No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د حزب اسلامي افغانستان رهبر ښاغلی حکمتیار د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي ښاغلی مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوی سره پخپل کاري دفتر کې ملاقات وکړ.

 په دې ملاقات کې د سولې د پروسې د ښه پرمختگ او مؤثریت لپاره او د روانو هڅو په اړه خبرې اترې وشوي.

: ‏رییس‌جمهور غنی با مطلق بن ماجد القحطانی، فرستادۀ ویژۀ وزارت خارجۀ قطر، در ارگ دیدار کرد.

ارگ ریاست‌جمهوری می‌گوید که در این دیدار دربارۀ روند صلح افغانستان و روابط دوجانبه میان افغانستان و قطر گفت‌وگو شد.

: ‏آمارهای وزارت صحت عامه نشان می‌دهند که در نتیجۀ خشونت‌های یک ماه گذشته در کشور، ۲۸۳ غیرنظامی جان باخته‌اند و ۴ هزار و ۵۹۶ تن دیگر، زخم برداشته‌اند.

: ‏ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ولسمشر محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې، پخواني ولسمشر حامدکرزي سره په ارګ کې کتلي او د هېواد پر روان وضعیت یې خبرې کړې دي.

: ‏عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱،۰۹۲ نور کسان په کورونا اخته شوي.

: ‏بسم‌الله محمدی، سرپرست وزیر دفاع ملی در پیامی گفته‌است که "شدت جنگ قابل درک است؛ این‌بار نخست نیست که ما مردم افغاستان از یک‌ مرحلۀ دشوار نظامی می‌گذریم. حال هم در یک مرحلۀ حساس و سرنوشت‌ساز نظامی، قرار داریم."

بسم‌الله محمدی به مردم اطمینان می‌دهد که نیروهای امنیتی و بسیج مردمی با "تمام قوت و امکانات دست داشته" از مردم دفاع خواهند کرد.

: ‏محمدنبی، بازیکن تیم ملی کرکت کشور در رده بندی تازۀ شورای جهانی کرکت برای ده بازیکن برتر جهان در بخش "آل روندران،" در جایگاۀ دوم قرار گرفته‌است.

راشد خان، ستارۀ دیگر تیم ملی کشور نیز در جایگاۀ پنجم این رده بندی است.

: ‏ملي دفاع وزارت وایي، د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو یې بېرته له طالبانو څخه نیولی دی.

ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وایي، چې ملي اردو سرتیرو د بادغیس امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست او د عمومي زندان ودانۍ بېرته له طالبانو نیولي دي او دغې ډلې ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

‏امنیتي چارواکي وایي چې د ورځې په جریان کې به د مرکز قلعه نو پاتې سیمې هم د طالبانو له حضور څخه تصفیه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار طالبانو د بادغیس په مرکز قلعه نو برید وکړ، زندان یې مات کړ او ټول بندیان یې ازاد کړل.

: ‏د بګرام پوځي اډې نوي قوماندان له کومې اطلاع پرته د بګرام پوځي اډې د تخلیه کېدو له امله نیوکه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وایي دوی دې نتیجې ته رسیدلي و، چې له بګرام پوځي اډې څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو اطلاعات محدود وساتل شي، څو د سرتیرو د وتلو بهیر په مصوون شکل ترسره شي.

: ‏د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي،دغه پلاوی د ایران په رسمي بلنه، د یاد هیواد له چارواکو سره د اړوندو او دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره ایران ته تللی.

‏نوموړی وایي، دغه پلاوی به نن له ځينو افغاني شخصيتونو سره هم يوه تفاهمي ناسته ولري او په ناسته کې به د هېواد د روان وضعيت او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د هوارۍ په موخه بحث ولري.

: نن ماښام ناوخته د هرات په انجيل ولسوالۍ کې د نفتي توکو په یوې زیرمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، اور تر اوسه نه دی مهار شوی، خو د اور وژنې ډله سیمې ته رسېدلې ده.

: ‏افغان حکومت: افغان ځواکونو په یوه اونۍ کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته نیولي.

: ‏قلعه نو ښار کې دا مهال وضعیت آرام دی، خو طالبان لاهم د ښار په څنډو کې ځای پرځای دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس وایي چې طالبان یې د ښار څخه ایستلي او وضعیت د دوی په کنټرول کې دی.

نوموړی ادعا کوي چې د نن په جګړه کې له ۶۰ تر ۷۰ طالبان وژل شوي.

‏شمس زياتوي چې په جګړه کې د شپږو امنیتي سرتېرو په ګډون ګڼ ملکي کسان هم ټپیان شوي.

