ايران ته د طالبانو او د افغان سياسيونو ورتگ
ظاهر عمار
د طالبانو او د افغان سياسيونو يوه ډله تهران کې ده، شېبه وړاندې يې د ايران د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف په مشرۍ غونډه پيل کړې. د جواد ظريف يې په هر حال کور ودان چې په خپلو ابتدايي خبرو کې يې بيا د نااهلۍ. کمظرفيتۍ او بېپروايۍ پېغور راکړی او ويلي يې دي، افغان مشران او سياسيون دې د خپل هېواد د راتلونکې په اړه سختې پرېکړې وکړي.
ايران، پاکستان او زموږ بل هر ګاونډی هېواد حق لري په افغانستان کې روان ناورين له نږدې وڅاري، د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو له پاره وخت ناوخت له ښکېلو ډلو او جريانونو سره وګوري، بحثونه وکړي او د همدې هڅو په رڼا کې پاليسۍ جوړې کړي او هغه ډله او جريان په غېږ کې ونيسي چې د دوی د ګټو د خوندي کولو ډاډ ورکړي. که موږ اوس د ايران يا پاکستان په موقف کې وای، له دوی سره مو د يوه ګاونډي په توګه همداسې کول او دا زموږ حق و.
اصلي خبره دا ده چې دغه ډول ناستې موږ په خپل هېواد او خپل منځ کې ولې نشو کولای؟ که له يوه بله ګيلې شکوې، خپګان او حتا کرکه لرو، زموږ ګاونډيان له کومه د حسنِ بصري، جنيد بغداي او ابراهيم بن ادهم له نسله دي چې په يوه اشاره ورځغلو، پر يوه مېز ورسره کېنو، موسکاوې ورسره تبادله کوو، له پېغوره ډکو خبرو او فرمايشونو ته يې غوږ نيسو او د همکارۍ ډاډ هم ورکوو؟ زموږ دا تباه کوونکې پرديپالنه بيخي ډېره اوږده شوه او سره له دې چې ښه پوهيږو هېڅکله يې ګټه نه ده رارسولې، بيا هم دوام ورکوو.
جواد ظريف او د دوی نوی ولسمشر ابراهيم رئيسي به لا څوک وي چې زموږ د خير او نېکمرغۍ فکر ورسره وي.
عرض دا دی چې خدای تعالی دې د تهران، مسکو، اسلام آباد، دوشنبې او قطر دا ناستې پخير کړي خو تر څو چې دا ډول ناستې کابل، جلال آباد، کندهار، هرات او مزار ته راانتقال نکړو او مشري يې خپله ونکړو، زموږ هېڅ درد نشي دوا کولای بلکې د لا نورو ناورينونو سبب کيږي.
