د کابل هوایي ډګر په اړه یې له امریکا سره مثبتې او ګټورې خبرې لرلې دي. ترکیې ویلي چې ددفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال سره د کابل هوایي ډګر د امنیت پر تامین خبرې کړې دي او دا خبرې رغنده او اغېزناکې وې.
✒: د هند لومړي وزیر د کرونا د ناسم مدیریت له امله د خپلې کابینې دوولس وزیران له دندو ګوښه کړي دي. هندي رسنۍ وایي چې په دې ډله کې د هند د روغتیا وزیر هم شامل دی. هند یو له هغو هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی.
✒: پاکستان وایي پر ډیورنډ تدابیر سختوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دغه هېواد ته واوړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په تازه څرګندونو کې ویلي، د هېواد پالیسي یې داسې ده چې د جګړو د شدت په صورت کې به افغانانو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه ور نه کړي.
✒: د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په قطر او کابل کې یې د دواړو لورو له مشرانو سره پر روان وضعیت خبرې کړې دي. نوموړې ویلي په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړل شي او شخړې دې پای ته ورسېږي.
✒: افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی.
✒: امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هغو افغان ښځو ته وېزې صادروي چې په دغه هېواد کې یې ژوند له خطر سره مخ دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، دا وېزې به په سیاسي ډګر کې مطرحو ښځو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالینو او مدني فعالانو ته ورکړل شي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې امریکا د ځواکونو په ایستلو سره په افغان جګړه کې خپله ماتې ومنله. لاوروف نن د روسیې په دولتي پوهنتون کې یوې غونډې ته وینا کې خبرداری ورکړی چې که چېرته د سولې پروسې ناکامه شي نو افغانستان به په ډېره کمه موده کې له داعش ترهګرو ډک شي.
✒: بریتانوي ګارډین ورځپاڼې د لومړي وزیر بوریس جانسون له خولې ویل شوي چې د افغانستان وضعیت ګواښوونکی دی. نوموړي زیاته کړې چې که له ده څخه وپوښتل شي چې ایا د افغانستان وضعیت ته خوشبین دی، نو د ده ځواب به دا وي چې نه، خواشینی دی ځکه چې په خبره یې د افغانستان راتلونکې تیاره ښکاري.
✒: ډیجیټل ژورنال خپرونې په افغانستان کې د وروستي خراب امنیتي وضعیت په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. لیکنه کې پر بادغیس برید ته په اشارې راغلي، چې طالبانو د امریکایي پوځیانو په حضور کې پراخ بریدونه پیل کړي دي او دې چارې د افغانانو په ګډون ټول سیمه ییز او نړیوال هېوادونه اندېښمن کړي دي.
✒: خبرگزاری رویترز گزارش کردهاست که تاجیکستان روز چهارشنبه (۱۶ سرطان) از اعضای یک ائتلاف نظامی به رهبری روسیه خواستهاست تا به چالشهای امنیتی در مرز این کشور با افغانستان، کمک و رسیدهگی کند.
درخواست کمک تاجیکستان از روسیه ساعاتی پس از آن صورت گرفت که مسکو تعهد سپرد که از متحدان منطقهیی خود که با تهدید نا امنیها رو بهرو است، دفاع میکند.
در پی خروج نیروهای خارجی پس از ۲۰ سال از افغانستان، اوضاع امنیتی در کشور، بدتر شدهاست.
گزارشها میرسانند که در هفتۀ روان، بیش از یک هزار تن از نیروهای امنیتی پس حمله های طالبان در شمال کشور، به تاجیکستان رفتند.
✒: د متحده عرب اماراتو دوبۍ ښار کې چاودنه شوې.
د وروستیو راپورونو له مخې چاودنه په جبل علي بندر کې رامنځ ته شوې او تر چاودنې وروسته بندر کې یوې کښتۍ اور اخستی دی.
تر اوسه د چاودنې اصلي علت نه دی روښانه، خو ویل کیږيچاودنه خورا درنه وه او تر لرې پرتو سیمو یې غږونه اورېدل شوي دي.
✒: تهران کې د طالبانو، روسیې او ایران استازو درې اړخیزه ناسته کړې.
د طالبانو د قطر دفتر وایي، چې پرون د طالبانو د پلاوي، د ايران د بهرنيو چارو وزارت او د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د پلاوو تر منځ په تهران کې درې اړخیزه ناسته شوې او پکې د سرحدونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.
✒: د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مشره جېن ساکي وايي، چې بايډن به له خپلو امنیتي سلاکارانو او د ملي امنیت له ټیم سره تر بحثونو وروسته ډېر ژر د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي.
نوموړې وايي، بایډن هڅه کوي د سرتېرو د وتلو او تر هغه وروسته د افغانستان په اړه واضح تګلاره ولري.
✒: د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه قطر ته تللی دی.
د یو شمیر رسنیو د راپورونو په حواله، باجوه د خپل دغه رسمي سفر په ترڅ کې د قطر هیواد د پوځ له مشر او د دفاع وزیر سره لیدلي دي او په دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي. ددې لیدنو د نورو جزئیاتو په اړه ډير څه نه دي ویل شوي.