: ‏امرالله صالح: د سره صليب او نورو خيريه موسسو څخه په درناوي غوښتنه کوم چې، د لسګونو طالبانو جسدونه له قلعه نو څخه د کوېټې شورا په همغږۍ انتقال کړي، هوا ګرمه ده او مونږ د جسدونو د بې حرمتۍ طرفدار نه يوو.

: ‏د کابل د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر خان سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو طالبانو په یو ډله ییز برید کې شپږ سرتېري وژل شوي دي.

: ‏د ایران ولسمشر په دغه هېواد کې د برېښنا د پرله پسې پرچاویو له امله له خلکو بښنه غوښتې ده. نوموړي ویلي په ایران کې د ځينو ستونزو له امله د برېښنا تولید کم شوی، خو د خلکو اړتیا ډېره ده، چې له همدې امله اوږدې پرچاوۍ رامنځ ته کېږي.

: ‏د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، امنیتي ستونزو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او نورو اړوندو مسایلو خبرې شوې دي.

: ‏پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي.

: ‏بلومبرګ خپرونې د افغانستان وروستي وضعیت ته کتنه کړې ده. خپرونه کاږي، د طالبانو له پرمختګ سره ځینې خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ورځپاڼې په خبره، د بې ځایه شویو ډېر شمېر یې د شمالي ولایتونو دي چېرته چې په دې وروستیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

: ‏ګارډين ورځپاڼې ویلي چې امریکایي نظامیانو ۲۰ کاله په یو بېس کې له افغان ملګرو سره یو ځای ماموریت ترسره کړ خو بیا هم پر هغوی دومره بې باوره وو چې له هغوی څخه د تلو پر مهال یې برېښنا پرې کړې او د شپې په تیاره کې له بګرامه وتلي دي.

: ‏له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي،چې تر دا مهاله یې له افغانستان څخه  په ۹۸۴ پروازونو کې بیلابیل پوځي تجهیزات له افغانستان څخه اېستلي دي.

‏امریکا همدا شان ویلي چې افغان پوځ ته یې رسماً اوه پوځي اډې هم سپارلې دي.

: ‏امریکا وايي، له بگرام پوځي اډې څخه یې د سرتیرو اېستلو پروخت د امنیتي دلایلو له امله افغان چارواکي نه و، خبر کړي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تائیدوي چې د امنیتي دلایلو له امله یې له افغان چارواکو سره د بګرام له پوځي اډې د خپلو سرتیرو د اېستلو کره نېټه او وخت نه و، شریک کړی.

: ‏فایننشل ټایمز وايي، چین د له افغانستان سره مشترکه پوله کې د هرج او مرج مخنیوي لپاره طالبانو سره همکاریو ته چمتووالی نیسي.

‏فایننشل ټایمز د سیمې له وضعیت څخه د باخبره دیپلوماتانو په حواله ویلي، چې بیجینګ د افغانستان وضعیت او د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په جدي توګه څاري او دغه هیواد غواړي افغانستان ثبات ته ورسیږي څو د یوې لارې او یوې کمربند پروژې په شمول د دوی پروژې خوندي وي.

‏ددغې نشریې د خبر له مخې چیني چارواکو هم په همدې مسائیلو له طالبانو سره خبرې کړې دي، خو جزئیات یې تراوسه نه دي خپاره شوي.

: ‏روسیه پرنړیوالې ټولنې نیوکه کوي، چې افغانستان کې یې د دوو لسیزو په تېرېدو د ثبات لپاره هیڅ کار نه دی کړی.

 سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي او نړیوالو د افغانستان د ثبات لپاره هیڅ سم کار نه دی کړی.

‏نوموړی وایي افغانستان کې وضعیت خرابیږي او په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي.

: ‏جواد ظریف، وزیر خارجه ایران در دیدار با یک گروه از سیاست‌گران افغان و هیئت طالبان در تهران، می‌گوید: "افتخار داریم که در دوران جهاد برادران و خواهران بزرگوار افغانی مان در برابر اشغالگران خارجی، در کنار شما بودیم."

: ‏خبرگزاری اسوشیتد پرس گزارش کرده‌است که جووینل مویز، رییس‌جمهور هائیتی شام سه‌شنبه از سوی یک گروه از مردم در اقامتگاه شخصی‌اش، به‌قتل رسیده‌است.

: ‏محمد جواد ظريف، وزیر امور خارجۀ ایران می‌گوید: «میزبان نشستی مهم در زمانی حساس و با حضور هیئت‌های عالی‌رتبه افغانستانی بودم.

امروز مردم افغانستان می‌توانند بدون مداخله و تحمیل خارجی برای آینده خود تصمیم بگیرند

‏«ایران همراه با کشورهای منطقه پشتیبان کوشش رهبران افغانستان در مسیر صلح،  آرامش و پیشرفت برای همه مردم افغانستان است

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک